
سوسيالستي اقتصادي سيستم داسي سيستم دي چي په هغي کي په طبعي منابعو اووسايلو اوهمدارنګه په انساني وسايلو باندي چي داشياو اواجناسو دتوليد لپاره په کاروړل کيږي دولت دملکيت حق لري
اوټول اقتصـــــادي ،سياسي اواجتماعي فعـــــــاليتونه دمرکزي پلان په اساس سرته رسيږي
ترڅو زياتيدونکي ملي عايدپه مساويانه توګه تقسيم کړي مګرپدي لړکي داشخاصو په اقتصادي فعاليت يادشخص په کسب اوکار باندي ازادي اودهغوي دمصرف په صورت کي دهغوي خوښه اوانتخاب په هيڅ ډول په نطرکي نه نيول کيږي[1]
ولي پدي وروستيو کي ډيره کمه ازادي اشخاصو ته ورکړىشوى ده لکه دکور، چرګانو ساتنه اوداسي نور
دسوسيالستي اقتصادي نظام مهم خصوصيات
دسوسيالستي اقتصادي نظام خصوصيات په لاندي ډول دي
١ :دفردي ملکيت کا مله الغاء اودولت ته دټولو وسايلو سپارل
٢ :په افرادو دملي عايد ويش پداسي شان چي له ټولنيز عدالت سره برابراوپرهغي انډول وي چي هريو فرد په توليدي عمليه کي ونډه اخستي و ي
٣ :پدي سيستم کي هدف ګټه نه بلکه ټولنيز ضرورتونه پوره کول دي
٤ : ملي اقتصاد ته په پلانيزه توګه پرمختيا ورکول
٥ :شخصي ازادي له مينځه وړل
٦ :دډيرو ټولنيزو اړيکو کامله الغا لکه ميراث، هبه اوداسي نور
٧: دعايد جديد تقسېم:
پدي سيستم کي وارثانو ته په لاس راغلي شتمني اولوړعايد په نوي شکل سره تقسېميږي اودزياتيدو په صورت کي په زيات عايدباندي په نوي طرز ټکسونه وضع کيږي چي ددي ټکسونو څخه حاصل شوي عايد په ټيټي طبقي دهغوي دفلاح لپاره په لګښت رسيږي
٨ :په سوسيالستي اقتصادي سيستم کي هر چاته دپرمختګ اوانکشاف مساوي مواقع په لاس ورځي پدي معني چي هرځوان ته دخپل ذهني استعداد اوشوق مطابق پخپله خوښه دتعليم اوتربيي ټول امکانات برابريږي ترڅو هغوى په خپلواستعدادونو څخه په مکمل ډول استفاده وکړي اودژوندپه ډګړکې روښانه مستقبل ولري
دسوسيالستي اقتصادي سيستم ښيګڼي:
سوسيالستي نظام ځيني ښيګني لري چي په لاندي ډول دي
(١) دمنابعوبهترتخصيص اوتعين :
په سوسيالستي نظام کي اقتصادي منابع په باکفايته توګه دزياتوګټواوکارونولپاره په کاروړل کيږي په سرمايه داري نظام کي دمارکيټ انحصاري اونهايي غيرعادلانه عوايدوپه وجه دتوليددعواملوتقسيم په مختلفواهدافوباندي باکفايته نه وي مګرپه سوسياليزم کي چي توليدات ددولت دپلان په اساس صورت نيسي مثلادټولني ضرورت څه شي دى؟ اوڅومره دى؟ چىپدي توګه په کاراچول کيږي چي دهغي په وسيله دټولنيزژوندسطه لوړه شي
دا منابع او وسايل دداسي اجناسو دتوليدلپاره تخصيص کيږي چي په هغي سره دټولني اکثروافرادو ته ګټه ورسيږي
(٢) دتوليدپه استعدادکي اضافه والى :
په سوسيالستي اقتصادي نظام کي ملي توليدات په ښه ډول زياتوالى مومي چي دلايل يي په لاندي ډول دي
(الف): سرمايه داري نظام دحرکت لرونکى ګټي په محور ګرځي چي پدي خا طرهرشخص خپله ګټه لاسته راوړي تخنيک اوتحقيقاتي معلومات په راز کي ساتي ترڅودمقابل لوري څخه زياته ګټه ترلاسه کړي مګر په سوسيالستي اقتصادي سيستم کي په نوي اختراع شوي ميتودونواوساينسي تحقيق ترسره کيږي ترڅودټولني خدمت وکړي چي پدي ډول په مجموعي توګه دهيوادپه صنعتي توليداتو کي زياتوالى رامينځته کيږي
(ب):په سرمايه داري نظام کي چي کوم انحصارات رامينځته کيږي هغوى دخپل توليد مقدارکم ساتي ترڅوقيمتونه لوړ شي اوزياته ګټه لاسته راوړي مګرپه سوسياليزم کي دتوليداتو په مقدارکي په هيڅ صورت کموالى نه رامينځته کيږي ځکه هلته توليد دګټي دلاسته راوړلولپاره نه وي مګردټولنيزوضرورتونو د پوره کولو لپاره او د توليداتو د زياتوالي لپاره هر ممکن کوښښ کيږي .
(ج): په سرمايه داري نظام کي مختلف توليدونکي د خپلو توليداتو د زياتوالي لپاره يو د بل سره دمقابلي په خاطر په اعلاناتو او اشتهاراتو باندي پيسي لګوي .
چي په حقيقت کي د ټولني دملي شتمني او پانګي د ضايع کيدو سبب ګرځي مګر په سوسياليزم کي چي دتوليداتو پروسه د حکومت په نوم وي پدي خاطر په اعلاناتو باندي بيځايه پيسي نه مصرفيږي .
همدارنګه په سر مايه داري نظام کي دتوليد د استعداد څخه پوره پوره استفاده صورت نه نيسي اود توليـــــــــــــد يوه برخه ئي بيځايه پريږدي مګر په سوسيالستي اقتصادي نظام کي د ټولو توليدي وسايلو څخه په پوره توګه استفاده صورت نيسي
(٣): چټک اقتصادي پرمختګ :
په سوسيالستي اقتصادي نظام کي د اقتصادي پرمختګ رفتار ډير ګړندى (تيز) وي ځکه چي د حکومت لخوا د مؤثري پلان جوړوني په نتيجه کي دتوليد ټول عوامل په بهترين او نتيجه خيزي طريقي سره پکار وړل کيږي اوهغه په هيڅ صورت کي بيځايه نه پريږدي چي د هغي په نتيجه کي دسړي سر حقيقي عايد په تيزى سره لوړيږي روس او چين هيوادونو ته اشاره وکړه
د سوسيالستي او ا قتصادي نظام نيمګړتياوي .
په سوسيالستي اقتصادي سيستم کي ډير ي زياتي نيمګړتياوي موجود دي چي مونږ يي ځيني په لاندي ډول بيانوو .
(١) داقتصادي ازادۍ له مينځه وړل:
په سوسيالستي اقتصادي نظام کى فردى ملکيت او فردى اقتصادى فعاليت پائى ته رسيږي او هر شخص د يو اجتماعى نظام د يو پرزى شکل غوره کوى دغه سيستم د خلکو شخصى وخت او خود مختارى باندى غټ ګذار ګڼل کيږي چې پدي توګه د انسان ذاتى شخصيت ختميږي او د انسان د خپلى خو ښى او استعداد مطابق نه کسب انتخابولى شى او نه د خپل قوت او توانائى څخه د زړه له اخلاصه استفاده کوى
(٢)د مستهلکينود فردى ازادى له منځه وړل :
پدي سيستم کى دمستهلکينو ازادى پاى ته رسيږي ځکه چې پدي سيستم کى بى کفايته اجناس توليديږي او د اجناسو معيار ختميږى او په نتيجه کى مستهلکين په پراخه پيمانه دخپل انتخاب شوي جنس څخه محروميږي
(٣) د جذبى او مقابلى ختمول:
پدي نظام کى په کلي توګه په خپله خوښه د کار کولو ازادى پاى ته رسيږى او انسان ته د زيات کار کولو او نورو څخه په اقتصادى چارو کى د مخکي کيدو جذبه وروسته پاتى کيږي ځکه يواځى ګټه انسان تشويقوى چې هغه خپل ذهنى استعداد او جسمانى قوت په کار واچوى او دډير کوښښ په نتيجه کى ډيره ګټه لاسته راوړى.
(٤):ټول اقتصادي کوښوښونه او فعاليتونه چي دصنعتي انکشاف په خاطر تر سره کيږي جرائت ،زړورتيا ،پراخه تجربه ،دتاوان خطر پخپل سر اخستل ،لازمه اداره او معقول پلا ن جوړوني ته ضرورت لري چي د هغي په واسطه توليدي اوتجارتي فعاليت ښه وده کوي او په نتيجه کي زياته ګټه لاس ته راځي .
ددي برعکس د سوسيالستي اقتصادي سيستم مؤلدين ،کارفريان اوتجارتي اشخاص چي هغوي د اقتصادي فعاليت په مقابل کي معاش اخلي په هغي کي داپورتنۍ ځانګرتيــــــاوي مو جودي نه وي ځکه چي د هغوي هدف خپل معاش لاس ته راوړل وي پدي توګه هغوي نيغ په نيغه او خواخوږي سره توليدي او تجارتي فعاليتونه په صحيح توګه سرته نشي رسولي .
(٥)- سوسيالستي اقتصادي نظام فردي ملکيت په رسميت نه پيژني خو په استثنائي توګه پدي وروستيو کي ئي افرادو ته د کښت او کر کيلي ځيني الاتو د ترکارۍ د ځمکي او ډيرو لږو چرګانو د ساتلو اجاره ور کړي ده
(٦)- سوسيالستان داوسپنيزخونړي ځواک څخه پرته حکومت نشي کولاي نو اقتصادي پرمختګ به پدي نظام کي څرنګه رامينځته شي .
(٧)- سوسيالستي اقتصادي سيستم به واقعي توګه ونه توانيد چي خپلو اهدافو ته ورسيږ ي هلته چي شعار ئي پورته کړ هرڅوک بايد د خپل وس په اندازه کار وکړي او د خپل ضرورت په اندازه مزد واخلي .
په سوسياليزم کي سړي پدي پوهيږي چي دده دکار محصول دده ندي او ده ته نه ورکول کيږي ، دغه نظام په حقيقت کي دټولني په افرادو کي ظلم رامينځته کوي او په عمل او فکر دواړو کي ازادي له مينځه وړي .
(٨)- په سوسيالستي اقتصادي سيستم کي په اقتصادي چارو کي ډير ټولنيز مفاسد څرګنديږي ،لکه رشوت ،خيانت اوداسي نور .
ځکه چي دغه نظام نه دين پيژني او نه اخلاق نه داخرت سوال او ځواب