له بې سواده وکیل سره مرکه

له بې سواده وکیل سره مرکه
درنو لوستونکو په دې ګڼه کې د یوه وکیل مرکه مو مخې ته ږدو، چې تاسې په خپلو ارزښتناکو رایو ولسي جرګې ته لېږلی. تر پایه یې ولولئ، چې پوه شئ وکیل صیب مو کوم کارونه کړي دي؟
خبریال: وکیل صیب که اول ځان را وپېژنې؟
وکیل: خبریاله ما خو ټوله دنیا پیژني، ته مې ولې نه پیژنې؟
خبریال: وکیل صیب په ډېرې بښنې سره؛ خبره داسې ده چې ما ته بیخي په ولسي جرګه کې لیدلی نه یې او نه مې ستا وینا اوریدلې نو څنګه به دې وپېژنم؟
وکیل: ولسي چرګې ته وبښئ ولسي جرګې ته خو ځکه نه ځم، چې زما شخصي کارونه ډېر دي او خبرې مې ځکه نه دي کړي، چې مشران وايي، شیخ فریده پټه خوله دې بهتري ده.
خبریال: وکیل صیب که د زده کړو په اړه دې معلومات راکړې؟
وکیل: خبریاله وروره زده کړې خو مې نه دي کړي، هغه د چا خبره بس توکلي راغلی یم.
خبریال: محترم وکیل صیب مخکې مو څه دنده درلوده؟
وکیل: موټر مې چلاوه.
خبریال: نو څنګه مو زړه ښه کړ، چې پارلمان ته راشئ؟
وکیل: بس په موټروانۍ کې مې ډېرې پیسې پیدا کړې، بیا دا خپلوانو راته وویل چې راځه کاندید شه، نو ما هم ځان کاندید کړ. ویل مې که کامیاب نه شوم، مشهور خو به شم، خو یوه ورځ مې لیست کوت چې زما نوم یې په سر کې و.
خبریال: څنګه کامیاب شوئ؟
وکیل: بس نو د قدرت کارونه وو، د کمپاین په وخت کې مې د خلکو خیټې ښې ور غوړې کړې. ځینو ملکانو او خانانو ته خو مې شين غوږي هم ور ښکاره کړل، هغوی هم بې ایماني ونه کړه، رایې زما صندوق ته را تویې کړې.
خبریال: تر اوسه مو څه کړي؟
وکیل: ما خو ډېر کارونه کړي، کوم یو درته ووایم؟
خبریال: یعنې خلکو ته مو څه کړي؟
وکیل: خلک دې نران شي، خپل دې ځان ته کار وکړي. زه خو څه د خلکو شخصي مزدور نه یم. ته هم عجیب خبریال یې، اوس غواړې د خلکو لاسونه ښکل کړم. پرېږده ...
خبریال: نه وکیل صیب مقصدا مې دا نه و، چې ته د خلکو لاسونه ښکل کړې. ستاسې په ولایت کې ‌ډېرې ستونزې شته، امنیت ورځ تر بلې خرابیږي، خلک له چارواکو څخه ناراضي دي، تاسې د یوه وکیل په توګه د خپلو موکلینو غږ پورته کړی؟
وکیل: زما کور خو اوس په کابل کې دی، زما یې څه چې امنیتي ستونزې یا نورې ستونزې دي؟!
خبریال: وکیل صیب موکلینو مو وايي، چې تاسې ډېر وخت بهرنیو هېوادونو ته په چکر ځئ؟
وکیل: د هر چا زړه غواړي په چکر لاړ شي، خو زما لپاره دا ښه موقع ده، بس ښه خوندور چکرونه مې تر اوسه وهلي.
خبریال: وکیل صیب بیا ټاکنو ته هم درېږئ؟
وکیل: خود به درېږم. خلک باید ما غوندې وکیل ولري، چې ښه نیغه شمله یې وي او ټوله ورځ د ځان؛ نه وبښئ د ولس خدمت وکړي.
خبریال: وکیل صیب مطمین یې، چې خلک به بیا رایه درکړي؟
وکیل: خود به یې راکوي، تر ما ښه سړی په ټول پارلمان کې نشته. پنځه وخته بې جماعته لمونځ کوم او سږ کال حج ته هم ځم چې بیا په پوسټر کې مې له نوم سره الحاج هم ولیکم.
خبریال: نو خلک خو له تاسې سخت ګیله من دي؟
وکیل: وروره چې شین غوږي نوټونه ور ښکاره کړم، ګیلې به یې هېرې شي. رحمان بابا وايي کنه په عاشقۍ کې هم ګیلې وي، هم جنګونه جانانه ...
خبریال: نو تاسې خو سواد نه لرئ؟
وکیل: یاره ته څومره ساده سړی یې، شین غوږي چې وي، د سواد په بلا ووهه. دا شين غوږي کافر چې خلکو ته ور ښکاره کړې، بیا خلک په دې پسې نه ګرځي، چې په سر کې دې څه شته، که خالي دی. وه خبریاله ځان پوه کړه، خلک اوس سرونو ته نه؛ جیبونو ته ګوري.
خبریال: مننه وکیل صیب په پای کې مو پیغام خپلو موکلینو ته څه دی؟
وکیل: ملاکیلینو ته مې دا پیغام دی، چې زما سر ته دې دعا وکړي، چې زه ژوندی یم نو ډېر خدمتونه به یې وکړم.