
خوست د هیواد سویل ختیځ کې له پاکستان سره په ګډه پوله پروت ولایت دی، چې د پانګوالو راکړه ورکړه پکې پر کلدارو ده .
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې پر خوست ښاروالي دا تور هم و ، چې نرخونه په کلدارو ټاکي او د افغانۍ د رایجولو لپاره هڅې نه کوي .
سره ددې چې د کلدارو د مخنیوي او د خپلې کرانسۍ د رایجولو لپاره وخت نه وخت کمیسونونه هم جوړ شول خو هڅو یې کومه نتیجه ورنکړه .
اوس مهال په خوست کې پر خپله کرانسۍ باور بیخي له منځه تللی دی او ځای یې کلدارې نیولی چې که د یوه منظم میکانیزم له لارې ورته حللارې په ګوته نشي ، د کلدارو مخنیوی به لا هم ګران تمام شي .
سهار ښار کې ګرځیدم ، د صرافانو پر کوڅه روان وم ، چې ډلې ، ډلې پولیس او دولتي کارمندان مې لیدل ، چې پر افغانیو اخیستي معاشونه یې کلدارو ته اړول .
له دې کوڅې ور هاخوا مرکزي چوک کې ځینې کسان ناست وو ، چې د خپلواکۍ د ورځې لپاره یې بیرغونه خرڅول .
لیدل مې چې زیاتره دوکاندارانو او د ښار اوسیدونکو بیرغونه په کلدارو اخیستل او پر خپله ازادۍ یې ویاړ کاوه.
شیبه وړاندې مې ددې لیکنې سرلیک فسبوک ته پورته کړ ، چې خوست کې د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو لپاره بېرغونه په کلدارو اخیستل کیږي .
د ډېرو دوستانو نظر دا و ، چې له دې خبرو باید تېر شو او مونږ ته دا کار دومره مهم نه دی لکه څومره چې د خپلواکۍ ورځې نمنځنه ده.
زما په اند کچیرې د خپلواکۍ ورځ نمانځو او پر ازادۍ ویاړو ددې ټولو ور هاخوا لومړۍ باید د خپلواکۍ د نمانځلو لپاره پر هر لحاظ خپلواک واوسو او که نور نه کیږي بیرغونه خو باید په خپله اصیله کرانسۍ راونیول شي ، نه دا چې په کلدارو یې اخلو او بې ځایه د خپلواکۍ غرور کوو.
ساجد بهار