دټولني یوقشرپه ميډيا کي دافغانستان دازادي په برخه کي دټولنيزو شبکو (فيسبوک ، ټويټر...) له لاري ټول پوښتني کوي چي اياد بهرنيو په شتون کي افغانستان بیا هم ازاد بولۍ او که څنګه ؟
ګرانوهيوادوالو!
افغانستان دانګلستان دامپراطوري لاندي دنړۍ دنوروهيوادونو په څير دانګستان څخه رسماً پر ۲۸/ ۱/ ۱۲۹۸ نېټه دغازي امان الله خان دنه ستړي کيدونکي هلو ځلو په مټ ازادي ترلاسه کړه او دافغانستان مظلوم اولس يې رسماً ددې نعمت څخه برخمن کړ او دې ولس ته يې دنړی دنورو ازادو ولسونو په څېر سرلوړی ورپه برخه کړه چي په دې برخه کي دښاغلي غازي امان الله خان هڅي هيرول دافغانستان دولس لپاره دافغانستان دتاريخ داړوونکي سره ستره جفا ګڼل کيږي .درسمي ازادي څخه وروسته بد بختانه افغانستان دداخلي ستونزو او بې اتفاقيو له کبله دځينو بهرنيو هيوادونو دشومو اهدافو ښکارسو چي له هغه جملې څخه په ۱۹۷۹ میلادی کي پرافغانستان باندي دتزاري روسيې دښکيلاک يادونه کولای سو، ميړنيو افغانانو په خپل ستر همت دسور ښکيلاک ګرفوځ غرورته ځواب ووایه اوپه پايله کي يې له ماتي سره مخ کړ او په ټيټ سريې له افغانستان څخه وايست ، دډاکټرنجیب الله دحکومت له ړنګیدو وروسته افغانستان دسمتي او که رښتيا وويل سي د لاسپوڅو دولتونو شاهد سو، چي په نتيجه کي په ۱۳۸۱ ه،ش کال کي افغانستان بدبختانه دځينو عواملو له کبله دنړيوالوځواکونو تر تيري لاندي راغلی او افغانستان يوځل بيا دنړيوالو دسياليو په مرکز بدل سو، که څه هم ددې ټولوبدبختيو څخه خلاصون ته ازادي ويلای سو،خوددې ټولو خبرو سره، سره افغانستان هيڅکله اړ ندی چي درسمي ازادي اخيستلو وروسته دي له يو هيوادڅخه دبیالپاره دازادی غوښتنه وکړي، افغانستان د نړۍ په نقشه کي رسما مستقل او يونه تجزيه کيدونکی پيژندل سوی هيواد دی او دنړی هيڅ قدرت به ددې وياړ تاج دافغانانوله سره ليري نه کړاي سي، زموږ ګاونډي هيوادونه سربېره پردې چي اصلاً دازادي وياړ ته رسېدلي لاهم ندي او پر حريم باندي يې دبهرنيانو بې پيلوټه الوتکي خپلسري عمليات کوي ، دهغوی داسلامي علماوو دويناووپراساس يې تراوسه په هيواد کي غیراسلامي اساسي اوقضايي قانون نافذ دی او دغیر رسمي نړيوالي نقشي په لرلو سره سره بيا هم ځان ته دازادي دلمانځلو حق ورکوي خو دافغانستان ازادي ته په بې منطقه ډول دشک په سترګه ګوري ياد هيوادونه په افغانستان دخپلوهغو لاسپوڅو ډلو په مرسته چي دافغانستان ازادي يې دخپلو شومو فعاليتونو په ترسره کولو سره ترسوال لاندي راوستلې ده هڅه کوي، ترڅو دبهرنیانو دشتون دپلمې په توګه دافغانستان اولس دخپلي واقعي ازادی په برخه کي شکمن کړي. دسياسي اړيکو پربنا دافغانستان دګاونډيو هيوادونو ترڅنګ دنړی په ډيرو هيوادونوکي بهرني ځواکونه اوسياسيون ياپه حضوري ډول ياپه غیر حضوري ډول شتون لري، نوځکه نه باید شته بهرنيان اونه هم زموږسیال هيوادونه هيڅکله له دې زاويې څخه دافغانستان ازادي ته دشک اوسوال په سترګه وګوري. ميړنيو افغانانودتاريخ په اوږدو کي هميشه دخپلو سرښندنو يه نتيجه کي خپل دازادي ساتلو په موخه خپل ټټر سپرکړیدی اوهيڅکه يې چاته ددې حق اخيستلو اجازه نده ورکړې ، افغانان باید هيڅکله هغه اسيرو اشخاصوته چي دپرديو په لمسون سر بېره پردې چي دهيواد ملي بنسټونه (پلونه ،ودانۍ ، سړکونه ، داوبو بندنه ښوونځۍ او ...) ورانوي او په هيواد کي دبهرنيانو پاتي کېدني ته يې لار هواره کړې دافغانستان پر ازادی باندي د سوال کولو حق ورنه کړي، اودهغوی دغه بې منطقه سوال ته دمنطق په ژبه قوي او پرځای ځواب ورکړي ، هو يولړ ستونزي سته خو ددې لپاره چي دکاملي ازادي نعمت موپه برخه سي لازمه ده چي د يوواحد ملت او دولت لرونکي واوسيږو ، او ديو واحد ملت او دولت په شتون کي دټولو اړخونو په پام کي نيولو سره داصلاحاتو اوسالمي ازادی په لور ګام واخلو اوپرينږدو دخپلي رسمي ازادی بنسټ په خپل لاس ولړزو، افغانستان يوازاد او مستقل هيواد دی، موږ
دافغانستان په ازادي او دغازي امان الله خان په دغه ستره کارنامه او بريا وياړو.
وروستي