
په نوره نړۍ کې خلک چې له خوبه را پاڅی په خورا خوښۍ په خپلو ورځینېو چارو پیل کوي، آند او ژوند یې د رڼې راتلونکې له پاره لارې باسې خو، زما او زما د هېواد ازلي برخه بیا بل ډول ده، دواړه د دردونو، غمونو او رنځونو په غېږه کې اوسیږو، یو ځای سوزو او یو ځای د بلنده نغري په زړه کې شپې تیروو.
سهار دواړه د سروپو په اوازونو له خوبه را پاڅیږو د مېندو سوې ساندې، د مېرمنو نیمګړي غږونه او د امبولانسونو اوازونه چې د پولیسو د موټرو بوږنوونکي هارنونه یې بدرګه کوي د لوګېو په موړونو د غوږنو تر چاپېریاله څپې څپې راواوړي، غرېو مې ونیسي، ستونی مې ډک شي په ژړا شم خدایه خېر کړی چی بیا به څومره ناوې سرتورې او څومره میندې به د خپلو کوچنېو کمکي لاسونه په پړنده خاورو کې لټوي ؟ څومره ماشومې هیلي به په ګانده کې د لورکۍ او زویکه خوږو غونډلو ته سترګې په لار پاتې وي ؟ څومره تنکي تنکي ګلونه به د څاڅکو څاڅکو اوبو په تمه د ژوند په للمينه سارا پاتې وي او د خزان ژېړه ښکالو به په غېږ کې نیسي...؟؟؟
زه لکه زما د هېواد خپلواکه سرغړانده پېغله په سروپي اغزېو په لمدو سترګو خپل منزل ته لاره لنډوم، ډاډه یم که د ژوند پر واټ رغنده ګامونه پورته نه کړم نو زه، زما هېواد او زما خلک به یو په بل پسې د پردېو لپاره بلهاري شي.
یه ژغورندویه ربه!
زما له تا او د خپل هېواد سره مینه لیکه نه مننوونکې ده، ددې مینې وس مې تا په برخه کړی دی، تاته لاسونه لپه کوم چې ما، زما هېواد او خلک وژغوره ځکه چې ما په یوداسی هیواد کی خپل آواز اوچت کړی چی چا می غږ نه اوریده ، چا می پروا نکوله او چا د انسان په صفت نه پیژندلم خو، له یوې خوا ستا همېشنۍ مرسته او بل زما هوډ و چې وېې هڅولم، را ولاړه شم ودرییږم او حرکت وکړم ځکه چی ستا په وړاندی نارینتوب او ښځینه توب ، سپین او تور معیار نه بلکی تقوا معیار ده. نارینه سالارۍ ناپوهه ساتلې ومه، نه مې خپل حق او حدود پیژندل، ګرمه نه وم ځکه زما د ټولنی تقاضا همدا وه چې ښځه د دوم موجود په نوم یادیده چاته یی ارزښت معلوم نه وه بس یا د کور وه یا د ګور. زما بیړۍ په ډوبیدو وه خو شکر چې تا لرمه لاسنيوی مې کوی او ژغورې مې .