
په کال 2001 ميلادي کښى امريکه او متحدينو يى په افغانستان حمله وکړه او د طالب رژيم يى مات کړو په افغانستان کښى يى د خپل لاس لاندى يو دولت رامنځ ته کړو ورسره يى په ځواک جوړونه پيل وکړل د نړۍ په هرځي کښى چى دولت وي نه دولت د خپل ځان ساتلو لپاره يو قوي ځواک ته هم اړتيا لري لدى لپاره چى دبهراني يرغل او دکور دننه بغاوت مخه پرى ونيسي هو متاسفانه زمونږ دافغانستان ځواک چى روزل، تجهيز، او لګښت يى ټول د امريکه او دهغى دمتحدينو په لاس کښى دي داسى کمزورى ځواک يى جوړ کړى چى نه ښه روزل هوائي او په درندو وسلو دتجهيز نشتون لاامله په شپاړلس کلنو کښى پدى ونتوانيدل چى دکور دننه بغاوت لامينځه يوسي. ورځ تربلى په افغان ځواکونه باندى دمخلفينو بريدونه زياتيږي پوستى ولسوالۍ او ان دوه ځلى دکندوز ښار ته سقوط ښکاره پدى دلالت کوي چى افغان ځواکونه کمزوري دي او وړتيا ددى نه لري چى دښمن په شا وتمبوي که څه هم افغان ځواکونه بيرته پدى برلاسه کيږي چى دښمن نه پوستى او ولسوالۍ ونيسي هو د دولت نه دښمنان پوستى او په ولسوالۍ نيولو باندى د دښمن مورالونه لوړيږي اوافغان ځواکونه مورال له لاسه ورکوي کوچيرى پر وخت افغان ځواکونه ته دمرستى رسيداګي کيدى ښائي افغان ځواک دومره کمزورى نوى ددښمن مرال لوړيدل ددى سبب ګرځي چى په فراخه کچه افغان ځواکونه باندى بريدونه کوي او دافغان ځواک مرال له لاسه ورکول ددى سبب ګرځي چى په فراخه کچه افغان ځواکونه وظيفى پريښودلو ته اړ کيږي کوچيرى په وخت افغان دولت دافغان ځواک دپيوړتيا لپاره کوټلي ګامونه پورته نکړي نه ښائي افغان ځواک ديو لوړ نورو ګواښنو سره هم مخ شي. 1_ دکومو علتونو لاامله افغان ځواک کمزورى دى؟ دافغانستان ځواک دکمزورتيا ډير لاملونه دي هو دلته دلوستنکو پام يو څو مهم ټکو ته راړوم. الف_امريکه. ب_افغان فاسد چارواکي. ج_دقومندانانو ناسمه رهبري. د_دمرستى نا رسيداګي س_دقوي استخباراتو نشتون. . الف_امريکه. دافغانستان دځواکونو روزل ، لګښت ، او تجهيز ، دامريکه په لاس کښى دي امريکه نه غواړي چى افغانستان يو پيوړى ځواک ولري ځکه چى امريکه افغانستان ته نه دتوريزم لامينځه وړل نه دافغانستان ده رغول او نه په افغانستان کښى يو دولت رامينځ ته کولو لپاره راغلى ده بلکه هغه دخپل اهداف ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته راغلى ده او په افغانستان کښى په رسمي ډول له اوږد مهاله وخت دپاتى کيدلو لپاره ځان ته زمينه داسى مساعده کړى چى په افغانستان کښى بايد يو کمزورى دولت شتون ولري چى دهغى په واسطه امريکه پدى وتوانيږي چى په افغانستان کښى خپل شوم اهداف په اسان ډول ترلاسه کړي امريکيان پدى ښه پوهيږي کو چيرى مونږ په افغانستان کښى خپل اهداف په اسان ډول ترلاسه کول غواړو نه بايد دافغانستان دولت کمزورى وي لدى لپاره که مونږ هر څه کوو چى دافغانستان دولت ده توان په ځان کښى ونلري چى زمونږ لاس نيوى وکړي نه همداسى امريکه وکړل په افغانستان دخپل لاس لاندى يو داسى کمزورى دولت يى رامينځ ته کړى چى هر څه امريکايان کوي يا يى افغان دولت ته وائي نه افغان دولت دهغوۍ لاس نيوى نشي کولى او هر څه ورته دسر په سترګو مني امريکه پدى ښه پوهيږي کوچيرى دافغانستان دولت قوي شي قوي ځواک ولري نه په هماغه ورځ مو له افغانستان څحه اوباسي نه همدغو مواردو ته په کتو امريکه په افغانستان کښى يو کمزورى دولت او ورسره يى کمزورى ځواک رامينځ ته کړى دى کوچيرى امريکه افغانستان سره دزړه له کومى همکاري کولى نه دافغانستان ځواک ته يى بايد ښه روزل ، ښه او درندى وسلى ، هوائې ځواک ته ښى چورلکى ، ښه جيټ الوتکى ، ورکلى وى نه داسه له کاره وليدلى چورلکى او جيټ الوتکى چى له الوتو سره خپله رانسکوريدل چى دتخنيکى ستونزو له امله ورځ تربلى يى راپورونه زيات خپريږي. ب_افغان فاسد چاوراکي. زمونږ په هيواد کښى اداري فساد په لوړه کچه شتون لري چى تير کال دفاسد هيوادونو په قطار کښى دويم مقام خپل کړى وو هو روان کال دهيواد ولسمشر اشرف غني دلومړيتوبونه لاامله اداري فساد په دولت کښى کم او دنړۍ وم لمبر ته ولويدو په اداري فسادو کښى ښکيل افغان چارواکو په افغان ځواک باندى بدى اغيزى کړى دي چى لاامله دافغان ځواک دکمزورتيا لامل ګرځيدلى دى فاسد افغان لوړ پوړي چارواکي خپل کسان په ځواکونو کښى په لوړ لوړ ماموريتونو باندى ګوماري که څه هم دغه کسان ده دغى ماموريتونو دلائق توب وړ هم نوي دبيلګى په ډول ستاسو پام دکونړ دنرنګ ولسوالۍيو قومي مشر خاجي جانداد او دهغى ځوي جان شاه دکونړ استخبارتي چارواکى کړنو ته راړوم دغه قومي مشر او دهغى ځوي استخبارتي چارواکى خپل خپلوان پرته له روزنى دمحلي پوليسو په ليکو کښى جلبوي دمحلى پوليسو وګړي خپلو وظيفو ته نه خاضريږي ناست په کورنو کښى او هر مياشت خپل معاش لا دولت څحه ترلاسه کوي بله ده چى که دافغانستان نظم عامه پوليسو ته څوک ځان جلبول غواړي نه شرط ده دى چه هغه بايد ده دولسم دفراغت اسناد ولري دغى قومي مشر اوځوي يى خپلوان په نظم عامه پوليسو کښى په عامى سربازۍ او په لوړو پوستنو داسى ګڼ شمير کسان يى ورته جلبولې وول چى ( الف )او په ( ب) هم نه پوهيدل نه داسى کسان چى هيڅ ډول اذدکړى يى نوي کړى نه څنګه په دى وتوانيږي چى دنظم عامه پوليسو په ليکو کښى دلوي لوي ښارونو دياغي وسلوالو څحه ساتنه وکړي نه يو علت دهمدغى فاسد لوړ پوړي چارواکو هم دى چى دافغان ځواک دکمزورتيا لامل ګرځيدلى دى. ج_دقومندانانو ناسمه رهبري. په پښتو ژبه کښى يو متل دى چى سل دمړه شي هو دسلو سردار دى نه ولى چى سردار خپل لښکر ډير په منظم ډول رهبري کوي که په هرځي کښى جګړه وي نه سردار ترى مخکى او لښکر ور پسى وي هر څه چى سردار ورته وائي لښکر يى دسر په سترګو مني نه افغان ځواکونه پرته له قومندان درهبري څنګه خپل عمليات وکړي قومندانان په خپلو مقرو کښى ناست وي دموبائيل يا دمخابرى په واسطه څنګه افغان ځواکونه رهبر کړي که څه هم دياغي وسله والو لوړ پوړي قومندانان دجګړى په اولى کرښى کښى دافغان ځواکونو سره جنګيږي او په ښه ډول خپل وسله وال رهبري کوي دافغان ځواکونو دکمزورتيا هم يو لامل همدغه دقومندانانو ناسمه رهبري ګرځيدلى دى. د_دمرستى نا رسيداګي. افغان ځواک ته په شته ستونزو کښى تر ټولو لوي ستونزه دمرستى نارسيداګي ده چى په خپل وخت باندى نه ورسيږي افغان ځواکونه ددښمن سره سحت په جګړه بوخت ددښمن په معاصرى کښى وي دمهماتو له کمښت سره محامخ شي اړوند چارواکو سره په اړيکى کښى هو اړوند چارواکى نه کومکي ځواک اونه هم مهمات ورليږي چى لاامله په جګړه کښى ګير او معاصره شوي ځواک يا وسله په همځکه کيږدي دښمن ته تسليم اويا هم له مرګ سره مخ شي لکه ښکاره مثال يو سو مياشتى وړاندى دهلمند يوه ولسوالۍ چى دتيرو سو مياشتو راهيسى ددښمن په معاصره کښى چى اړوند چارواکو دغفلت لاامله ولسوالۍ سقوط او ځواک يى ترينه دچورلکو په واسطه رويست چى ګڼ شمير موټرى او وسأيل ددښمن لاس ته ولويدل پر وخت دمرستى نارسيداګي هم دافغان ځواک دکمزورتيا يو لامل ګرځيدلى دى. س_دقوي اسخبارتو نشتون. ده هر هيواد په دفاعي چاروکښى کشفي اْرګانونه ( استخبارات ) ډيرمهم رول لوبوي مخکى دهغى نه چى دهيواد پر ضد دبهر نه يا په دننه کښى چى کومى دسيسى جوړيږي داستخباراتو په واسطه کشف او لامينځه وړلکيږي هو متاسفانه زمونږ هيواد دومره کمزوري استخبارت لري چى له هيواده بهر دهيواد پر ضد جوړيدونکښى دسيسو دکشف هو له په ځي پريکږدۍ په هيواد کښى دننه دهيواد پر ضد جوړيدونکښى دسيسى نشي کشف کولى لکه ښکاره مثال يى دتيرى روژى دمياشت دکابل خونړى انتخاري بريد چى په سلګونو وګړي مړه او ټپيان کړل کوچيرى کشفي اْرګانو ددښمن جوړيدونکښى دسيسى کشف کولى او دافغان ځواکونو په واسطه يى لامينځه وړلى نه ښائي دښمن پدى نه بريالى کيدلى چى په لوړه کچه ده داسى بريدونو پلانونه جوړ کړي په افغانستان کښى دکمزوري استخباراتو شتون دافغان ځواک دکمزورتيا هم يو لامل ګرځيدلى دى. 2_ دافغانستان دولت دخپل ځواک دپيوړتيا لپاره بايد څه وکړي؟ ١_ دافغانستان دولت ترټولو مخکښى بايد په امريکايانو زور راولي او ده دى امريکايانو ته ور وښيي چى آيا کو چيرى تاسو په رښتن ډول دافغانانو سره همکاري کوۍ او په افغانستان کښى توريزم لامينځه وړل غواړۍ نه افغان ځواکونه بايد قوي کړۍ افغان ځواکونو ته ښه روزل ، ښه او درندى وسلى ، او په هوائي وسلو تجهيز کړۍ کو چيرى دغه نيمګړتياوى دافغان ځواکونو بشپړ شي نه ښائي افغان ځواک هم پيوړى شي: ٢_دافغانستان دولت ته پکار ده چى فاسد چارواکو لاس نيوى وکړي او هر هغه فاسد چارواکى چى خپل کسان په ځواکونو کښى په ټيټ او په لوړو پوسټونو ګوماري بايد له هغو څحه امتيازات واخيستل شي او له وظيفو دى ګوښه کړى شي دفاسد چارواکو مخ نيوى هم کولى شي چى افغان ځواک دپيوړتيا په لور ولاړ شي. ٣_دافغانستان دولت بايد هر هغه قومندان چى خپلا وظيفه په سمه توګه نه اجرا کوي بايد له وظيفى ګوښه کړى شي او پر ځى ښه او په کار پوهيدونکښى قومندانان وګماري چى خپلى وظيفى په ښه ډول اجرا کړي قومندانان خپلى وظيفى په ښه ډول اجرا کول هم کولى شي چى افغان ځواک پيوړى شي. ٤_افغان دولت بايد هر هغه سيمه کښى چى افغان ځواک له دښمن سره په جګړه بوخت وي زر تر زره بايد هغوۍ ته مرسته او کومکي ځواک واستوي لدى لپاره چى دښمن پدى بريالى نشي چى پوستى او يا ولسوالۍ ته سقوط ورکړي پر وخت مرستا او کومکي ځواک هم دافغان ځواک دپيوړتيا لامل ګرځي. ٥_افغان دولت ته پکار ده چى استخبارت لا زياد ، ښه روزل ، او شته ستونزى داستخبارتو په بشپړ ډول حل کړي لدى لپاره چى ددښمن دسيسى پر وخت کشف او شنډى کړى شي ددښمن دسيسى پر وخت کشف او شنډول دافغانستان ځواک دپيوړتيا لامل ګرځيدلى شي. ډير په درناښت (بذرګل شاه ساپي تحلص شاه افغان ساپي)