
دا هغه دوه جملې دي چې د نه عملي کولو له وجې یې زمونږ هغه هېوادوال چې د نورو کرنسیو ( اسعارو) څخه لکه ډالر، کلداره او تومن څخه د شیانو د اخیستلو او خرڅولو کې د هېواد دننه کار اخلي هره ورځ هېواد ته لکونه افغانۍ تاوان رسوي له دغو ښاغلو څخه ډېر په مینه او عزت هیله او غوښتنه کوم چې اجناس په افغانیو واخلي او بېرته یې په افغانیو خرڅ کړي.
دا زمونږ د ټولو شریکه دنده ده چې هغه خلک چې په نورو اسعارو د شیانو اخیستل او خرڅول کوي په دې خبره پوه او قانع کړو چې افغانۍ زمونږ ملي هویت دی او مونږ ټول باید دغه ملي هویت ته قدر ولرو، اخیستل او خرڅول باید په افغانۍ باندې ترسره کړو.
د هېواد د ملي بانک د ټولو کارکوونکوڅخه هم غوښتنه کوم چې خپله دنده ترسره او د هېواد په بازارونو کې د نورو اسعارو اخیستل او خرڅول بند کړي د دې کار د ترسره کولو لپاره دې د امنیتي ځواکونو او په خاص ډول د ملي امنیت له ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
له بله پلوه دې خلک د تلوېزیون، راډیو او نورو پرمختللو وسایلو په وسیله په دې وپوهوي چې د نورو اسعارو استعمال زمونږ د هېواد او هېوادوالو په زیان دی.
د افغانستان د صرافانو د اتحادیې څخه هم په مینه او ورورولۍ سره هیله او غوښتنه کوو چې د عوامو د پوهاوي له پاره دې غونډې او مجلسونه جوړ کړي او خلک دې په دې وپوهوي چې په نورو اسعارو د هېواد په داخل کې اخیستل او خرڅول زمونږ د ملی هویت( افغانۍ) ارزښت د هېواد په دننه او بهر کې کموي، نو د خپل ملي هویت ارزښت په خپله مه کموئ.
د هېواد د ټولو بانکونو د ادارو څخه هم غوښتنه کوم چې د نورو اسعارو د استعمال په تاوان هېوادوال د اعلاناتو ، عامه غونډو او نورو پرمختللو وسایلو په مرسته خبر او پوه کړي .
د هغې ورځې په هیله چې د هېواد په ټولو برخو کې اخیستل او خرڅېدل په افغانیو وي او د هېواد په بازارونو کې نور ټول بهرني اسعار بند وي.
لیکوال: محمد مبین هڅاند