خوست: له غیر دولتي موټرو د ښار په بیلابیلو برخو کې تورې ښېښي سپینې شوې

د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ډير جنایتونه د بې نمبر پلیټه موټرو تر څنګ د تورو شیشو درلودونکي موټرو کې سپاره کسان هم تر سره کولی شي،  هیواد کې اقتصادي مشکلاتو په وجه ځینو ښارونو کې بې نمبر پلیټه موټرو ګرځیدو باندې خاص بندیز نشته ، خو ځينې اشخاص دغو موټرو ته تورې شیشي لګوي چې ډيریو ځایونو کې یې د دوست او دوښمن پته نه لګي.
خوست کې ځینې وختونه د ځینو امینتي کمربندونو مسولین د ښار واټونو ته را وځي او په ښارکې د ننه له دغو موټرو تورې ښېښې پاکوي.
نن د قطع خاص په نوم راوتي ګروپ هم د خوست په بیلابیلو برخو کې له د تورو ښیښو درلودونکي موټران ودرول او تورې ښیښې یې ور سپینې کړې.
خوست بې سرحده ډاکټرانو تر څنګ چرته چې قطع خاص ګروپ ځانګړي کسان تر یوه وخته ودریدل او د موټرو د تورو ښیښو په سپینولو یې پیل وکړ یوه عیني شهاد زین اله زیور وویل :
(تر یوه نیم ساعت دغه کسان څارم ګورم چې هر یو کس ښېښې تورې وي ترې پاکوي یې خو ځینې کسان چې شخصي موټر لري له تورو شیشو سره سره یې هم له درولو وروسته پریږدي) دای وایې ځینو کسانو د تورو شیشو اسناد جوړ کړي ، په ډيرو موټرو غرض نشی لګولی نوموړي د یوه پیغام په ډول زیاته کړه : دولتي لوی چارواکي دې دغو کسانو ته د تورو شیشو اسناد نه ورکوي . ځکه دلته کمپیوټرایز سیستم وجود نه لري او ډيری خلک کولی شي جعلي اسناد هم جوړ کړي .
دې یادونې وړ ده چې څو څو ځله ورته د توروشیشو د پاکولو کمپاینونه پیل شوي خو له ودریدو وروسته بیا په ښار کې د تورو شیشو موټر تر سترګو شي.
زمونږ په باور دې تورو شیشو له پاکیدو سره که ځینې جریمې هم پلي شي په ښار کې د تورو شیشتو درلودونکو موټر فیصدي را ټیټیولی شي.