غلا افسانه

غلا افسانه
د چین په ګانګ ژو کې یوه غله د بانک د غلا پر وخت په زوره چیغه کړه:
((په بانک کې ټول موجود خلک یو هم حرکت ونه کړﺉ! پیسې د دولت دي او ژوند ستاسو!))
ټول وغځېدل. دا ((د فکر د تغیر طریقه)) نومېږي، د فکر د تغیر ډېره عادي طریقه.
کله چې یوه مېرمنه په بانک کې د اېښي لوی مېز پرسر په نا راحتۍ وخوځېده، غله چیغه کړه: ((آغلې هیله کوم، لږ متمدنه اوسئ! دا یوه غلا ده، نه جنسي تېری!))
دې ته وایي: ((ځانګړی ماموریت))، یوازې هغه څه ته ډېر متوجه کېدل په کار دي، د څه لپاره چې روزل شوي یاست.
کله چې غله کور ته ورسېدل، هغه ځوان چې (لسانس اسناد یې درلودل) زوړ غله ته چې (یوازې تر شپږم ټولګي یې درس ویلی وو) وویل:((مشره راځه ویې وشمېرو، چې څومره پیسې مو ترلاسه کړې دي!))
زاړه غله ورته په ډېر متعجب انداز وویل: ((ته څومره احمق یې، ددې ټولو پیسو شمېرل ډېر زیات وخت غواړي. نن شپه به ټول ټلویزیونونه ووایي، چې غلو له بانک څخه دومره پیسې تښتولې دي، نو موږ ته به په اسانه معلومې شي، څه حاجت چې ویې شمېرو.))
دې ته وایي؛ (تجربه!) نن ورځ تجربه له هغو اسنادو ډېره مهمه ده، چې هره ورځ یې بنډلونه بلا ځوانانو په تخرګونو کې نیولي وي او په کار پسې سرګردانه ګرځي.
له هغې وروسته چې غلو بانک پرېښود او پخپله مخه ولاړل، نو د بانک مدیر خپل رییس ته وویل؛ هله ژر شه پولیسو ته خبر ورکړه! اما رئیس یې ځواب ورکړ: ((لږ صبر وکړه! پرېږده چې موږ هم له بانک څخه ۱۰ میلیونه د ځان لپاره وباسو او په هغو ۷۰ میلیونو یې ور اضافه کړو، چې غلو وړي او اوس د بانک له خزانو ورکې حسابېږي.))
دې ته وایي؛ ((په هوښیارۍ لامبو وهل))، په اضطراري حالاتو کې په ځینو واقعاتو پرده غوړول د خپلې ګټې لپاره ډېر ښه وخت دی.
عمومي رئیس وایي:((ډېره به ښه وي چې هره میاشت غله یو ځل زموږ بانک ووهي!))
دې ته وایي: ((د ټنبلۍ وژل))، شخصي خوښي تل د دندې له ترسره کولو مهمه ده.
څو ورځې وروسته ټلویزیون اعلان وکړ، چې غلو له بانک څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره غلا کړي.
غلو زر، زر خپلې پیسې وشمېرلې، بیا یې وشمېرلې؛ اما له ۲۰ میلیونو ډېرې نه وي.
غله ډېر عصباني شول او په قهر یې یو بل ته وویل: ((موږ ځانونه ستړي کړل او خپل ژوند مو له ګواښ سره مخ کړ، خو یوازې مو ۲۰ میلیونه ګوتو ته راغلې؛ خو د بانک رئیسانو یوازې یو څو دقیقو کې ۸۰ میلیونه ترلاسه کړل.))
غلو سر ته ټک ورکړ او یو بل ته یې د پېغور په ډول وویل: ((چې داسې ده، نو بیا خو ښه وي سړی درس ووایي او بیا غلا وکړي.))
دې ته وایي: ((پوهه او علم لکه د سروزرو هومره ارزښت لري.))
د بانک رئیس ډېر خوښ و، تر غله دده برخه ډېره شوې وه.
دې ته وایي؛ ((موقع او چانس پېژندونکی))، ځیرکي په خطر بریالۍ کېږي.
اوس تاسو ووایاست: اصلي غل څوک دی؟