د افغانستان د ملي خپلواکۍ د اته نويمې کليزې په وياړ د ملي امنيت د سلاکار پيغام
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۸نویمه کلیزه دې د افغانستان ټولو زړه ورو امنیتي او دفاعي ځواکونو، د شهیدانو کورنیو او زموږ ټول سرلوړي ملت ته مبارک وي.
زموږ وياړلو نیکونو ۹۸کاله پخوا د زمري په ۲۸مه بېرته خپلواکي ترلاسه کړه. د دې ورځې نمانځل په اصل کې د هغو آزادي غوښتونکو زړه ورو نارینه او ښځو د سرښېندنو قدرداني ده، چې خپل ګران وطن ته یې د عزت او سرلوړۍ د وربښلو په خاطر خپل ځانونه قربان کړل، خو خپل ملي بیرغ او ویاړونه یې اوچت وساتل.
دغه ستره تاریخي ورځ او ویاړونه د شاه امان الله خان غازي له نامه سره تړل شوي دي، شاه امان الله خان موږ ته د یو فرد په توګه مهم نه دی، بلکې اوس موږ ته د یوې نظریې په توګه مطرح دی، ځکه نوموړي د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د ترلاسه کولو سربېره زموږ له پاره د دولت جوړولو یو داسې لیدلوری په میراث پرېښود، چې تر لسیزو وروسته به هم د افغانستان د دولتدارۍ اساس جوړوي.
نن افغانستان له زیاتو ګواښونو سره مخ دی او له دغو ګواښونو سره د مقابلې له پاره موږ د نړۍ لرې او نږدې هېوادونو سره خپلواکې اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ لرو.
د امان الله خان له خوا د خپلواکۍ اعلان نړۍ او د سیمې ملتونو ته دا پیغام ورکړ، چې د استعمار په مقابل کې د افغانانو په څېر په شهامت ودریږي اوس چې زموږ ولس له نړيوال تروریزم سره په جګړه کې دی او تر څنګ یې د خپلواکۍ ورځ نمانځي غواړي د افغانستان دښمنانو ته دا پیغام ورکړي چې دا هېواد ځلانده تاریخ او د خپلواکۍ ټینګه اراده لري، چې هیڅ کله به تررویزم ته تسلیم نشي او د قانون د حاکمیت او د دښمن تر بشپړې نابودۍ به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.
هيله ده د دې وياړلې ورځې په نمانځلو سره د افغانستان د وروڼو قومونو او خلکو ترمنځ تلپاتی اتحاد، يوالی او ثبات مستحکم شي.
د خپلواکۍ د لارې د ټولو سرښندونکو شهیدان یاد دې تلپاتی وي.
د سرلوړي، اباد او متحد افغانستان په هیله
محمد حنیف اتمر
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار
وروستي