پاچا او قبر

يو بادشاه وصیت وکړ چې کله زه مړ شم په اوله شپه زما په قبر کې بل څوک دفن کړئ او ډیرې پیسې مال سره او سپین زر قیمتي غمي د یوې شپې په بدل کې ورته ومنئ خو د ژوند خیال به یې ضرور ساتئ چی درنه مړنشي.   یو وخت بادشاه مړ شو نو د وصیت په ځای کولو لپاره یی د بادشاه کورنی او وزیرانو او د مملکت عملې یې ډیرو خلکو ته زارۍ وکړې خو چا هم په قبرکی شپې تیرولو ته زړه نه ښه کولو او څوک هم تیار نشولو، اخر یو مسکین چې ۹ زامن یې هم ورسره وو او له دوی سره یو تبر، یوه رسۍ او یو خر هم ورسره وو چې په یاده علاقه تیریدل د بادشاه له خاندان سره مخ شول ورته یی وویل چی د بادشاه وصیت دی تاته ډیر مال دولت درکول کیږي له فقره به خلاص شې اولاد به دې اسوده او په راحت کې شي صرف یوه شپه د بادشاهبادشاه په قبرکې تیره کړه ده انکار وکړ خو له ډیرې پالارا غوښتنې او فشار ورسته فقیر تیار شو.  نو دوی لګیا شول فقیر یې د بادشاه قبر کې دفن ړلو، سهارشو خلک راغلل قبریی لوڅ کړ دخلکو اراده وه چې پوښتنې ځنې وکړي اوخپل ګټلۍ مال ورته تسلیم کړي خو چې فقیر له قبره راووت منډه یی کړه . خلکو راونیولو ترې ویې پوښتل چې څه حال وو؟ ولې تښتې  شتمنۍ دې مبارک شه لوی سرمایه دار شولې خو فقیر یې په یو څو لنډو خبرو ځواب ورکړلو فقیر ورته وویل چې ماته دوه کسان راغلل:  ټوله شپه یی له مانه دا څو پوښتنې کولې  لومړی: چی مال دې له کومه کړلو؟ او په چا یې مصرفوې؟ او یاد مال حلال ده که حرام؟ دوهم: خر دې له کومه کړلو؟ او په حلالو پیسو دې واخیست که په حرامو؟ چیرته یې څره وی ایا د ځمکې د خاوند نه دې اجازه اخیستی؟   دریم: رسۍ دې له کومه کړه؟ اخیستې دې ده که غلاکړې دې ده؟  ټوله شپه داپوښتنې کیدلې  چې یوه مې هم نده ځواب کړې او په ځواب ورکولو کې یې ناتوانه او عاجز وم که دا مال چې تاسو یې ماته راکړۍ د دې د یوې یوې روپۍ د مصرف جواب به څنګه ورکړم. وروڼوداپوښتنې مو په مخکې شته ښه طریقه داده چې فقر اختیارکړو او د پوښتنو لپاره لنډ ځوابونه ومومو. او د ډیرو پوښتنو ځواب دا ورکړو چې ماسره نه مال اونه دولت وو