حزب اسلامی سره سوله او د خلکوغبرګونونه

سوله هغه کلمه ده چي د هغي په اوریدو سره انسان یو ډول روحی آرامتیا تر لاسه کوي. دڅو کلونو په جریان کې سوله د هري ورځي د تاوده بحثونو څخه ګرځیدلي او اوس هم د سولې تینګښت په هیواد کې له تاوده بحثونو څخه دی.
د زیاتو مخالفتونو په شتون کې اوس هم امنیت او د سولې د هیواد د هری مسلې په سر کې قرار لري.د شک نه پرته په هغه هیواد کې چی جګره له دریولسیزو نه ډېره دوام لري. سوله ډېر ژر لاس ته نشي راوړي.د سولې په هکله د مخالفو ډلو سره د دولت ډېرو هڅو نن یوه پایله ترلاسه کړه.
له ډېری مودی راهېسي دولت له حزب اسلامی سره د سولې په هکله کارونه دوام درلودل چي په پایله کې حزب اسلامی د سولې بلنې ته هوکره وکړه او د سولې هوکره لیک د دولت او حزب اسلامی ترمنځ لاسلیک شو چي دا هوکره لیک د افغانستان د دولت او د حزب اسلامی د مذاکره کوونکی له هیات ترمنځ د تلې په لومړی نیټه د ۱۳۹۵ ل.ل کال لاسلیک شوه.دا هوکره د افغانستان د دولت د استازو له خوا چي سید احمد ګیلاني د سولې د عالی شورا رییس،محمد حنیف اتمر د افغانستان د ملی امنیت مشاور،عطا الرحمان سلیم د سولې د عالی شورا منشی او محمد کریم امین چي د حزب اسلامی د رهبر ګلبدین حکمتیار د استازی په توګه وو دا هوکره لیک لاسلیک شو.د
د دی هوکړې لیک په اساس دولت ضمانت کوي چي ګلبدین حکمتیار او د حزب اسلامی نور شورشی مشران ته قضایی مصونیت اعطا کړل شي. دغه شپږ پاڼه لړونکي سند په درېو څپرکو او ۲۶ مادو کې ترتیب شوي.
د دی سند په لاسلیک کېدو سره اعتراضی ډلو خپل غږ پورته کړ.نوموړی ډله د لسګونو کسانو په شتون د کابل د شهر نو په پارک کې جوړه شوه.اعتراض کوونکو د حکمتیار په ضد شعارونه ورکول او خپل مخالفت یې د دی هوکري په خلاف ښکاره کړ.
د معترضانو مخالفت د ګلبدین حکمتیارّ په وړاندي ځکه وو چې ده د کورنیو جګړو په رامنځ په رامنځ ته کېدو کې لاس درلود او دهغه د مجازات غوښتونکی وو.
همدارنګه په تولنیزو شبکو کې د دی هوکره لیک په اړه ډېر مخالفتونه او موافقتونه ښکاره شول.
دا د ټولو وګړي حق دی چي د یوه پیښه په هکله یې خپل اعتراضونه په مسالمت آمیز بڼه ښکاره کړي خو د سولی د هوکری په هکله اعتراض څه ډول اعتراض دی؟
د افغانستان خلک چي د دی پرله پسې جګړو څخه نور په تنګ شوي دي.کلونه دی چې دا پرله پسې جګړو دوام لري،هیڅ کورنۍ نشته چې د جګړو نه یې زیان نه وي لېدلي؛ چا خپل پلار، چا خور، چا ورور، چا خپل اولاد او چا خپل مور د لاسه ورکړی.
دغو جګړو هم د روحی لحاظه او هم د جسمی او مالی له لحاظه ټول افغانان زیانمن کړي.
جګړه یوازي افغانان نه دي زیانمن کړی هر هغه ډلي چې د دولت سره په خلاف دي او افغانانو سره په جګړي کې ښکیل دی هم زیانونه یې لېدلي دي.
جګړه د زیان په غیر کومه ګټه نه لري نو له دی کبله د سولې غوښتونکي دي، خو مګر نن چې یوله مخالفو ډلو څخه دی ته چمټو ده چې دولت سره سوله وکړي نو ولې ځیني وګرو د دی سولې سره په خلاف دئ‎؟
هغه معترض وګري چې د ګلبدین حکمتیار محاکمه غوښتونکی دی، څه غوارئ؟ مګر د سولې د راتلو خوښونکی نه دئ؟
ډېریو د دی سولې هوکرې لپاره دګلبدین حکمتیار سره ښه وګنۍ خو مخالفتونه هم د سولې په هکله د ګلبدین حکمتیار سره څرګند شول. او ویلی چې د سولې راتلو ته خوشحاله دي خو په دي وضع او شرایطو کې سوله حزب اسلامی سره هیڅ ګټه نه لري او وایې چې سوله حزب اسلامی سره کومه اغېزه د افغانستان په نا امنی او جګړي باندې نه لري ځکه په اوسنۍ حالت کې دا طالبان دي چې په افغانستان کې جګړه په لاړه اچولي.
سوله هغه وخت راځي چي د طالبان ډله خپله سلاح پر ځمکه کېږدي او د مرکۍ پر میز له یو بل سره کښېني.علاوه پر دی سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د افغانستان او څنګ هیواد د پاکستان د اړیکي د ملګریتوب شي.
خپلي ستونزي د دولت سره حل کړی او د افغانستان د دولت لپاره د مخالفو ډلو د ساتلو څخه دی لاس واخلئ، خو بد خبر افغانستان لپاره دا دې چې طالبان جګړي ته دوام وړکوي او هم پاکستان دی ته حاضر نه دي چې فشار پړي راوړي او سولې ته یې مخه کړي.
لکه څنګه چې مو وویل د دی سولې د هوکړه لیک سره ځیني خپل موافقت او ځیني خپل مخالفت څرګڼده کړي.
نو آیا دوی داسي فکر کوي چي حکمتیار سره سوله د دولت وېش رامنځته کوي ؟ یا دا چي د حکمتیار سلطنت به بیرته پېل شي؟
یا که دوی د دی نه بیره لري چي حکمتیار او دنوموړی حزب نور مشرانو ته قضایی مصونیت وړکول دوی ته دا مجال وړکوي چي بېرته واک ته ورسي او په تولنه کې ښځو ته محدودیتونه رامنځته کړي؟
له دی ګنګو پوښتنو سره چي د وګړو په ذهن کې پیدا شوي،نو وګړي نشي کولای چي د دی هوکړی د لاسلیک لپاره خوښي څرګند کړئ.خو بیا هم ویلی شو چي په هر حالت کې سوله هر مخالف وګړه او ډلي سره یو ستایونکی کار دي.
له سولې نه بغیر کومه ښه لاړه نشته،یوازی یوه لاره شتته چي هغه لاړه افغانان کلونه کلونه تجربه کړي چې هغه د جګړه لاړه ده او افغانان ورڅخه هیڅ ښي خاطري نه لري.
اوس که فکر وکړو افغانان د دېرو کلونو راهیسې د سولې غوښتونکی وو،نو ولی نن د سولې په کېدو سره مخالفت کوي؟.آیا د دوم ځل لپاره د جګړي غوښتونکي دئ؟ او د هغو مخالفو ډلو سره چي سوله کوي بیا د جګړه لاړه ورسره واخلو؟
سوله،سوله ده. کله چې ډېري خلک د سولې غوښتونکی وی نو د سولې د عملی کېدو په روند کې باید یو بل ته مرسته کړو او د دی روند د عملی کېدو څخه حمایت وکړو ځکه چي د سولې به غیر کومه ښه او منظقی لاړه نشته.
لیکونکې: مرجیله بدخش