
احمد سهار له خوبه پاڅیداوپه بیړه يې لمونځ وکړ، بیايې خپل کتاب را واخیست ترڅو د څلورنیم میاشتنۍ آزموینې له پاره چمتووالی ونیسي.
د مهال ویش سره سم داحمد لومړنۍ آزموینه د تاریخ مضمون ؤ. لوست يې په خورا مینه او شوق پیل کړ، خو داحمد سترګې په یوه سرلیک ولګیدې چې لیکل شوي ؤ(افغان ولس تل خپله وینه د هیواد دساتنې له پاره قربان کړې او د خپلواکۍ ستر ویاړ يې ترلاسه کړی.)
احمد د ډیر ژور سوچ وروسته له خپل پلار څخه وپوښتل چې پلار جانه موږ ولې دهیواد پر وړاندې قرباني ورکوو، ولې دومره په خپل هیواد ویاړو او ګټه يې نشو ترلاسه کولی؟
پلار یې ورته وویل چې زویه ټول افغانان په خپل هیواد مین دي، له هیواد سره مینه یې د ایمان جز دی.د تاریخ په اوږدو کې تل افغانانو زبرځواکونه مات کړي.
افغانانو په شلمه پیړۍ کې هم دخپلو میړانو په ترڅ کې سترځواکو هیوادونو لکه انګلیس او روس ته ماته ورکړه، خپل هیواد یې ورڅخه آزاد اوخپلواکي يې وګټله. هر خارجی استعمارګر چې د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان یرغل کړی، ماتې یې خوړلي او همدا ماتی یې بیا د استعماري ځواک د سقوط سبب شوې ده. له همدې کبله تاریخ پوهان افغانستان ته د امپراطور یو قبرستان (جرګه) وايي. افغانان هیڅکله نه غواړي چې نور هیوادونه د افغانستان ته راشي او بیا دلته خپلې واکمنۍ پرموږ وچلوي .
احمد وویل، پلار جانه دا درسره منم خو چې افغانان دومره په وطن مین او سرونه ورنه قربانوي، نو بیا ولې زموږ هیواد شاته پاتې دی، ولې د پوهې کچه ټیټه ده، ولې بیا زموږ هغه په هیواد سرورکوونکي او مین وطنوال خپل مسؤلیت دهیواد په وړاند ې نه اداء کوي، ښه ته ښه او بد ته بد نه وايي؟
پلار بیا د ډیرې اوږدې ساه په اخیستو سره وویل، چې زوی جانه، کاشکي دا فکرونه له ټولو سره وای! دهیواد د دفاع په خاطر ټول افغانان هر ډول قربانۍ ته حاضر وای.
احمد وویل، نو دا ولې ټول ولس په ګډه د وطن په جوړولو او سمسورولو کې په کار لاس نه پورې کوي؟
پلارجانه! وګوره چې زموږ په هیواد کې څومره زیاتې وژنې رواني دي، زموږ بې ګناه هیواد وال په جنګ او جګړو کې ساه اخلي، دهیواد ملي شتمنۍ او عامه ګټو ته څومره زیان اړول کیږي، خلک په ناامنۍ کې ژوند کوي، نو بیا زموږ ویاړ په څه کې دی، موږ په دې خاوره کې چې کومې ککرۍ خاورې کړې آیا هغوی ته بې احترامي نه دی؟
ویاړ او تاریخ زما دا نه دی، چې زه تل په جنګ او جګړو کې ژوند وکړم، هیواد مې وران او ویجاړ وي، ځوانان مې شهیدان شي، میندې او خویندې مې بورې او کونډې شي، آیا دې ته زه دویاړ نه ډک تاریخ ووایم، نه هیڅکله؛ زما د ویاړ نه ډک تاریخ هغه دی، چې زما په هیواد کې دټوپکو تجارت ودریږي، د ټوپکو او بمونو سوداګرله هیواده وشړل شي، د یووالي ټغر دافغانانو په منځو کې سره وغوړیږي او آرام ژوند د ټولو افغانانو په زړونو کې ځای ونیسي، نو زه په دې تاریخ ویاړم.
پلارجانه زما په لاس کې چې د تاریخ په نوم کتاب دی، له دې تاریخ نه زه بیزاره شوم، زه اوس غواړم چې ښوونکي ته ووایم، نور دغه تاریخ په دې بڼه ولولي، چې زموږ نوې نسل ته یو پیغور پاتې نشي، بس نور تاریخ ته باید بدلون ورکړو، دجنګ او جګړوتاریخ دهیواد په آبادیو او جوړولو باندې واړوو.
پلار ورته وویل، زویه او س له دې خبرو تیر شه، درس دې ولوله او آزموینې ته ځان چمتو کړه.
احمد وویل: پلار جانه ما چې دا څوکرښې ولوستلې، ذهن مې اوس ناکراره دی افسوس راځي، چې زما دهیواد بچیان ولې د نادرستو احساساتو له کبله سرونه قربانوي، زه دا منم چې زموږ نیکونو رښتیني اوسپیڅلې مبارزې اوسرښندنې کړي، ویاړ يې ټولو افغانانوته ور په برخه کړي، زه هم په دې تاریخ ویاړم ، خوبیا ځیني دهغوی دسرښندنو او مبارزو څخه ولې غلط تعبیر کوي، زموږ پلرونو او نیکونو د سترځواکو هیواد ونو څخه آزادي وګټله، خوبیا موږ ولې په خپلو کې سره نه جوړیږو او ولې دتاریخ زرینې کرښې په تورو کروښو بدلوو.
زرین تاریخ مو ږ ته دخپلو نیکونو او پلرونو څخه را پاتې دی، زه اوس نه غواړم چې زما د سرښندونکو اتلانو دتاریخ نوم ورک شي او باید چې یرغلګرو هیوادوته تل ځلانده او عبرتناکه درس چې مو ورکړې، په تاریخ کې پاتې وي.
داچې موږ په خپلو کې دومره بدبخته شوی یو، چې دپردیو په غلطو خبرو او لمسون ژر غولیږو او په خپل ګډ کور کې ناخوالې زیږه وو؛ نو بیا دڅه لپاره ویاړ پرځان کوو! که پر خپلې میړانې، مبارزې او روښانه تاریخ باندې فخر کوو، نو دا په حقیقت کې په وطن مین وګړي دي او که تش په نوم ویاړي بیا دوطن تاریخ په ټوله نړي کې شرموي.
پلار يې ورته وویل، چې احمده زویه، رښتیا ته یو پوه او هوښیار هلک يې، ته کولی شي، چې نورو زده کوونکو سره د هیواد پالنې په اړه بحث وکړې، ترڅو دوی هم ستا همفکره واوسي، دوی بیادخپلې کورنۍ له غړو سره همدا شان مناظرې وکړي، څو خلک ويښ شي، چې رښتا پخوانیو مبارزینو او سرښندونکو دهیواد په ساتنه او ژغورنه کې سرونه قربان کړي، خو دا څو کلونه موږ د بدبختیوپه لومه کې بند پاتي یو، چې یو بل سره په خپلو کې وهو. زه ځم دا ټولې خبرې په جومات کې له خپلو کلیوالوسره شریکوم، ځکه ټول کلیوال دهیواد پروړاندې کوم مسؤلیت چې ستا په شان لري، ټول يې په ګډه سره اداء کړي.