
د خوست ولايت مقام د رسنيو دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوي خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د خوست په مرکز کې دڅلور ویشت مېلیونه افغانیو په ارزښت د یوه مهم پله د جوړولو چارې رسماً پيل شوې
د یکشنبې په ورځ دخوست مرکز اړوند د مردیخېلو پر خوړه د څلورویشت مېلیونه افغانیو په ارزښت د یوه لوی پله د جوړولو چارې رسماً پیل شوې چې ټول کارونه به یې د قرارداد مطابق په دوولسو میاشتو کې سرته ورسیږي.
هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي،د امنیتي او کشفي ادارو مسوولینو،د بېلابېلو دولتي ادارو رییسانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د بنسټ ډبرې د کېښودلو پرمهال خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل چې نن ډېر خوشاله دی چې د نورو مهمو پروژو په تعقیب دخوست په مرکز مردیخېلو سیمه کې د داسې یوه مهم پل د بنسټ ډبره ږدي چې نه یوازې د مرکز او تڼيو ولسونو لپاره اسانتیاوې برابروي، بلکې په راتلونکي کې به خوست ولایت د همدې پل او سړک د لارې د پکتیکا ولایت سره وصل کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه پل به د ټولګټو چارو وزارت په انکشافي بودجه سره د قرارداد مطابق په (۵۰) متره اوږدوالي او (۸) متره پلنوالي سره جوړیږي چې ساختماني کارونه یې په یو کال کې سرته رسیږي. ده د ټولګټو چارو ریاست ته لارښونه وکړه چې د پروژې له چارو دوامداره نظارت وکړي، ترڅو ساختماني چارې یې د قرارداد او پروژوي اسنادو مطابق په لوړ کیفیت سرته ورسیږي.
ښاغلي حبیبي وویل ویاړي چې پداسې ولایت کې د خدمت دنده پرغاړه لري چې خلک یې له دولت سره په بشپړ ډول همکاره دي او د دوی د همکاریو په نتیجه کې خوست ډاډمن امنیت لري. نوموړي د زېري په توګه وویل چې د همدې ډاډمن امنیت په شتون کې د بیارغونې کارونو ته ښه زمینه برابره شوې او ولایتي اداره به په راتلونکو ورځو کې د خوست جوړونې او ابادۍ په لاره کې د نورو پروژو کارونه هم رسماً پیل کړي.
قومي مشر حکیم ولي تڼي دخوست ولايتي ادارې له مشرتابه مننه وکړه چې همېشه یې دخوست د پرمختګ او ابادۍ لپاره زیاتې هلې ځلې کړي چې په ترڅ کې یې خوست ولایت ته مهمې پروژې منظورې شوي دي.
د ده په خبره خوست باراني موسم لري چې خلک یې په مرکز او ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتو له امله د ګڼو ستونزو سره مخامخ وي خو د ده وینا د دې پل په جوړېدو سره به پخوانۍ ستونزې په بشپړ ډول هوارې او خلک به په ډاډمنه توګه تګ راتګ وکړي.
د مراسمو په پای کې د حقیقت ګوند له لوري خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي ته پدغه ولایت کې د غوره اجرااتو او ښه خدمت په ویاړ ترتیب کړی ستاینلیک هم ډالۍ کړ.
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم دخوست په مرکز او ولسوالیو کې د سلګونو مېلیونو افغانیو په ارزښت زیات پلونه جوړ شوي دي چې د سېلابونو د راوتو پرمهال د خلکو ټولې ستونزې ورسره په بشپړ ډول هوارې شوي دي.