خم آب ولسوالۍ سقوط په اړه ضد او نقیض څرګندونې

د جوزجان ولایت د ولایتي شورا غړي وايي چې د دوشنبي په ورځ د دغه ولایت د خم اباد ولسوالۍ مرکز سقوط کړي ، خو ځاي چارواکي بیا وايي یواځې په دغه ولسوالۍ کې څو امنیتي پوستو سقوط کړي .
د جوزجان د ولایتي شورا رييس مولوی عبدالحی حیات او غړي يي وايي طالبانو د افغان ځواکونو له غبرګون پرته دغه ولسوالۍ نیولي ده .
نوموړي زیاتوي د دغه ولسوالۍ بازار او نور اداري واحدونه د طالبانو په ولکه کې دي .
د هغه په خبره یواځې يوه امنیتي قرارګاه چې د ولسوالۍ له ودانۍ څو کیلومتره لري پرته ده د افغان ځواکونو په ولکه کې ده .
خو د دغه ولایت د والي ویاند محمد رضا بیا د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي او مني چې په دغه ولسوالۍ کې څو امنیتي پوستې د طالبانو لاسته ورغلي دي .
نوموړي دا هم وايي چې په طالبانو باندي هوايي بریدونه پیل شوي دي
په همدې حال کې د دغه ولایت امنیه قوماندان يواځې دومره منې چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختي نښتي رواني دي
طالبانو بیا په دي اړه څه نه دي ويلي