
د لوګر ولایت واغجان بازار د جهاد پر مهال، هغه وخت، چې مرکز پل علم او کابل ته مجاهدین او عام خلک په اسانۍ سره نه شوای تلېراتللای، د خلکو او مجاهدینو د اړتیا وړ توکو د اخیستو ښه ګرم بازار و. هر جهادي مشر او قوماندان یې په اړه پوره مالومات لري او ډېرو په کې ورځې شپې تېرې کړي. هلته له همغه وخته ځینې هوټلونه او مېلمستونونه جوړ شوي، چې د لرې سیمو تلونکو او راتلونکو مجاهدینو لپاره یې اسانتیاوې برابرولې.
په واغجان کې یوه هوټلي، چې د جهاد له وخته هلته کار کوي یوه ورځ چاته په هیجاني حالت کې کیسه کړې. وايي، چې د ۱۳۸۲کال په پسرلي کې یې د شپې د مېلمنو له خلاصېدو وروسته هوټل کې شپه شوې او دروازې یې ځان پسې کلکې کړې دي. هغه مهال په لوګر کې هره شپه پر مختلفو ځایونو د بهرنیو ځواکونو چاپې او تلاشیانې لوېدلې.
شپې ناوخته نا اشنا اوازونو د هوټلي پام ځان ته اړولی او دروازه ټکېدلې ده. هوټلي په دې ویره کې، چې ګنې چاپه نه وي لوېدلي، په احتیاط د دروازې پر لور ورځي، چې یو ډله وسله وال ګوري. د دروازې له خلاصېدو سره وسله والو له هوټلي د ډوډۍ غوښتنه کړې، ده ورته ویلي، چې مېلمانه خلاص او ډوډۍ هم ورسره خلاصه ده او د اوس لپاره هېڅ هم نشته. دی وايي، چې د وسله والو له شا یوه چا غږ وکړ، چې که حکمتیار هم راشي ډوډۍ نشته؟
هوټلي کيسه کوي، چې په دې حال کې د اسلامي حزب مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د وسله والو له شا را روان و او ویل یې، چې که د لږ دمې ځای او ډوډۍ ورکړي. هوټلي، چې له پخوا یې له دې جهادي مشر سره ډېره مینه وه، ورته کوي، چې هرڅه مې دې ستا وي، تاته به هرڅه تیار کړم. وايي، چې په هوټل کې یې موجود خوراکي توکي پر دې فراري رهبر خوړلي او تر څه ځنډ وروسته یې ډله له حکمتیار سره له هوټله وتلې ده. هوټلي وايي، چې تر وتلو وروسته حکمتیار د خوړلې ډوډۍ پیسې راکړې او پر نا مالوم لوري روان شو.
یاد هوټلي له دې امله، چې هغه مهال بهرنیو ځواکونو د هر مخالف مشر پر پله پسې سلګونه نیول او وژل دا کیسه چاته نه کوله، خو خپل احساسات یې هم کنټرول نشوای کړلای، کیسه یې له یوه ملګري بل او له بله بل ته ورسېده او اوس یې په سیمه کې ډېر خلک په اړه مالومات لري.
په دې ورځو کې کابل ته د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د راتلو ګرمې اوازې دي. که راتلل یې ريښتیا شي، له تېرو څلوېښتو کلونو له مرکزه ددې فراري مشر څومره نورې پټې او په زړه پورې کیسې به د خلکو تر غوږونو ورسېږي.
په هیواد کې د بشپړې ورورۍ او سولې په هیله.