هر فساد ګر د هېواد لوی مجرم دی!

ښکلی او د جنت په څېر هېواد راته فساد په دوزخ بدل کړی دی اوس د دغه جنت په څېر د ښکلي هېواد څخه هره ورځ لسګونه ځوانان د اروپا په لور چې برخلیک یې نامعلوم او د مرګ او ژوند ترمینځ د ښه ژوند په امید او ارزو د خپل کور څخه حرکت پیلوي: د ژوند دغه لړۍ چې ډېری ځوانان یې د ماهیانو د خوراک کړل لامل یې په هېواد کې شته فساد، فکر، مخدره توکو شتون، د ځینو لوړ پوړو چارواکو بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو ته جاسوسي کول، د هېواد دزېرمو څخه په وخت او سم ډول کار نه اخیستل او د میلیونو مهاجرو په نورو هېوادونو کې اوسېدل د دې لامل شوي دي، چې هره ورځ مو لسګونه هېوادوال شهیدان، په لسګونو زخمیان، د کونډو، یتیمانو او معیوبینو شمېر مو ورځ تربلې په هېواد کې زیاتېږي.
د فساد د زیاتېدو له امله ولس ورځ تربلې په حکومت ناباوره کېږي او په دغه حالت کې سوله له مینځ څخه ځي او بې امني لاپسې پراخېږي او کله چې بې امني رامینځته ته شوه، حکومت په هغه ځای کې حاکمیت د لاسه ورکوي، چې په نتیجه کې د هغې سیمې واک د هېواد د مخالیفینو په لاس ورځي، چې په دغه کار سره ولس نه شي کولای چې خپلې مسلې په حکومتي ادارو کې حل کړي چې په دغه وخت کې خلک د مجبوریت له وجې خپلې مسلې په مخالیفینو حلوي او دا کار د خلکو او د حکومت ترمینځ فاصله لانوره زیاتوي، چې بیا د دغو سیمو خلک په ټولو هغو کړنو لاس پورې کوي چې د هېواد په زیان وي( د مخدره توکو کښت، جنګ او فساد) او بیا کله چې په یوه سیمه کې د مخدره توکو کښت روزګار کار وګرځول شي نو په ډېر کم وخت کې د هغه ځای ځوانان چې د یوې ټولنې د ملاتيرحیثیت لري د نشه یي موادو په استعمال روږدي کېږي او کله چې ځوانان په نشو روږدي شول، بیا د هغوي څخه د هیڅ قسم د خیر کار طمعه نه شي کېدای چې د دغه کار اصلي سرچینه هم د فساد پورې نښتې ده.
هر فسادګر د هېواد لوی مجرم دی.
د مخدره توکو لوی تجاران هم لوړپوړي دولتي چارواکي او یا هم د هغوي خپل خپلوان دي، چې د شته فساد له کبله هغوي نه محاکمه کېږي که چېرته دغه د مخدره توکو لوی تجاران په رښتیني ډول محاکمه شي نو لرې نه ده چې د هېواد په ډېرو ځایونو کې به د مخدره موادو کښت په کم وخت کې له مینځه ولاړ شي.
هر فسادګر د هېواد لوی مجرم دی.
بله لویه ستونزه بېروزګاري ده د بېروزګارۍ لاملونه ډېر دي: لکه بې امني، د هېواد کمزوری اقتصاد، د تعلیم نشتوالی، په نورو هېوادونو کې سرمایه ګذاري کول او د هېواد د زېرمو څخه په وخت او سم ډول ګټه نه پورته کول دي چې زمونږ هېوادوال یې نورو هېوادونو ته مهاجرت او یا هم د مخالیفینو د سپونو تللو ته مجبور کړي دي.
که مونږ پاسني یاد شوي شیان او اوبه په سم ډول مدریت کړو نو په هېواد کې به مو د بې روزګارۍ کچه تر ډېرې اندازې راټیټولی شو، چې دا کارونه هم د شته فساد د کبله یا نه دي شوي او یاد له فساد ډک شوي دي.
هر فسادګر د هېواد یو لوی مجرم دی.
بله ستونزه د اوبو په ناسم ډول مدریت دی، چې زمونږ زیاته برخه هېوادوال اوس هم د سپوږمۍ رڼا ته شپې سبا کوي او په خپلو ډېرو اوبو کې د برق د نشتون سره مخ دي، چې دا کار هم د شته لوړ فساد د موجودیت له کبله دی.
کنه نو یواځې د ټول هېواد برق په ادارو کې لکونه اشخاص په کار ګمارل کېدای شي، د دې ترڅنګ د هېواد په اقتصاد باندې هم ډېر مثبت رول لرلی شي او پاتې دې نه وي چې د ګاونډیو هېوادونو د احتیاج څخه مو هم خلاصوي.
فساد زمونږ د ټولو هېوادوالو یو لوی او بې ساه دښمن دی، راځئ چې د دغه دښمن سره هم د نورو دښمنانو په څېر یوه ملي او دایمي مبارزه پیل کړو خدای دې نه کړي چې بیا دغه بې ساه دښمن راڅخه ساه ویستلې وي.
لیکوال: محمد مبین هڅاند