
ډېر کله په ټولنیزو رسنیو کې وینو، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي خبریالان په دې رټل کیږي، چې له هغه ځایه د پولیسو ټول رازونه افشا کوي او په بې غمه زړه پرې ریپوټونه چمتو کوي.
مونږ وینو چې پولیس تل خبریالانو ته له درنو وسله سرټکوي او د همکاریو غوښتنه کوي.
که څه هم دا ډول خبریالي له دښمن سره مستقیماً همکاري کوي، چې ګواکې پولیس هیڅ نلري او د هغو د کمزورو نقطو سیګنال ورکوي.
خو له بلې خوا خبریال هم مجبوریږي، چې د خپل رسالت له مخې امنیتي چارواکي وپوهوي چې پولیس مو جګړې ته لیږلې خو نور غم مو یې نه دی خوړلی.
ځینې وختونه امنیتي ادارې په دې کار خبریالان ګواښي چې ملي ګټو ته ژمن نه یاست.
خو دې ته پام نه کوي ، چې خبریالان هم په دې کار دوی اخته کړي ، چې له امله یې له رازونو پرده پورته کوي .
نو ددې لپاره چې دا ډول کړنو مخه نیول شوي وي ، حکومت اړ دی ، چې سرحداتو او هغو سیمو ته چې ناامنه دي باید مخکې له مخکې درنې وسلې ور ولیږدوي.
شیبه مخکې راسره ملګري ناست وو ، د دوی ټولو ټینګار په دې و ، چې د پکتیا جانخیلو ولسوالي د دریم ځل لپاره د خبریالانو پر مټ سقوط شوې او همدا دوی وو، چې د پولیسو هغه خبرې یې په رسنیو کې منعکسې کړې ، چې ګواکې پولیس درنې وسلې او مهمات نلري .
ساجد بهار