انوایس یا د اخستل شوی مال سند یا بیل

انوایس چی ځینی وخت د پلورو انوایس په نوم هم یادیږی چی هغه سند دی چی د محصولاتو یا خدماتو د وړاندی کولو وروسته د پلورونکی له خوا اخستونکی ته ورکول کیږی یا په بل عبارت انوایس د توکو یا خدماتو پیرودونکو او پلورونکو ترمنځ هوکړه لیک لیکلی تصدیق دی
انوایس د سوداګری یوه مهمه عضوه ده چی د محاسبی د ثبت د ساتلو لپاره پکاریږی ځکه پدی کی ټول د خریداری معملات ثبت وی، د انوایس لپاره تجارتی محاسبوی سافټ ویر یا مخکی پرنټ شوی انوایس چی د کمپنی ټول مشخصات یعنی د کمپنی مکمل نول ،د انوایس مسلسل نمبر، د پرچیس اردر نمبر که د پیرودونکی لخوا ورکړل شوی وی، د کمپنی ادرس، د تلفون شمیری، ایمیل ادرس او انټرنیټی صفحه باید ولری
ځینی وختونه انوایس د پرچیس اردر (PO) سره غلطیږی ځکه ا خستلو غوښتنلیک یا (پرچیس اردر) د معملی یا راکړی ورکړی مخکی جوړیری خو انوایس بیا وروسته د د راکړی ورکړی پیرودونکی ته جوړیږی پرچیس اردر د پیرودونکی لخوا او انوایس د پلورونکی لخوا جوړیږی.
د انوایس مشخصات
۱: تاریخ (DATE) د انوایس د جوړیدو ورځ چی اخستونکی ته ورکول کیږی که د پیسو لپاره محدود وخت ټاکل شوی وی باید ذکر شی.
۲: نوم او ادرس  د اخستونکی یا توزیع کوونکی نوم که چیری انوایس په محاسبوی سافټ ویر کی جوړیږی نو باید د اخستونکی ایمیل ادرس اضافه کړل شی خو بهتره ده چی ادرس هم ورسره اضافه کړل شی ،کیدای شی چی کوم سند یا خط په فزیکی ډول ورواستول شی نو ادرس ته ضرورت پیدا کیږی.
۳: د قرارداد کوونکی نوم که انفرادی یا تجارتی کاروبار وی ولیکل شی ځکه چی د پیرودونکی په روابط باندی مثبت اثر لری.
۴: د اخستل شوی جنس یا خدماتو تفصیل: د قیمتونو او مقدارونو په شمول باید د سټنډرډ اجناسو موجوده لیست ځانګړی او په تفصیل د امکان سره سم ولیکل شی د اجناسو د ګډوډ لیکلو څخه مخنیوی وشی ( زه نه پوهیږم) ستونزه تری لری کړل شی.
۵: د تادیاتو شرایط ( PAYMENT OF TERM )  که اخستونکی د پیسو مقدار پوره او په ټاکلی وخت ادا کوی که په قسطونو یا په وخت او زمان د مثال په ډول خرڅوونکی باید واضح کړی چی په ۳۰ ورځو کی ټولی پیسی باید ادا شی.
۶: د پیسو د ادا کولو څرنګوالی ( THROUGH NTPAYME) باید پیرودونکی ته د پیسو د لیږد چاره اسانه وی او تری وپوښتل شی چی په کومه طریقه پیسی ادا کولای شی که د بانک په ذریه اوسی نو باید لاندی معلومات د پلورونکی لخوا په انوایس کی اضافه کړل شی په کوم بانک کی چی پلورونکی بانکی حساب لری.
      ۱: د پلورونکی بانکی حساب نوم
      ۲: د  بانک نوم
      ۳: د بانک ادرس
      ۴: د حساب نمبر ( د خارجی معملاتو لپاره IBAN  استعمالیږی)
      ۵: سویفټ کوډ  ( د خارجی معملات د سویفټ نړیواله شبکه په ذریه اجرا کیږی چی د دریم ګړی بانک په            ذریه انتقال د یو بانک څخه بل بانک ته انتقال صورت نیسی البته د دپلورونکی که هر هیواد کی وی)
      ۶: دریم ګړی بانک نوم او سویفټ کوډ یا  BANK CORRESPONDENT



۷: د پلورونکی او پیرودونکی لخوا تایدول د ټولو مشخصاتو چی په انوایس کی ذکر وی امضا او مهر کول




لیکونکی: اجمل عزیز