د خوست ولایت د منګلو او مقبلو ترمنځ د ځمکې په سر لس کلنې جګړې تر بل هر وخت لا زور اخیستی او دواړو غاړو ته پکې مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، دغه جګړه چې د بازي په نوم د یوه غره په سر پوره لس کاله پخوا رامنځته شوه لا هم مقبل او منګل د یوه بل وژلو ته په مورچو کې ناست دي .
د بازي په نوم یاده شوې غرنۍ ځمکه منګل او مقبل د دواړه قومونه د ځان حق بولي او دې ځمکې ته قدم وهل یوه بل ته د مرګ سبب کیږي.
خوست ولایتي ادارې څو ځله ددغې جګړې د ودرلو هڅه کړې خو په درولو کې یې پاتې راغلي دي.
د خوست یو شمیر خلک ددې جګړې پراخیدو کې خوست چارواکي پړه بولي او وایي چې دا د خوست ولایتي ادارې ضماوري ده ترڅو دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
د مقبلو او منګلو قومونو له لوري د لویو وسلو استعمال سیمه کې تر دې دمه زیات مرګ ژوبله اړولې کورونه ویجاړ شوي او حاصل ورکوونکې ځمکې هم تباه شوي دي.
ویل کیږي چې مشران په روانه جګړه کې خپلې ګټې لټوي او ځوانان یې قرباني کیږي او د مرګ تر بریده رسیږي.
د منګلو له ډکې سیمې یو ځوان وویل چې له دې سیمې ډیری کورونه د جګړې د دوام له وجې نورو سیمو ته خوځیدلي او سیمي ته د مقبلو له لوري د درنو وسلو د ویشتو ویره موجوده ده .
بل خوا د خوست ښار سره نږدې په ځینو ځایونو کې شپې پاڼې خپرې شوي او د مقبلو له لوري غیر قومونو ته خبر داری ورکړل شوی چې د منګلو سره د محفلونو مجسدونو او دوکانونو کې له ناستې ډډه وکړي ، شپه پاڼه کاږي چې له دې وروسته به دوی د منګلو په دوکانونو، لوبو میدانونو، او مسجدونو خونړي بریدونه وکړي چې روسته به یې ضماواري ددوی په غاړه نه وي.
د ځینو خلکو په باور یادې شپې پاڼې شاید د مقبلو استازي توب هم ونشي کړلی او امکان لري ځینې خودغرضه کړۍ ددې دواړو قومونو له جنګ ګټه پورته کړي .
خو د مقبلو له لوري د ورته پاڼو د ویشنې په تړاو رسمي څرګندونې ندي شوي.
محمد مبین
وروستي