په ډیره خواشنی سره خبر شو چی د پکتیا ولایت د هغه دوو وروڼو قومونو تر منځ چی په غم او ښادۍ کی یی هر وخت یو بل ته لاس ورکړی او په مړی ژوندی سره شریک دی د ځمکی او غرونو پر سر یی ان خبره تر وسلی پوری رسیدلی ده او یو او بل ته په څوکیو کی ناست درنی او سپکی وسلی د یو او بل په مقابل کی کاروی. د دوی دا عمل په کلکه او په سختو ټکیو د غندلو وړ دی او په شخړه کی په ښکیلو افرادو او اشخاصو غږ کوو چی له هر څه لومړۍ باید په خپلو کی اوربند وکړی او دا مشکلات د خبرو او قومی مشرانو له خوا حل او فصل کړی.، همدا رنګه موږ له حکومتی چارواکو غواړو چی سیمی ته ورشی او د یاد شویو قومنو تر منځ سوله او جوړه ټینګه کړی.
لکه څنګه چی پورته ورته اشاره وشوه نه یوازی منګل او ځاځی بلکی د د پکتیا ټولو قومونو د تاریخ په اوږدو کی د ورورۍ په فضا او د یو بل په ګاونډ کی ژوند کړی دی، د یو او بل په غم او ښادۍ کی یی، د یو او بل سره کومک او مرسته کړی ، د یو او بل په ښادۍ خوشحالیږی او په غم یی خپه کیږی. دا قومونه له پیړيو راهیسی په ګډه او د وروڼو په شان سره اوسیدلی دی او په راتلونکی کی هم له یو او بل څخه خلاصون نه لری سره اوسی نو پکار ده چی د ورورۍ په فضا کی سره ژوند وکړی.
که موږ د پکتیا تیر تاریخ ته لږ په غور وګورو نو دا راته جوتیږی چی پدغه غرنۍ سیمه باندی هر حکومت چی په افغانستان کی راغلی او تیر شوی دی ډیر لږ تاسیریی د دغه سیمی پر اکثریت وګړیو لرلای دی، خو پکتیا چی د جرګو، مرکو او شملو په سیمه هم شهرت لری هر مشکل یی هر وخت د جرګو،خبرو او یو بل ته د غوږ نیولو له لاری حل او فصل کړی دی. همدا رنګه هغه طبعی قوانین چی د دی سیمی مشران یی وضع کوی او وضع کړی دی هغه تشه چی د حکومتونو د نفوذ د نه لرلو له امله راپیدا کیږی د همدغه طبعی قوانینو له لاری چی نرخونه ورته هم وایی ډکه کړی ده.
د مثال په ډول په پکتیا کی که یو څوک چی زورور وی د بل کمزوری کس سره زور او زیاتی نه شی کولای او که بیا هم داسی څوک پیدا شی چی زورور وی او کوم کمزوری د میراتی او یا د کوم بل هدف لپار مړ کړی نو دا زورور کس پسی ټول قوم راپورته کیږی کور یی سوځوی، شین فصل یی له منځه وړی، خیوانات یی وژنی لنډه دا چی ظالم ظلم ته نه پریږدی چی پر کوم مظلوم ظلم وکړی، د همدغه طبعی قوانینو پر بنسټ نه څوک د چا حق خوړلی شی او نه ورسره تیره کولای شی.
نو اوس چی د منګلو او ځاځیو تر منځ کومه شخړه د ځمکی او غرونو پر سر راولاړه شوی دی هیله لرو چی د دواړه خواوو قومی مشرانو له خوا لومړۍ جګړه ودرول شی او بیا همدغه مشران د خبرو له لاری دا راولاړی شوی ستونزه لپاره د حل لاره چاره ولټوی ، همدا رنګه د پکتیا نورو قومنو ته هم پکار ده چی د منګلو او ځاځیو په شخړه کی خپلی ایمانی دندی هیری نه کړی او دا دوه قومنه او ورته نوری شخړی د خبرو له لاری حل کړی.
همدا رنګه موږ له حکومت څخه غواړو چی کومه ستونزه د منګلو او ځاځیو تر منځ راپیدا شوی ده سیمی ته ورشی لومړۍ دواړه خواوی له څوکیو را ښکته کړی او اوربند وکړی او ورپسی د قانون په رڼا کی داسی اجرات وکړی چی کومه مثله چی له کالونو کالونه موجوده ده له بیخه همواره کړی.
د پکتیا ولسونه او په ځانګړی ډول په غرونو کی میشت وګړی له له تیرو او اوسنی دولت څخه سخته او پر ځای ګیله لری او ټول دا شکایت کوی چی نه خو تیرو او نه اوسنی حکومت د پکتیا غرنیو سیموته هیڅ ډول پاملرنه نده کړی ، نه ورته سړکونه جوړ شوی دی، نه ښونځۍ شته او نه روغتونونه او نه د کاروبار څرک لږیږی، ډیری ځوانان یی کور او کلی پریږدی او د یوی ډوډۍ لپاره په کالونو، کالون په بهر ملکنو کی د مسافرۍ شپی او ورځی تیروی. د دی ولسنو هیله له اوسنی حکومت دا ده چی دولت لکه څنګه چی نورو سیمو سره کومکونه کوی، سړکونه یی جوړیږی، ښوونځۍ ورته جوړیږی او یا رغتونونه ورته ابادیږی دوی ته هم ورته پاملرنه وکړی.
رښتیا هم چی کله په یوه سیمه کی ښوونځۍ نه وی او ټول وګړی یی بی لوسته او بیکاره وی نو بیا د سیمی مغرضو هیوادونولکه پاکستان او ایران ته په ډیره اسانی دا امکانات برابریږی چی له داسی کوچنیو شخړو لکه نن چی د ځاځیو او منګلو تر منځ راپورته شوی ده د خپلو هیوادونولپار د شومو اهدافو لپاره ناوړه ګټی اوچتی کړی او سیمه ناکراره کړی. نو هیله ده چی حکومتی چارواکی او د سیمی مشران پرینږدی چی د دوی سیمی د کوچنیو شخړو پر سر ناکراره شی نو د یادو دوو قمونو تر منځ ستونزه د د خبرو له لاری حل کړی او کومه ګنډه چی په لاس خلاصیږی خولی ته باید اړتیا پرینږدی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل ۲۰۰۳/۱۱/۲۶
وروستي