
تېره شپه مي د جهاني صاحب پر فیسبوک پاڼې د هغه یو شعر ولوست چې رښتیا سي ډېر یې ودردولم. ومي غوښتل چې د دې ژوندي تاریخ په اړه یوڅه ولیکم. د جهاني صاحب دا شعر چې مزار ته د راتګ خبره یې کړې وه یعنې جهاني به نه وي.
جهاني صاحب خو زموږ د هیواد غټه معنوي پانګه او ژوندی تاریخ دی داواقیعت دی چې زموږ په ټولنه کې معنوي هستۍ ته په ژوند کې د هغه حق نه ادا کوو او کله چې بیا د دې دنیانه رخصت سي بیانو په غونډو ــ لمانځغونډو او دریځونوکې په خپلو تشریفاتي خبرو کې یاد او فریاد کوو. په دې باورلرو چې واقعي انسانان او لوی شخصیتونه د حق لار غوره کوي او خپل دوطن خیرغواړي.
جهاني صاحب د ادب په دګرکې خپل دقلم زور په ولس منلی دی خودسیاست په دګرکې چې یې کله خپل ځان دکارپور وړی وباله، د داکترصاحب اشرف غني داعتماد اوباور څخه وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزیر په حیث ولسي جرګې ته داعتماد درای له پاره معرفي سو ددې پرځای چه بشپړه رايه یې وړې وای فقط بریالی سو دا چه جهاني زموږ د هیواد لوی عالم او داوسني حکومت د ملی سرود دشعر شاعر دی ، سپیڅلی انسان دی او په رښتیا افغان دی . او د دې وطن جوړېدو ارمانونه لري. نو لومړی داولس د کور او داولس داستازو په نامه چې د دې وطن مدافعین او ټیکداران ځان بولـــي هغوی هم خپل رسالت سرته ونه رساوه او له تعصبي عینکو یې ورته وکتل. په دې کې هیڅ شک نسته چه ولسمشر اراده لري.خو دولسمشر شاوخوا داسي ناولي او فاسدې کړۍ موجودې دي چې ولسمشر لا هم کار ته نه پریږدي. ځکه چې جهاني دکار هوډ درلود. خو هغه دایومسؤلیت ګاڼه چه خپل اصالت او رسالت سرته ورسوي. مجبور سو چې باید استعفا ورکړي. ځکه چې هغه ته مقام مهم نه و. اوس اصلي خبره داده چې د ولسمشمر دښې ارادې په وړاندې چه کومي ناولې کړۍ چاپېره دي باید په نښه او د دوی ازمویل سوې څېرې ولس ته رسوا سي. ترڅو بیا مو داسي ملي او رښتنې شخصیتونه د پردیو مستخدمینو په دسیسو کار پرېښودلو ته اړ نه سي او موږ افغانان خپلو لوړو ، سپېڅلو ارمانونو ته ورسیږو.