د ښه ملګری ۱۵ ځانګړنې!

ژباړه: حسیب  الرحمن نورمل
۱-ښه ملګری مو هېڅکله په سختو حالاتو کې یوازې نه پرېږدي.
۲- ښه ملګری مو راز ساتي، هغوی هېچا ته هغه محرمانه خبرې چې تاسو ورته کړې نورو  ته نه کوي.
۳- ښه ملګری مو وخت پېژندونکي، صادقه او امین وي.
۴- ښه ملګری مو په خوښیو خوښ او په خپګان مو خپه وي.
۵- ښه ملګری مو پدې پوهيږي چې څه وخت خبرې او څه وخت سکوت وکړي.
۶- ښه ملګری مو درسره خاندي او ژاړي خو ددې ټولو په اړه نورو ته هېڅ وايي.
۷- ښه ملګری مو ستاسو په اړه نورو ته او د نورو په اړه تاسو ته خبرې نه کوي.
۸- ښه ملګری مو د خوښیو په ځینو جشننو کې پرته له کوم فشار او ټینګاره  ګډون کوي.
۹- ښه ملګری مو هېڅکله د نورو په وړاندې نه تحقروي بلکې د نورو پر واړندې مو ستاینه کوي.
۱۰- ښه ملګري مو څه چې د ځان لپاره خوښوي ستا لپاره یې هم خوښوي.
۱۱- ښه ملګری ښه اورېدونکی وي؛ لومړی ستا خبرې په غور اوري، وروسته خپلې خبرې کوي.
۱۲- ښه ملګری مو خپلې خوښۍ درسره وېشي، غمونه او ستونزو مو درسره نیمايي کوي.
۱۳- ښه ملګری مو پر تېروتنو او بدیو سترګې پټوي له ښېګڼو او نیکیو مو مننه کوي.
۱۴-  ښه ملګری مو هغه کارونه نه کوي چې ستاسو دوښمان یې هیله لري.
۱۵- د ښه ملګري مو د زړه او خولې خبره یوه وي.
منبع: له چطور او بیتوته له ویبپاڼو نه!