بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وکفی والصلاة والسلام علی محمد المصطفی اما بعد، فقد قال الله تعالی: وَالْفَجْرِ/ وَلَيَالٍ عَشْرٍ/ وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ (الفجر سورت).
د ذو الحجې دلسو ورځو فضلیت له قران کریم څخه.
د سنبلې لومړۍ نېټه د ذو الحجې د میاشتې لومړۍ نېټه ده او د ذو الحجې له لسو ورځو سره ځينې احکام تړلي دي، هيله ده چې د مسلمانانو وروڼو او خویندو د پام او عمل وړ وګرځي.
د ذو الحجې لس ورځې د اهمیت او فضلیت وړ ورځې دي، الله جل جلاله پرې قسم کړی دی او الله جل جلاله چې په څه لوړه کوي، د هغه اهمیت او فضلیت باندې دلالت کوي، الله جل جلاله وايي: وَالْفَجْرِ / وَلَيَالٍ عَشْرٍ/ وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ / (الفجر سورت)، ژباړه: په سهار قسم! (۱) او په لسو شپو! (۲) او په جوړه (جفت) او يوستوي (طاق)! (۳)
۱: الْفَجْرِ، د علي، زبیر او یو قول د ابن عباس رضی الله عنهم دی چې له سهار څخه مطلق سهار مراد دی ځکه چې سهار کیږي او صبح صادق راخيژي، په دنیا کې انقلاب راځي او هر څه چې د شپې په تیارو کې پټ وي، څرګنديږي چې دا د الله جل جلاله په قدرت او عظمت دلالت کوي؛ نو ځکه الله جل جلاله پرې لوړه وکړه.
د ابن عباس رضی الله عنه بل قول دی چې له سهار څخه د محرم د میاشتې لومړی سهار مراد دی چې د قمري کال لومړۍ ورځ ده، همدا د قتادة رحمه الله قول دی.
عکرمة او مجاهد رحمهما الله وايي چې له سهار څخه د یوم النحر (لوی اختر د لومړۍ ورځې) سهار مراد دی ځکه چې دغه ورځ ګڼ شمېر ځانګړنې لري، شپه يې د ورځې تابع ده او په همدې ورځ ګڼ شمېر عبادات ترسره کيږي، دا د ابن عباس رضی الله عنهما دریم قول دی.
۲: وَلَيَالٍ عَشْرٍ، څخه د ذو الحجې د میاشتې لس شپې دي، چې د دغو ورځو او شپو فضلیت په صحیح احادیثو کې راغلی دی، همدا د ابن عباس، قتادة، مجاهد، سدي، ضحاک، کلبي او نورو ګڼ شمېر مفسرینو قول دی.
۳: وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ، جفت د ذو الحجې لسمه ورځ (د لوی اختر لومړۍ ورځ) ده او طاق د ذو الحجې نهمه (د عرفې ورځ) ده، چې د جابر رضی الله عنه په مرفوع حدیث کې راغلي دي.
خلاصه دا چې په دغو درې واړو آیتونو کې د ذو الحجې میاشتې لس ورځې بیان شوي دي.
د ذو الحجې د لسو ورځو فضلیت له احادیثو څخه
۱: په صحیح حدیث کې دي: مَا مِنْ أَيَّامٍ العَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنْ هَذِهِ الأَيَّامِ العَشْرِ، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَلاَ الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: وَلاَ الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ، إِلاَّ رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْءٍ.
ژباړه: (د ذو الحجې) له دغو لسو ورځو پرته نورې ورځې نشته چې ښه عمل پکې الله جل جلاله ته زیات خوښ وي، هغوی (صحابه وو) وویل: ای د الله رسوله! د الله په لاره کې جهاد هم نه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه، د الله په لاره کې جهاد هم نه دی خو دا چې یو تن له ځان او شتمنۍ سره (د الله په لاره کې) ووځي او بیا له هیڅه سره راستون نشي.
2: بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: "مَا مِنْ أَيَّامِ الدُّنْيَا أَيَّامٌ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ سُبْحَانَهُ أَنْ يُتَعَبَّدَ لَهُ فِيهَا، مِنْ أَيَّامِ الْعَشْرِ، وَإِنَّ صِيَامَ يَوْمٍ فِيهَا لَيَعْدِلُ صِيَامَ سَنَةٍ، وَلَيْلَةٍ فِيهَا بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ".
ژباړه: (د ذو الحجې) له لسو ورځو پرته د دنیا هیڅ ورځې داسې نه دي چې الله جل جلاله زیات خوښوي چې عبادت يې پکې وشي او په رښتیا په دغو ورځو کې یوه روژه د کال له روژو سره برابره ده او یوه شپه يې د قدر د شپې سره برابره ده.
له دې حدیث څخه څرګنديږي چې له نهو ورځو څخه د هرې یوې ورځې روژه د یوه کال روژې هومره ثواب لري او د لسو شپو هره شپه د لیلة القدر له شپې سره برابره ده، که څه هم د قدر په شپه کې اختلاف دی چې په ټول کال کې ده، که د روژې په میاشت کې، په اخري عشره کې، د اخري عشرې په طاق شپو کې او بیا له طاق شپو کې په کومه شپه د قدر شپه ده، دا څرګنده نه ده خو دغه لس شپې هره یوه يې په کره توګه ثابته ده چې د قدر له شپې سره برابره ده.
وروستي