د اسلام فریاد

لیکواله: انیسه«غزنوی»
د نړی له هر ګوټ څځه د نسیم وږمې یو فریاد رارسوي چې ای مسلمانانو! ستاسو د آزادی د مړ ژواندو ډیوو لپاره نن وینې ته اړتیا ده او یوازې اوښکې ستاسو د ګناهونو کفاره نشي کیدای په دي نړی کې د کومې سیاسي اشتباه جبران ممکن دی بایللي جګړې له سره ګټل کیدای شي، ویجاړي کلاګانې بیرته جوړیدای شي، په تیارو شپو کې سرګردانه قافلې د سهار په ړڼا کې خپلې لارې موندلای شي؛ خو یوه ټولنیزه ګناه داسې هم ده چې هیڅ کفاره نه لرې او د لار ورکو قافلو لپاره یوه داسې شپه هم شته چې هیڅ سهار نه لري. د یوه ولس وروستی ګناه دا وي چې هغوی د ظلم پر خلاف د جګړې او مقابلې له حق څځه لاس واخلي او له بده مرغه ستاسو مشران اوس په دې ګناه ککړ سوې دي، هغوی دخدای د رحمت دروازې د تل لپاره پر تاسو تړلي دي، هغوی راتلونکي هیلي زیندی ګړي دي، هغوی هغه ذهني او اخلاقي حصار مات کړی دی چې بی وسه او مظلومو خلکو ته د پناه وروستی مقام ؤ.
که تاسو د انسانیت له تیرو پیښو څخه درس اخیستلی شی نو زه په وار وار وایم چې تاسو د هغه دوزخ دروازه ټکوی چې د بې لاری او ذلت وروستی پړاو دی.
کله چې دښمن پردې ډاډه شو چې ستاسو د ځواک او زور ټول بوټي وچ شول، ستاسو د هیلو ټولې ډیوې مړې شوې او ستاسو ارواوې نورې د کوم ظلم پر خلاف بغاوت نشي کولای نو بیا به دې بلا ته د مکر او فریب تر پردو لا ندې د خپلې څیري د پټولو اړتیا نه وي، بیا به تاسو د وحشت او ځناورتوب هغه سیلاو وګوری چې د ځمکې پر مخ تر اوسه کو شوم نه دي لیدلی.
ای مسلمانانو! تاسو د هغه شهیدانو وینه سودا کړه چې ارادې یې د فتحې او بري ضمانت بلل کیدې، هغه غازیان چې غږ به یې وزو واورید له زمریانو سره د مقابلې توان ورسره پیدا کیده، هغه چې د وینو تر آخري څاڅکې توییدو یې د اسلام څځه دفاع کوله.....
خو نن دا حالت دی چې د ولس با نفوذه طبقه د غلامی درس ورکوونکو پر ځای د جهاد لارښوونکې خپل دښمنان بولي.
هو، د مسلمانانو اوسنی حالت همداسې دی، چې که کعبه هم ړنګه شي تر درییو وځو به پرې ډیر ویر او ماتم و نکړي!