
له کلونو راهیسې هر کله چې د سولې خبرې یادې شوي تل پاکستان د یوه درېیم ګړي هیواد په ډول ځان نړۍ ته ښودلی، او ددې تر څنګ چې د افغان دولت او مخالفو ډلو تر منځ ګټور تمام شي تل یې ځان د ترهګرۍ یو ځپل شوی هیواد نومولی.
همیشه چې افغان دولت کومه ګیله له پاکسانه په قانوني او مستند ډول کړي پاکستان په غیر قانوني او غیر مستندو دلایلو د افغان دولت په وړاندې ځواب ویلی.
خو هغه یو متل دی چی کوږ بار تر منزله نه رسیږي او لا دا چې هوښياره مرغۍ په دواړو پښو ګیریږي.
نن هغه وخت رارسیدلی چې که افغان حکومت هره ادعا د پاکستان پر دولت کوي دوي یې د ځواب لپاره هیڅ دروجن دلیل نور نلري.
او په دې پوه شوي چې نور په بې اساسه خبرو نه نړۍ غولولای شو او نه هم افغانستان، ځکه اوس نړیوال په دې پوه دي چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې صادق ندی.
او څنګه چې لازمه ده هغسې چلند نه ترسره کوي، پر پاکستان له هغې ورځې راهیسې زیات فشار دی له کومې چی د امریکا ولسمشر د اګست په میاشت کې د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې، په پاکستان کې د سخت دریځو او وسله والو ډلو پر ضد د جدي مبارزې غږ وکړ.
او په کې خبرداری ورکړل شو چې که په خپله خاوره کې د سخت دريځو وسله والو ډلو خوندي مرکزونه ونه تړي، پر دغه هېواد به مالي او نورې مرستې بندې شي.
او له هند څخه غوښتنه په کې شوي وه چې د افغانستان د لا ښه امنیت لپاره هلې ځلې وکړي.
خو اوس داسې ښکاري چې نړیوال هم په دی پوه دي چې پاکستان نه غواړي چې افغانستان یو باثباته هیواد ووسي.
نو لدې امله یې پر دویمې لارې د افغان دولت او نړیوالو له لوري تمرکز زیات شوی دی او هغه په افغانستان کې د هند رول دی.
اوس نو پاکسان دوه لارې غوره کړی دي یوه د زور ښودنې، او بله د خبرو او مزاکراتو لار.
د زور ښودنې مانا دا چې پاکستان د روسیې سره اړیکی د پخوا په پرتله ښې کړي دي او په سیمه کې امریکا او روسیه دوه لوي مخالف سیالان بلل کیږي نو لدې امله پاکستان کوښښ کوي په یو نه یو ډول ځان د روسیې سره نږدې وښایي چې یوه ښه بیلګه یې د تلې په دریمه نیټه د روسيې او پاکستان ځانګړو ځواکونو د شمالي قفقاز په قراچاى چرقس جمهوريت کې د دوو اوونيو لپاره ګډ رونيز تمريناتو پیل دی.
بله دا چې هم مهال پاکستان د روسیې تر څنګ له چین څخه هم ځان نه لرې کوي، او د امریکا د نوې ستراتیژي د ا علان په وخت یې ددې تر څنګ چې شاهد خاقان عباسي دغه کړنلاره وغاندي، بلکې دا یادونه یې هم کړې وه چې چین په اقتصادي برخه کې په سیمه کې موثر دی، او د چین د رول ستاینه یې کړی وه .
دا خو هاغه څه دي چې پاکستان یې د ځان د قوي ملګرو د پیدا کیدو په خاطر ترسره کوي. خو بار بار یې د افغان دولت سره د خبرو هڅه هم کړې.
لکه د وږي د میاشتې په دریمه د افغان سفیر او جنرال قمر جاوید باجوه خبرې اترې چې د پاکستان دولت د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو، چی په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په دوه اړخېزو اړیکو سربېره په امنیتي وضعیت خبرې وکړی او همداشان په دوه اړخیزې همکارۍ کې یې په تدریجي پرمختګ هم ډاډ ښودلی وو.
تر دې لیدنې مخکی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرترې تهمینې جنجوعې په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د افغان سولې او ثبات او د دواړو هېوادونو د همکاریو په زیاتېدو خبرې کړې وې.
دا هاغه خبرې اترې دي چې ترسره شوي، خو د پخوا په پرتله د افغان دولت دریځ د پاکستان پر ضد ډیر جدي دی.
ارګ اوس له پاکستان څخه د نورو ډلو د سولې لپاره د مرستې نوم نه یادوي بلکې مخامخ د پاکستان سره د سولې نوم اخلي.
اوس ولسمشر په خپلو خبرو کې د پخوا په پرتله ډیر جدی ښکاري، او د وږي د میاشتې په دیرشمه یې پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې پاکستان دې د سولې پیدا شوی فرصت نه ضایع کوي.
ولسمشر غني دا هم ویلي وو چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د پاکستان له دولت سره د سولې خبرو ګټه نهده کړې، خو اوس پکار ده چې دا خبرې وشي ځکه چې زمینه ورته ډېره ښه برابره شوې ده.
اشرف غني دا خبره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د اسیا د سولې او امنیت په نوم په یوې غونډې کې وکړه.
بله نوې خبره چې پاکستان یې تر بل هر هیواد څخه ښه تحلیل کولای شي هغه د تلې په لومړۍ ورځ د ارګ دا خبره چې کابل او ډهلی د ترورېزم په وړاندې ګډ هدف لري.
د ارګ دغې یادونې اړوند د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي وو چې، که هند غواړي له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي خوښه یې، خو نه غواړو او نه یې منو چې په افغانستان کې د هند دسیاسي او یا د پوځي رول شاهدان ووسوو
ورپسی د تلې په څلورمه د امریکا د دفاع وزیر له هندي چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت سربېره د پوځي تکنالوژۍ او احتمالا له هند سره د جنګي جټ الوتکو د پلورلو پرمسایلو خبرېدا په ډاګه کوي چې اوس امریکا د افغان سولې په برخه کی تر پاکستان هند ته زیاته ترجیع ورکوي، او پاکستان له پامه غور ځول شوی دی.
د تلې په پنځمه بل پیغام هغه مهال افغان ولسمشر اسلام اباد ته ورکړ چې د نوې ستراتیزي تر اعلان په لومړي ځل د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس کابل ته راغلی وو، نوموړي ویلي وو چی، د بین الاافغاني سولې ترڅنګ دوی له پاکستان سره هم سوله غواړي خو اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی چې څنګه ترې استفاده کوي.
د تلې په شپږمه د هند او افغان دولت تر منځ یوه تفاهم نامه لاسلیک شوه
د دې تفاهمنامې له مخې هند به د افغانستان پولیسو ته روزنه ورکوي او په پوځي برخو او د افغان سرتېرو د درملنې په مسئله کې به همکاري کوي.
دغه تفاهمنامه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ترمنځ لاسلیک شوه.
ددې څخه یوه ورځ وروسته د هند سره د افغان دولت له لوري پر اقتصادي مسایلو هم خبرې وشوې
د هند صدراعظم نریندرا مودي د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې، په هند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د وړاندې کولو لپاره د ځانګړو اقتصادي زونونو د طرحې په اړه د دې هېواد اړوندو ادارو ته د غور امر ورکړ.
په دغه ډول د هند او افغانستان ډیریدونکی اړیکې، د افغان ولسمشر هغه وینا چې پاکستان دي وخت نه ضایع کوي او له افغانستان سره د سولې خبرو ته دي حاضر شي.
د پاکستان دولت مجبور شو چې د فوځ لوي درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د تلې د میاشتی په نهمه نیټه د یکشنبی په ورځ افغانستان ته راشي او د د ترورېزم پرضد پر مبارزه، سرحدي مسایلو او په افغانستان کې د سولې پر بهیر خبرې وکړي.
د افغان دولت د فشار سره سره پاکستان په کور دننه او کور د باندې نور مسایل هم لري چې هره ګړۍ ددې امکان شته چې لا ورته لوي شي
لکه په کور دننه یې دوه لویې استخباراتي ادارې په خپلو کې سره په مخالفت لاس پورې کړی
د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د دې هېواد د کورنیو استخباراتو اداره یا (ای بي) د پوځي استخباراتو له ادارې یعنی (ای اېس ای) سره په جنجال اوښتي ده او پر یوه بل تورونه لګوي، ستونزه دومره جدي شوی چی د اسلام اباد د محکمې قاضیانو په دې لانجه کې مداخلت کړی او دواړو ته یې ویلي چې له مخالفت لاس په سر شي.
بل لور ته د کورد ټولپوښتنه پربلوڅانو هم بې اغیزه نه ده، د کوردانو په څېر بلوڅان هم په دریو هېوادونو کې وېشلي چی یو یې پاکستان دی.
د پاکستان بلوچستان کې هغه وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې د حکومت ضد جګړه کوي، چې ځانونه د بلوڅانو د حقونو دفاع کونکي بولي.
د پاکستان د بلوڅانو دا هڅې له تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو ډېرې شوې دي.
دوی د روانې میاشتې په لومړیو کې د سویزرلنډ پلازمېنه جنیوا کې په ځینې سیمو او موټرو د خپلواک بلوچستان په نوم داسې پوسټرونه ځوړند کړي وو، چې د بلوچستان د ازادۍ او پاکستان کې یې له لږکیو سره د ناوړه چلند ښکارندویي کوله.
د کوردستان د ټولپوښتنې، اغیز پر پاکستان هم کیدای شي، او لرې نده چې ددې ډول غږ به هم واوري.
یعني په ټوله کې داسې ویلی شو چې تر بل هر وخت، له هره اړخه پاکستان تر فشار لاندې دی.
او ددې فشار څخه ځان باسل به ورته تر بل هر وخت ستونزمن تمام شي، ځکه پاکستان بل ته په کیندل شوي کوهي کې په خپله غورځیدلی او د مرستی داسی څوک یې ندي پریښي چې لاس ورکړي او لدې ستونزو یې راوباسي.