
زوی له پلار نه پوښتنه وکړه:
د عشق او واده ترمنځ توپیر څه دی؟!
پلار یې هېڅ ونه ویل لکه د زوی خبره یې چې هېڅ اورېدلې نه وي، بله ورځ یې پلار له یو کتاب سره کور ته دننه شو، زوی ته یې کتاب ونیو، ورته یې وویل:
- واخله زویه دا ستا لپاره دی!
- مننه پلاره ښکلی کتاب دی، دا به چیرته سم ځای کېږدم چې فرصت مې پیدا کولو لولم به یې.
- زویه ورځپاڼه د بل چا ده، یوازې د څو دقیقو لپاره یې درکولی شم؟!
زویه عشق یعنې په یو ځل ټوله مینه او محبت هغه چا ته ورکول چې هغه ستا نه وي او واده هغه ارزښت لرونکی خپل کتاب دې دی چې تا پدې پلمه چې فرصت پیدا کړې بیا به یې ولولې، یوې ګوښې ته اېښی دی.