یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدي درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول ، دي استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ دوخت په تیریدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه اوشپه او ورځ به یې دا کلمه ویله.
یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډیر سخت یې ژړل
کله چې هغوی دژړا دلامل پوښتنه وکړه ده ورته کړه : یوي پیشو زما طوطي مړ کړ
هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې؟
که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه اوښایسته طوطي درته راوړو ، استاد ورته وویل : پرطوطي نه ژاړم ، ژاړم پردي چې کله زما طوطي پیشو ونیو نو هغه په چغارو پیل وکړ اوتر مرګه یې چغې وهلي.
زما د طوطي لا اله الا الله ډیره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو
کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه اویواځې چیغي یې پر
خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه اوزړه ته یې نه وه لویدلې او نه دزړه له تله پرې پوهیده.
اوبیا استاد وویل : زه ویریږم چې موږ ددي طوطي په څیر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه دمرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه داویره پکار ده چې هسي نه زموږ زړونه هم دهغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره
یې ټولو شاګردانو هم وژړل
اللهم اجعل اخر كلامنا من الدنيا شهادة ان لا اله الا الله وان محمد رسول الله
وروستي