په دغو لسو ورځو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د شپږو اعمالو د ترسره کولو لارښوونه کړې ده:
۱: زیات تسبیح (سبحان الله)، تحمید (الحمد لله) او تهلیل ( لا اله الا الله) ویل:
په اړه يې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: ما منْ أيامٍ أعظمُ عند الله، ولا أحب إليه من العمل فيهنَّ، من هذه الأيام العَشْر، فأكْثِروا فيهنَّ من التهليل والتكبير والتحميد".
ژباړه: له دغو لس ورځو پرته هیڅ ورځې د الله جل جلاله په نزد سترې نه دي او نه يې پکې (ښه) عمل زیات خوښ دی؛ نو په دغو لس ورځو کې زیات تهلیل، تکبیر او تحمید وايئ.
په حدیث کې د دریو اذکارو یادونه شوې ده، غوره ده چې همدغه اذکار زیات وویل شي خو له دې پرته د قران کریم تلاوت کول، نور اذکار او دعاوې ویل هم له پامه مه غورځوئ.
په دغو لسو ورځو کې یاد اذکار خپل عادت وګرځوئ، په ناسته، ولاړه، روانه، کور او د کار ځای کې يې لولئ.
۲: د نهو ورځو او په ځانګړې توګه د عرفې د ورځې روژه :
د لومړیو اتوو ورځو د روژې ثواب خو په مخکې حدیث کې بیان شو او د عرفې د ورځې د روژې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ وَالسَّنَةَ الَّتِي بَعْدَهُ.
ژباړه: د عرفې د ورځې د روژې په اړه له الله جل جلاله څخه هیله لرم چې د تېر او راتلونکي کال ګناهونو لپاره به کفاره وګرځي.
د عامو خلکو لپاره د عرفې د ورځې روژه نیول مستحب دي، دغه راز هغه حاجیان چې روژه نیولی شي، روژه نیول ورته مستحب دي خو هغه حاجیان چې د روژې نیولو وس ونه لري او د روژې نیولو له امله کمزوري کیږي؛ نو روژه نیول ورته مکروه دي.( )
۳: د تشریق تکبیرات لوستل:
د تشریق تکبیر دی: اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَاَللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ.
تکبیر تشریق د عرفې د ورځې له سهار لمانځه څخه وروسته پيل کيږي او د ذو الحجې د دیارلسمې (د اختر د څلورمې ورځې) د مازدیګر تر لمانځه پورې ويل کيږي چې نژدې ټول (۲۳) لمونځونه کيږي.
پر هر مسلمان نارینه او ښځينه، مسافر او مقیم، ښاري او اطرافي باندې د لمانځه وروسته یو ځل دغه تکبیر ویل واجب دي، په جمعې سره لمونځ کوي او که په یوازې توګه، البته نارینه به يې په لوړ غږ او ښځه به يې په ټيټ غږ وايي.
۴: قرباني کول:
هر هغه تن چې د نصاب څښتن وي، قرباني پرې واجب ده.
نصاب څومره دی؟
د سروزرو نصاب اوه نیمي تولې چې ۸۷،۴۷۹ ګرامه کیږي،سپین زر دوه پنځوس نیمې تولې چې ۶۱۲،۳۵ ګرامه کیږي،سوداګریز مال، نغدې پیسې او له اړتيا زیات توکي چې د دغو پنځوو شیانو او یا د ځینو ټولګه د سرو یا سپینو زرو د یاد شوې وزن قیمت ته ورسیږي،داسې سړی د نصاب څښتن بلل کیږي.
د قرباني په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
1: عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ، قَالَ: قَالَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا هَذِهِ الْأَضَاحِيُّ؟ قَالَ: "سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ" قَالُوا: فَمَا لَنَا فِيهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: "بِكُلِّ شَعَرَةٍ حَسَنَةٌ" قَالُوا: فَالصُّوفُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: "بِكُلِّ شَعَرَةٍ مِنْ الصُّوفِ حَسَنَةٌ"
ژباړه: له زید بن ارقم رضی الله عنه څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو وویل: ای د الله رسوله! دا قرباني څه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ستاسې د پلار ابراهیم سنت ده، ويې ويل: موږ لره پکې څه دي، ای د الله رسوله! ویې ویل: په هر وېښته یوه نيکي، صحابه وو وویل: وړۍ به څه کيږي، ای د الله رسوله! ويې ويل: د وړۍ پر هر تار تاسې لره نيکي ده.
2: مَا عَمِلَ ابْنُ آدَمَ يَوْمَ النَّحْرِ عَمَلًا أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، مِنْ هِرَاقَةِ دَمٍ، وَإِنَّهُ لَيَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ، بِقُرُونِهَا، وَأَظْلَافِهَا، وَأَشْعَارِهَا، وَإِنَّ الدَّمَ، لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ، فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا»
ژباړه: د یوم النحر (لوی اختر) په ورځ بنیادم له وينې تويونې (قرباني) څخه پرته هیڅ بل عمل نه دی کړی چې الله جل جلاله ته خوښ وي، او بېشکه هغه څاروی به د قیامت په ورځ له ښکرونو، نوکانو او وېښتانو سره راځي، او په رښتیا (د څاروي) وینه د الله جل جلاله په وړاندې (د قبولیت) په ځای کې لويږي مخکې له دې چې پر ځمکه ولويږي؛ نو زړونه مو باید په قرباني خوښ وي.
۵: سنت نه اخيستل:
هغه تن چې د قرباني نيت لري، ورلره غوره ده چې د ذو الحجې میاشتې په راتلو سره خپل سنت نوکان، اضافه وېښته وا نه خلي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ وَأَرَادَ أَحَدُكُمْ أَنْ يُضَحِّيَ، فَلَا يَمَسَّ مِنْ شَعَرِهِ وَلَا بَشَرِهِ شَيْئًا"
ژپاړه: کله چې (د ذو الحجې) لس ورځې را ننوځي او له تاسې یوتن قرباني کول وغواړي؛ نو د سر او بدن وېښتان دې نه اخلي.
۶: حج کول:
د لسو ورځو شپږم عمل حج کول دي، چې د حج نژدې ټول ارکان په همدې لسو ورځو کې ترسره کيږي، په نهمه عرفه د حج رکن اعظم (په عرفات کې درېدل) او بیا مزدلفه ته راتګ، بیا د یوم النحر په ورځ له مزدلفې څخه جمراتو ته راتګ، جمرات ويشتل، قرباني کول، سر خرېیل او طواف زیارت کول په همدې ورځ ترسره کيږي.
څرنګه چې حج له موږ سره تړاو نلري او زموږ هېوادوال حج ته تللي دي یوازې په دې دعا به بسنه وکړو چې الله جل جلاله دې د ټولو حاجیانو، حج، عبادات، طاعات، طوافونه، عمرې او دعاوې په خپل دربار کې قبول کړي.
وما توفیقي الا بالله علیه توکلت والیه انیب
مفتي عبد الحق حقاني
وروستي