
مقدمه :
الله ج بشر دنوروحيواني ژونديو مخلوقاتو څخه په ځينو خواصو کي مستثنی اوديوبېل خاصيت لرونکۍ موجود پيداکړی دی اوداسي ټولنيز فطرت ئې ورپه برخه کړی دی چي هيڅکله نسي کولای کاملاً پرځان بسيا ژوند برابر کړي .او نه ددې توانايي لري چي خپلي اړتياوي پرته له اجتماعي ژوند څخه په يوازي توګه پوره کړي ،حتی نسي کولا ی خپل ځا ن ته دخوراک برابرولو چاري هم په يوازی توګه پوره کړای سي ،چی دهمدغه نيمګړتيا په اساس الله تعالی لومړۍ ځل انساني بشرته زمينه برابره کړه تر څو په ځمکه کښي ټولنيز قدم کيښېږدي، څو په ګډه دخپل ژوند بېړۍ تر منزله ورسوي ، ولي خو دابيا بېله مو ضوع ده چه په څومره اندازه يوانساني بشر توانيدلای او هڅه کولاي سي څو دخپل ژوند نيمګړتياوي پخپله پوره کړي او تر يوحده خپلواک ژوند وکړي ،’’ نو ويلای سو ټولنیزتوب دبشريت فطري غوښتنه ده ‘’.
که همدغه اصل دنړي هيوادونو ته شامل سي دهمدغه احتياجي غريضې تابع ګڼل کيږي . څرنګه چي زموږ موضوع په اوسني وضعيت کي نړيوال اقتصاد ته دافغانستان داخليدلوته ځانګړې ده ، غواړم ځني هغه نيمګړتياوي چي افغانستان يي لری او له مخي ېې مجبور دی د اقتصادي او سياسي اړخه دنړيوالتوب دايرې ته ورودانګي او حتی دمرکزيت حيثيت يې غوره کړي په لاندي ډول واضح کړم .
1.د پوهني او تربيې ټيټه کچه .
2. دمسلکي کاري قوې نشتون.
3. دټکنالوژيکي پرمختګونو څخه ليري والۍ.
4. اقتصادي ضعف.
5. بې ثباته سياسي وضعيت.
6. افغانستان دسترو کاني منابعو درلودونکی هيواد دي چي استخراج يي خورا لويي سرمايوي شتمنۍ (Capital asset) ته ضرورت لري، چي افغانستان نسي کولای دبهرنيوملکونو دمالي مرستو او يا پانګوني څخه پرته نوموړې پروسه سرته ورسوي.
7. افغا نستان يو پر مختيا يي هيواد دی چي اقلاً بايد د سيمي اونړی دهيوادونو څخه دصنعتي تصديو او تخنيکي مسلکونو درا انتقالولو اونصبولو لپاره دنړيوالتوب له اصل څخه متابعت وکړي تر څودهیواد په داخل کي توليدي پروسه تقويه کړي.
8. دخامو موادو په برخه کي دافغانستان په شمول دهيڅ هيواد دطبعي منابعو محدوديت دا اجاز ه نه ورکوی تر څويوهيواد پخپله ټول توليداتي ضرورتونه پوره کړي.
9. افغانستان دجغرافياي موقيعت له مخي په يوداسي سيمه کي محدودسوي دی چي دطبیعت ترټولو اړيني شتمینی (بحر) ته اوترټولو ارزانه ټرانسپورټي لاري درلودلو څخه بې برخي پاتي سوی او يوازی کولای سي دوومواصلاتي (ځمکنيو او هوايي) لاروپه توسط دنړۍ دهيوادونوسره د اړيکوقايمولولپاره استفاده وکړي چي دا چاره افغانستان اړباسی ترڅو اقلاً دخپل جغرافيايي حريم پرشاوخوا دګاونډيوهيوادونو سره مثبتي اړيکي ولري .
پورته مسائل هغه ټکي دي چی افغانستان يې له مخي مجبوردی تر څو دنړيوال توب اړيکي وپالي ، کله چي زه خپله دنړيوالتوب ځخه دانکارپه فکر کی ډوب نو خپل ځان اودافغانستان ولس راته ټول بربنډ او دلوازمو له اړخه راته دځنګلي ژوند ته ګرځيدونکي ښکاري ځکه هر هغه څه چي نن زموږ په تن دي يايې دلوازمو په څېر استعمالوو ټول بهرني دي ،خو دا خبره باالکل ناسمه ده چي افغانستان داقتصادي اړخه نسي کولای پرځان بسيا هيواد واوسي البته دنړيوالتوب په شتون کي .څکه افغانستان دطبعي منابعو له اړخه دنړي په بډايه هيوادونو کي شميرل کيږي . که چيري دهمدې شتمنيوساتنه ، سالم علمي مديريت او سالمو اقتصادي پاليسيو پربنسټ دمسلکي کاري قوې په مټ په توليدي پروسه کي استفاده وسي ليري نده چي دسيمي په کچه نسبتاً يو قوي اقتصادلرونکی هيوا د واوسي.خو داپروسه دافغانستان ددولت له لوري دقوي حمايي څخه بغير ناممکنه بريښي ،اړينه ده په
په اوسني اقتصادي وضعيت کي دافغانستان دولت دخپل صنعت په وړاندي حمايوي سياست غوره کړي ،خصوصاً دهغه صنعتي تصديولپاره چي خام مواد اونور اړين تولیداتی منابع يې ټول دهيواد په داخل کي پوره کيږي او پرينږدي چي دنوموړي برخي خام مواد بهر ته صادر سي . همدارنګه په هغه برخو کی چي افغانستان توليد لري دکمي اړخه فقط دافغانستان دتقاضا په نظر کي نيولو سره واردات ولري او داضافي وارداتو په وړاندی دمارکيت دثبات څخه حمايه وکړی ، توليداتي سهولتونه برابرکړي اوهيواد ته دنوي ټکنالوجي په رانتقالولو او دافغانستان داسلامي ،اجتماعي اوکلتوري ارزښتونو په نظرګي نيولوسره داوسنيو عصري بريالي سوواقتصاد ی پاليسيو په عملي کولوکي مرسته وکړي. زماپه اند پورته او دې ته ورته ګټوري اقتصادي پاليسۍ کولای سي افغانستان داقتصادي خپلواکي لورته ټېل وهي .خو بدبختانه څرنګه چي اقتصاد دننی نړی دهيواودونو په لومړيتوبونوکی ځاي لري ،دنړیوالتوب پاليسي په يوه سياسي پديده بدله سوې او دنړی دځيني هيوادونو(په ځانګړي ډول ددريمي نړی ياغريب هيوادونو) اوملتونو داقتصادي ،مذهبي ، فکري ،کلتوري او ځمکني استثمار لپاره ديوې وسيلې په توګه کار ول کيږي او دهمدې دسيسې قربانی کيږي چی څرګند مثالونه يي تاسو داسني وضعيت له مخي دنړۍ په کچه ليدلای سئ. هيله لرم چی دافغانستان په دولت او ملت کي به دهيواد او مليت پالني قوي حس پيداکيږي ترڅو دولت مو داسلامي اړخه دمحمد ص او دهغه دخلفای راشدينو او داجتماعي او سياسي اړخه دمهتما ګاندي اونورو ملت پالو ولسونو په څېر دخپل ولس سره یو ځای دهيواد پالني حس وپالي ترڅودهيوادپالني په چوکاټ او دنړيوالتو ب په دايره کي به دهيواد داقتصاد او ابادۍ په برخه کي خپلو نه ستړی کيد نکو هڅو ته دوام ورکوي ،دخپلو شته فرصتونو څخه به اعظمي استفاده کوي او اقتصادی اوسياسي خپلواکۍ په لور به او چت ګام پورته کوي.