په ښوونځی کې د یو یتیم ماشوم د ژوند ریښتني صحنه
د تعلیمي خپرونې د ترتیب او جوړولو لپاره د ښار لویدیځې څنډې ته ولاړم د ښار دغه څنډه په رهایشي نمرو او رنګینو دنګو ودانیو داسې ښایسته ښکاریده چې ته به وایې د کوم بهرني هیواد یو متمدن کلي ته راغلی یم. په همدې سیمه کې د نجونو او هلکانو یو مختلط ښوونځی ؤ چې وخت نا وخت به د ښوونکو او زده کوونکو سره د مرکو لپاره ورته راتلم.
د خانانو او مالدارانو د دغه شیش محل ښارګوټي په مقابل کې د خاورو، خټو او ګټو څخه جوړ شوی یو خوارکۍ کلی پروت دی له ورایه دغه کلی داسې ښکاري چې په دې کې به هیڅ انساني پرګنې وجود نه لري ، خو نه! نه! داسې نه وه ښوونځی ته په نږدې کیدو سره ومې لیدل چې له دغه خاورین کلي څخه د خوږو ماشومانو قطارونه را روان دي ، داسې ماشومان چې په جسم او قواره کې یې د سرمایه دارانو او خانانو له بچیانو سره یې هیڅ توپیر نه درلود خو په جامو او لباس کې یې یو عالم توپیرونه موجود ؤ.
د ښوونځی دروازې ته په نږدې کیدو سره مې د دروازې له ساتونکو اجازه واخیسته ادارې ته ولاړم له مدیر او ښوونکو سره مې روغبړ وکړ چې په همدې شیبه کې د مکتب زنګ وکړنګیده... زده کوونکي په خپلو ټولګیو کې قرار شول ښوونکي هم خپلو درسي ساعتونه ته ولاړل ما هم د ښوونځی په دوهم پوړ کې له لویانو زده کوونکو سره مرکې پیل کړې د دوهم پوړ له کړکي مې د چاردیوالۍ په خوا کې په یو اوږد چتر سترګې ولګیدې چې په زیاته اندازه ګلالي ماشومان یې تر سیورې لاندې ناست ؤ او د درس ترانومي او خوندور غږ یې راته او زه یې هم د فکر په ټالونو کې د خپل ماشومتوب د درسونو دورې ته یووړم خو په خپل فکر کې له زیات غرقیدلو مې ځان راوویست نو ومې غوښتل چې د دغه ماشومانو حال او احوال او خوږو خبروته په خپله راډیویي برنامه کې ځای ورکړم ، د دیوال په خوا کې همدغه اوږد چتر ته ورغلم خو ګورم چې دا یو ټولګی نه دی بلکې شپږ۶ استادان مسلسل شپږو صنفونو ته ولاړ دي.
ما لا مرکې نه وې پیل کړې چې د ښونځی مدیر ، سرښوونکی او د کنترول استادان د چتر د بر طرف څخه په قهریدلي انداز رادننه شول او ښوونکو ته یې غږ کړ چې خپل شاګردان مو غلي کړئ چې مونږ کنترول کوو څو ځلې مې دغو شاګردانو ته ویلي چې د ښوونځی له جامو پرته په نورو جامو کې مه راځئ د چا چې لباس بدل دی هغه ودریږئ د مدیر په دې خبرو سره خاموشي او چوپتیا خواره شوه هلکان داسې په خپلو ځایونو غلي ناست ؤ لکه هیبت وهلي مرغان د چوپتیا په دې ارامه فضا کې د چتر له هغه طرف له لومړي ټولګي څخه د سیلګیو اوازونه راتلل چې دغه چوپتیا او خاموشي یې ماتوله خو دغه سیلګۍ د ویرې او خوف سیلګۍ نه وې په دغه سیلګیو کې د بې سرنوشته ، سوي او لوغړن ژوند دردونه پراته وو د کنترول نوبت همدغه ټولګي ته راورسید مدیر همدغه سلګو نیولي ماشوم ته وویل چې څنګه له سزا مخکې په سلګو یې! ماشوم په ماته او ګوډه لهجه د سلګو په بدرګه وویل مدیر صیب د جامو راوړلو مې څوک نشته پلار مې مړ دی ماته جامې څوک راوړي.
پای
سید حبیب صمیم – خوست 2017- April- 23
وروستي