افغان ولسه! غني ترکستان ته روان دی

نوټ: دا نوټ ځکه سر کې لیکم چې شاید لیکنه ترخه دہ او په نیمایي کې د غوصې له وجھې پرېږ‎دې؛ ما یو پوسټ د ډیورنډ کرغېړ‎نې کرښې پر سر د پنجاب لخوا چوڼیو او جنگي کلا گانو جوړ‎ولو مخنیوي لپارہ پر ولسمشر انتقاد وکړ‎، ځکه چې دوی خو د اس او پي او باردر منجمنټ پټو تړ‎ونونو په پایله کې محکوم افغانستان پنجاب ته په تدریجي توگه پرېږ‎دي۰
خو ما ویل چې لږ‎تر لږ‎ہ د تورخم، سپین بولدک، کنړ‎، انگور اډې شھیدانو روح به رانه خوشاله شي۰
خو ھغو ارگبکیو چې مونږ‎ یې د فساد په اړ‎ہ څه نه ویل او خپل کار مو کولو ورته اتلان و، په یوہ پوسټ یې بوتلان کړ‎و او د ښکنځلو ترڅنگ یې نصیحتونه، او ټاپې لگول ھم شروع کړ‎ل، که مجبور مو کړ‎و کېدای شي لوی سر درد درته جوړ‎ شو!
بې بدیله ولسمشر زرکلنو پلویانو ته!
زہ یې د منشور او اساسي قانون خلاف د یو څو کارونو نمونه وړ‎اندې کوم، تاسو یې د منشور او اساسي قانون سرہ سمې کړ‎نې را په گوته کړ‎ئ!؟
۱- منشور او اساسي قانون کې افغانستان یو مستحکم ریاستي جمھوري دولت لري، زہ ایتلافي او سھامي شرکت نه جوړ‎وم، زرکلن ولسمشر!
اوس آیا یو مستحکم جمھوري ریاستي دولت لرو؟
د جان کري معاہدہ ؟
۲- متخصصه کابینه غواړ‎م!
آیا اوس متخصص کسان په کابینه کې وجود لري؟
۳- په دوہ میاشتو کې سوله راولم!
آیا بعد له درې نیم یا نږ‎دې څلورو کلونو په اوږ‎دو کې سوله راغله ( د کندوز سقوط او داعش ظھور مو ھېر نه شي)۰
۴- یو میلیون ځوانان په کار بوختوم، سل زرہ نوي کورنه یوازې په کابل کې رغوم۰
آیا ریښتیا ھم د تېر څخه یو میلیون ډېر ځوانان پر دندہ وگمارل شول او په کابل کې سل زرہ کورونه نوي جوړ‎ شول، زہ چې څومرہ مالومات لرم د کابل نوي ښار چې په دہ سبز کې د جوړ‎ېدو پلان و، د ھغې کارونه یې ھم ودرولي دي۰
اروپا ته د لوستو ځوانانو تېښته او د ځوانانو چارو معین تېښته امریکا ته د نه کار او بې باورۍ فضا له لاسه دي۰
۵- د بلخ شاھنشا لرې کوم، په کابل بانک کې د شوي فساد مجرمین مجازات کوم!
آیا د بلخ شاھنشا لرې شو، د کابل بانک غله مجازات شول؟
آیا ھمدې غلو ته د یوہ شھرک جوړ‎ولو اجازہ ور نه کړ‎ل شوہ؟
۶- افغانستان په اقتصادي څلور لارې بدلوم!
آیا اوس ریښتیا ھمداسې وشول؟
۷- فساد له منځه وړ‎م، د ټولو ھغو وزیرانو، معینانو او جنرالانو دوسیې به څېړ‎م چې فساد یې کړ‎ې!
فساد د پخوا په پرتله دوہ چندہ شویدی او کوم وزیر یا معین چې زورواکی دی لا محکمې ته حاضر شو، ما خو څوک څخي پله زندان کې ونه لیدل۰
۸- اوبه کنترولوم ۱۹ بندونه د برق او اوبو زخیرې پرې جوړ‎وم، کانونه په شفاف ډول را اوباسم او افغانستان په اقتصادي لحاظ په پښو ودروم!
د سلما، کمال خان او کجکي بندونه د حامد کرزي په وخت کې پیل شوي، یو نوی ستر بند را په گوته کړ‎ئ، چې عملي کار یې پرې پیل کړ‎ی وي، په وینا او چغو کې نه، د معادن پخوانی وزیر داکتر سبا وپوښتئ چې د ھغو له حقیقته ھم خبر شئ، د کانونو قاچاق څو چندہ شویدی۰
عوام فریبانه او نمایشي کارونه!!!
۱- د تاپي پروژہ، چې اوس ھیڅ احوال نشته؟
۲- د ولس د توقعاتو لوړ‎ول او په عمل کې ھیڅ کار نه کول۰
۳- ټا پروژہ، د نورو په وچو۰۰۰ کېناستل او بیا ورکه دہ۰
۳- د میټرو جوړ‎ول په کابل کې۰
۴- په بامیانو کې د ۱۷ پروژو پرانیسته، خو عمل لا معلوم نه دی۰
۵- د عقدې له مخې د ھرات ولایت تقریباً ټول مامورین بې دندې کول او بیا بېرته د ھمھغو مامورینو تقرر۰
۶- لویې پکتیا، لوی کندھار او لوی ختیځ ته په سفرونو سرہ، د فساد مخنیوي، قاچاقبرانو او غاصیبینو ویشتو امر، خو د ھمھغو خلکو نیول کېدو یوہ اونۍ وروسته بېرته خوشې کول۰
۷- د احساساتي ځوانانو له احساساتو ناسمه گټه اخیستل او څو فس بوکي ماھرینو گمارل د حکومت په ننگه۰
۸- دریم کال دی، چې د دولتي نظام یوہ اساسي قوہ غیر قانوني خپل کارونه مخته وړ‎ي، د ھغوی غیر قانوني کار دوہ نورې قوې ھم غیر قانوني کړ‎ېدي۰
نور به بیا بل وخت ولیکم دا لیکنه ھم ډېرہ اوږ‎دہ شوہ۰
و ما علینا اللبلاغ
غورځنګ سیال