ایا د منګلو او مقبلو جګړه حل لاره نه لرې؟؟

 تقريباً لهذ لسو کالو راپدې خو د دغه دوه ګاونډیو ورونو قومونو تر منځ په داسی ځمکه چی اصلاً ځمکه هم نه ده وچ او ستغ  غر دی جګړه روانه ده او د ډیرو کالونو راپدې خوا د دواړه خواوو ځوانان یو بل ته په سنګرونو کی ناست همدارنګه له هغې ورځې چی دا شخړه روانه ده ډیر ښایسته ځوانان د دواړو خواو څخه پکشې  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ولی دغه شخړه راپیدا شوه؟ ولی یی  دومره دوام وکړ؟ او د حل لارې چاری یی څه دي؟.
پدې ورستیو کالونو کی نه یوازی د مقبلو او منګلو ولسونه  د نفوس د ډیروالي له پلوه زیات شوی دي، بلکی د افغانستان نور قومونه هم د نفوس له پلوه زیات شوی دی نو کله چی نفوس ډیریږی طبعاً چی سره تنګیږی خود بخوده  زیاتی ځمکي ته اړتیا پیدا کیږی چی ورته شخړې د افغانستان په نورو سیمو کی هم د ځینو قومونو لخوا وخت ناوخت پیښې شوی دي، ځکه خو  هم د منګلو او مقبلو دواړه خواوې کوشش کوی چی ډیره ځمکه خپله کړی تر څو پکښې لږ ازاد شانتې ژوند وکړی.
موږ ته چی څومره مالومات دی، د منګلو او مقبلو  د شخړې لنجه چی نه حل کیږی یو تر ټولو عمده علت یی د دواړه خواو یو تعداد مشران دی چی قصداً دا مسله نه حل کوی دا ځکه چی د دواړو خواو همدغه یو تعداد  مشرانو ګټې په جګړه کی خوندي دی د همدغه ګټو د ساتلو لپاره جګړه اوږدوي.
حل لاره:
موږ په لومړی سر کی  د مقبلو او منګلو د دواړه خواو ځوانانو او سپینږیریو  غواړو چی نوی داسی  مشران وټاکی  چی پر خپلو خلکو یی زړه درد کوی، غله نه وی  د همدغې مسلې د حل لپاره معقوله حل لاره پیدا کړي تر څو دغه شخړې ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدې.
په دوهم قدم کی مو د پکتيا او خوست د نورو قومونو څخه هیله کوو چی د منګلو او مقبلو تر منځ مداخله وکړی دا دوه همسايه وروڼه قومونه سره کشینوی تر څو دغه مسله حل کړي.
په دریم قدم کی موږ د خوست په محلی حکومت غږ کوو چی د منګلو او مقبلو تر منځ ژر تر ژره مداخله وکړی د دواړو خواوو څخه اسناد او شواهد راټول کړی او دغه مسلې ته قانوني حل لاره ولټوي.
همدارنګه په ورستي قدم کی  مرکزي حکومت هم کولای چی دغه مسله په ډیره اسانۍ سره حل کړی هغه داسی چی همدغه سیمه چی اوس د منګلو او مقبلو شخړه ورباندې روانه ده دولتي کړی یعنی همدغه سیمه زفته  کړی په یواز کی یی همدغه قومونو ته په کوم بل ځای کی دولتي ځمکه ورکړي ځکه په افغانستان کی پریمان دولتی ځمکی او دښتي موجودې دي، حکومت ته  پکار ده چی دا مسله ژر تر ژره ځکه حل کړی تر څو یو خوا په سیمه کی شخړه پای ته ورسیږی او بل خوا د ګاونډي هیواد د لاس وهني مخه ونیول شي، دا ځکه که همدغه مسله حل نه شی کیدلای شی چی پاکستان د همدغې مسلې څخه ناوړه ګته پورته کړی ټوله سیمه ناقرار کړی چی بیا به یی قابو کول د مرکزی حکومت لپاره ګران وي.
ومن الله توفیق.
مننه
ډاکتر ګل مرجان منګل
۵/۹/۲۰۱۷