د دوهم بد ګاوندي اوصاف

 
تر پاکستان وروسته ایران هغه هیواد دی چی هر وخت یې د افغانستان د ورانیدو لاس بر شوی له فرصت څخه په استفادی یې خپل شوم عمل ترسره کړی او له کلونو راهیسې دا کوښښ کوي تر څو افغانستان یو وران هیواد ووسیږي.
له هر تکتیک څخه چی د دوي په وس پوره وي کار یې اخيستی تر څو افغان زوریدلی ولس نړۍ ته د یوه بد قوم په حیث ور معرفي کړي.
تل یې کوښښ کړی تر څو د افغان دولت تمویلونکې سرچینې وننګوي، لمنځه یې یوسي تر څو مونږ پر خپل ځان بسیا نشو.
د شواهدو پر بنا هر کله یې، د افغان دولت په وړاندی داسی ډلې تمویل کړی کومو چی هیڅ یوه عام المنفعه پروژه په هیواد کی جوړیدو ته نه پریښوده.
په بار بار د افغانستان دننه یې مداخله کړی او نظامي بریدونه یې ترسره کړي دي هغه که مستقیم وي که غیر مستقیم، چې ښه بیلګه یې د تیر میلادي کال د سپټمبر د میاشتی پر ۲۸ د فراه پر مختلفو ساحو بریدونه یادولی شو.
تیر کال په یاد وخت د فراه د والي ویاند ناصر مهري رسنیو ته ویلي وو چې یو شمیر وسلوالو چی د فراه پر مختلفو ساحو یې بریدونه کړي وو تر مرګ ژوبلی وروسته یې ټول کسان ایران ته بیرته انتقال شوي وو چی بیا دده په آند د استخباراتي مالوماتو پر بنا د ایران په خاوره کی وژل شویو او ژوبلو کسانو ته د احترام په خاطر مراسم هم نیول شوي وو.
همداشان د فراه د والي ویاند ویلي وو چې د ټپیانو تر منځ ځینی پاکستاني طبعه خلک هم لیدل شوي دي.
همدارنګه په دغو ورځو کی داسې اوازې هم وې چې ګواکی ایران د خپل هوايي ځواک څخه هم کار اخستی وو او د فراه په ولایت کی یې نظامي هلیکوفترو ناسته کړی وه.
دا خو یې یواځی کوچنی مثال یادولی شو بلکی په سلګونه داسی موارد شته چی ایران د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کړی وي، لکه د ولسمشر غني له لوري د اوبو د مهارولو د خبرې د یادولو سره چې ایران په ښکاره مخالفت ښودلی وو.
همدارنګه نوموړی هیواد په نړیواله سطحه د پاکستان په څیر یو بدنام هیواد بلل کیږي، او روان کال د سپټمبر په نولسمه نیټه کله چی ډونالډټرمپ د ملګرملتونو ګډې غونډې ته خبرې کولی نوموړي پر ایران هم لفظي برید کړی وو او دغه هېواد یې (درغل دکتاتوري) وباله، چې په وینا یې منځنی ختیځ یې له بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی.
همدا شان نوموړي ایران له اقتصادي او کولتوري پلوه یو بډای هېواد بللی وو او په وینا یې له نفتو تر لاسه شوې شتمني د خپلو خلکو د ژوند معیار ښه کولو پر ځای د حزب الله په څېر ډلو پر ملاتړ لګوي، چی دا د سوله ییزو عربو او اسراییلو ګاونډیانو لپاره یو ګواښ دی.
که څه هم ایران له داسی حالت سره مخ دی چی نړیوال یې په بد نوم یادوي او باید دوي په داسی حالت شرمیدلي وی خو بیا هم تازه په تازه داسی راپورونه خپریږي چی ایران افغان ماشومان د سوریې جنګ ته لیږي، او د سوریې په ملاتړ یې ددې هیواد مخالفو ډلو سره جنګوي.
ددې افغان ماشومانو د زیاترو عمرونه یې تر پنځلس کلنۍ کم دي، په دی عمر په زوره د جنګ میدان ته یې بیول د بین المللي اصولو خلاف عمل دی.
ددې موضوع اړوند د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم غبرګون ښودلی او له ایران څخه یې غوښتي تر څو د سوریې جنګ ته د افغان ماشومانو لیږل ودروي.
په ایران کی شاوخوا یو میلیون افغانان ژوند کوي او تل دغه افغانان ددې هیواد د بد چلند څخه سر ټکوي.
د روانی میاشتی په نهه ویشتمه هم داسی راپورونه خپاره شوي وو چی ایران غواړي د افغان مهاجر ماشومانو پر مخ ښونځي وتړی او د ښوونځي د تړلو لپاره دا دلیل را وړي چې د دوی په باور "افغان وګړي چټل دي او بیروبار جوړوي.
په الهي ویش کی افغانستان ته داسې ګاونډیان ورپه برخه دي چی هر یو د افغان ولس د تباهي کوښښ کوي او هریو په دی بوخت دي چی په کوم تکتیک دغه زوریدلی ولس لا هم وزوروي، او تل یې د یوه محتاج هیواد په څیر وویني.
خو اوس وخت تغیر کړی دی هیواد په خپله غیږه کی داسی زلمیان روزي چی بیرته به خپل د احمد شاه بابا تاریخ را ژوندی کوي او نړی ته به ښايي چې مونږ یو متحد ولس یو، او هر دښمن به په خپل جوړ شوي افغاني ضد تکتیکه پهیمانه کوي، چی بیا به تول عمر شرمیدلی ګرځي.