د ذهني سکون لپاره دا لس حقیقتونه ومنئ!

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل
 

  • اوس چې څه لری، دا ومنئ چې دا ډېر خلک له خدای(ج) نه په ژړا او دعا غواړي.
  • عمر دومره اوږد نه دی چې خاصې ورځو ته انتظار شئ، ښه ده چې د ژوند له هرې شبې مو خوند واخلئ.
  • په ژوند باور نشته، هېڅ دوست او ملګری مو مه خپه کوئ او له ځانه یې مه بېلوئ.
  • د ژوند یوه شېبه مو د بلې په څېر نه ده، اوس وخت له تېر وخت سره ډېرې توپیر لري، اوس تر پخوا ښکلی دی پدې شرط چې د اوس په اړه مو تصویر ښه وي.
  • که هوسیانه او سعادت غواړئ پر خدای(ج) توکل وکړئ، د ژوند ټولې چارو مو هغه ته وسپارئ تاسو یوازې کار او هڅه کوئ پایلې یې خدای(ج) ته پرېږدئ.
  • له مور، پلار، مېرمنېخاوند، وروڼو، خویندو، خپلوانو او دوستانو سره مو وخاندئ، هغوی ته مینه ورکړئ او احترام یې وکړئ حتی که هغوی مو په قدر هم نه پوهیږي، ښايي یوه ورځ مو ترڅنګ نه وي.
  • زړه مو په ټول وجود کې یوه پاکه او ظریفه ټوټه ده، په ګناهونو یې مه توروئ.
  • دنیا تر تر تله نه ده عقایدو ته احترام ولرئ او د زړه دوازې مو د نیکو پرمخ پرانیزئ.
  • ښه انسان هغه نه دی چې د پاک زړه او صاف نیت خاوند وي، ښه انسان هغه دی چې خدای(ج) په رضا پسې ځي.
  • ستاسو زړه ډېرې دندې لري خو  اصلي دنده یې مینه، محبت او عاطفه ده.