په لوګر کې د چرس کاروبار ولې ډير شوی؟

ډير خلک به دې پوښتنې ته متوجې نه وي خو ډير نور شونې ده يو ډول نه يو ډول فکر وکړي چې د لوګر په څير ولايت کې چې په تیرو پنځلسو کلونو کې نشه يي توکي پکې صفر وو دا ولې په يو وار د چرسو، پوډرو، تریاکو، فيسبوکي تبلیغاتو او افوهاتو بازار او کاروبار دومره وده کړې.
که مو رسنۍ تعقیب کړي وي دا په روان کال کې دريم څلورم ځل دی چې امنيتي ځواکونه له زر کيلو ګرامه پورته چرس په يوموټر کې نیسي.
يو شمېر خلک هسې هم د لوګر له جغرافيي سره سم نه دي بلد او خواران دې مظلوم ولايت ته د والي صیب محمد حلیم فدايي د فيسبوک پاڼې او د ولايت مخې ته د بې پيلټه موټرسايکل د مانورونو له هندارې ګوري خو په لوګر کې دومره ډيرې خبرې دي چې که په ټولو وغږيږو شونې ده ولسمشر په خپله هم له وارخطایی د بیړني حالت اعلان وکړي او د لوګر د ټولو ادارو رئيسان به په فيسبوکونو کې د تمساح اوښکې تويي کړي.
رابه شم  چرسو ته!
چرس د لوګر په ازره ولسوالۍ کې يوازې د منګلو په دره او د قاسم خيلو د غرنیو سلسلو په ځينو ناونو کې کرل کيدل ان تر دې چې زه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم په دې ولسوالۍ کې د چرسو د کرل کيدو عيني شاهد ووم خو وروسته تر دې چې يو لوري ته حالات خراب شول او بل لوري ته ازره پوره يوه لسیزه کلابنده شوه بیا د چرسو او نشو کيسې نه ترې را وتې.
خو اوس اوس چې يو لوري ته په لوګر کې ناامني ډيره شوې او بل لوري ته هرڅه په فيسبوک او ټولنیزو مانورونو پورې را محدود شوي دي يوازې په ازره نه بلکه د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په لس زره جريبه ځمکه کې هم کوچيانو داسې چرس او ترياک کرلي دي چې هيڅ حد يي نشته او که د لوګر والي صیب يو ځل تشريف ور وړی نه يوازې د چرس او بنګو نشه به يي خمار ور مات کړي بلکه دی او عدالت عبدالرحيمزی به په چرسی ماحول کې يو پنځوس ميتره پر بې پليټه موټرسايکل يو ښايسته چرسي مانور هم اجرا کړي.
بله مهمه خبره دا ده چې د پکتيا په ځينو سیمو کې هم وار د مخه نشه يي توکي کرل کیدل او د هغه ځای نشه يي توکي به د لوګر له لارې نورو ولايتونو اوان سرحداتو ته رسیدل خو اوس چې د ازرې او برګ او بیا تر روسي ميدان اوتيرې کنډو پورې د غرونو په منځ کې پرته لاره يو څه ناامنه ده او د لوګر د خروار ولسوالۍ هم پوره ۱۵ کاله د حکومت له ياده وتلې نو د پکتيا د مچلغو او څو نورو سیمو کرل شوي چرس او ترياک هم تر پروسس وروسته قاچاقبر د طالب ترهګرو پر مټ لوګر ته راوړي او بیا يي له غرنیو سیمو په استفادې د غزني زنه خان ته رسوي او له هغه ځايه ان هلمند او لويديځ افغانستان ته د نړۍ والې مافيا يوې برخې ته رسول کيږي.
رښتيا چې هغه د لوګر د چرسي ښوږنځيو او پوډري سوپر سيکل معاشونو خبره مې هیره نه شي او له والي صيب څخه داسې په تلو تلو کې مننې هم وکړو ځکه په خروار کې اوس د خلکو ظرفیت دومره لوړ شوی او خلک دومره ډير باسواده شوي دي چې د چرسو او ترياکو تر تللو وروسته هر سړی کولای شي د تول او ترازو حساب کتاب په خپله کتابچه کې وليکي.
بيکاري او ناامني په لوګر کې هغه ستونزه ده چې مشروع کښت او نورو برخو ته شته بازار په ټپه دریدلی دی، عايدات کم شوي او حکومت کرنیزې برخې او مالدارۍ ته هيڅ ډول پاملرنه نه ده کړې ځايي ادارې لکه د کرنې رياست او نورې اړوندې برخې ددې پر ځای چې د يو ولايت په کچه فکر وکړي د والي د ديکتاتورۍ له امله ان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس هم لس ليټره د اوبو ګيلنه په لاس د ميرابدال غره ته خيژي او هلته هغه ونې اوبو کوي کومې چې والي صیب د خپل واک او ديکتاتورشيپ د مانور په خاطر ايښي دي.
په لوګر کې والي او ځايي اداره د مديريت او سمون پر ځای ډير تمرکز پر خطبو، مستعارو فيسبوک اکونټونو، د ولايت مخې ته د ولايتي شورا له غړي عدالت عبدالرحيمزي سره پر بې پليټه موټرسايکل پر چکر کړی دی، والي صیب په فيسبوک کې دومره بوخت دی چې زوی يي د خپل پلار د ستاينې په پار د ( ولس او رهبر)(د محمد حليم فدايي پلويان) او.... پاڼې ورته چلوي خو دلته د ولس او رهبر نه بلکه د ولس او سکوټر فورموله ډيره ښه لګي او که څوک وخت ولري د ولس او سکوټر په نامو پاڼه جوړه کړي او بیا د فدايي هغه کليپ پکې شریک کړي چې دی او عدالت صاب په سکوټر سپاره دي او مسته سندره ورسره يو ځای شوې نو پوی به شی چې  د چرسو، باروتو، وحشت، تروریزم او ناامنۍ په اور کې لولپه لوګر کوم لوري ته روان دی.
چرسي سړی نه سړی.