اوسنی مریېتوب

مریېتوب یوه نړیواله پدیده ده چې ټولو ملتونو تجربه کړي. د مریېتوب ټاکلې مخینه معلومه نه ده خو د ټولنو د متمدن کېدو سره دا پدیده را منځ ته شوه. لومړۍ په لرغوني مصر کې وروسته بابل، آشور، چین او هندوستان کېدا پديده را منځ ته شوه. خو په یونان او لرغونې روم کې يې د کلاسیکی بڼې څخه پرمختللي بڼه ځان ته غوره کړه.
له لومړیو څخه تر اوسه پورې مریيېو ته د شي په سترګه کتل کېدل او همدا رنګه دوی پلورل، پېریدل کېدلااود ډالۍ په توګه ورکولکېدل او د وثیقو په څیرخپلو بدیهیو لپاره په کار وړل .د ډېریو مریېانو څخه د کښت او معادن په کارونو کي کار اخيستل کيده.
کرار کرار د مریېتوب نظام د نړۍ په هیوادونو کې له منځه ولاړ او لومړنۍ هیواد ډنمارک وو چې په( ۱۷۹۲ م) کال کېد مریېتوب نظام پکې له منځه ولاړو.ددې هر څه قوانینو په شتون سره په اوسنۍ پېړۍ کې هم مریېتوب شته چې د نوي مریېتوب په نوم پیژندل کېږي.
نوې مریېتوب امکان لري چې مختلفې بڼې ځان ته غوړه کړي.شاید ډیر کم خلک په دې آند وي چې د مریېتوب نظام په لمنځه تللو سره اوس هم د ڼرۍ په ځینوبرخو کې وګړي شتون لري چې د مريېتوب قرباني ګرځیدلې دي.دا چې مریېتوب ځان ته سوداګریيزې یڼې اخیستي دي نوله همدې امله د اوسنۍ پېړي خلک د مريتوب سره اشنايي نه لري،ځکه چې دغه سوداګرۍ په آرامه او پټه توګه ترسره کېږي او عام خلک ورڅخه بې خبره دي.
نن ورځ مریېتوب ځان ته بله بڼه غوره کړې ده،د بیلګي په توګه ویلي شو چې په اوس وخت کې مریېان د نړۍ په بیوزلو سيمو کې ډیر او ارزانه دي، لدې امله مریې اخیستونکي د هغوي اخیستلو ته اړ نه دي ځکه چې خلک بيوزله دي او دوی په خوښي مریېتوب ته چمتو دی او د لږو پیسو په بدل کې ځان پلوري او په آسانی سره د واکمنو یا شتمنو کسانو مریې کېږي.
د نن ورځي مریېان چې په بیوزلو سيمو کې ژوند کوي هغه کسان دي چېپه ذهن کې د خپلې راتلونکې لپاره روښانه انځور نه لري او دوي له خپل مريتوب څخه خوښ دي ځکه چې دوي ته يوه مړي ډوډۍ ور رسولي شي.
په تیرو وختونو کې به مریېان په زنځیرونو تړلکېدل،ترڅو چې ونه تښتې،کله چې به وتښتېدل د نیول کېدو وروسته به سخت ټکول کېدل. خو په اوسني وخت کې مریېانو ته داسې ذهنیت ورکول کېږي چې و نه تښتي او د تښتېدلوو فکر هم په ذهن کې رانه وړي.د ډېرو تهدیدونو په اساس مريیان نور د مقابلې توان او د تښتیدو حوصله نه لري.دوی تل په دی فکر کېدی چې کله دوي له بنده آزاد شي،څه وکړي؟ دوی خپل ځان ته کومه مشخصه دنده نشي پیدا کوالي دوي داسې فکر کوي چې که دوي وږي شي نو مړه به شي، ځکه چې بې له ژوندي پاتې کېدو نور کوم ځانګری هدف نه لري او تل په دې فکر کې دي،که ډوډۍ پیدا نشي دوی به یوه ورځ خپل ژوند له لاسه وړکري.مریې لرونکي هم د دوي له ضعف څخه استفاده کوي او مریېان په بېلابیلو کارونو ګماري.
د نړيوال سازمان چارواکي د مريېتوب نظام د لمنځه تللو په نړيواله ورځ کې ووايل چې د (۲۰۰ )کلونو په تېریدو سره د مريېتوب د رسمي لغوه کېدو نه وروسته اوس هم مریېتوب په نړۍ کې شته، اوس هم په بېلابیلو بڼو د خپرېدو په حال کي دي. د دې راپور په اساس په اوس وخت کې د ۲۷ میلیونو څخه ډېر وګړي دي چې نارېنه،ښځې او ماشومان پکې شامل دي د مریېتوب نظام او شرایطو له لارې خپل ژوند مخ ته وړي.
د مریېتوب له اوسنيو بڼو څخه یو هم زور کار دي، چي د کار بین المللی سازمان په وینا په اوس وخت کې ۲۰۰ میلیونو او ۳۰۰ زرو کسانو په شمېر په نړۍ کې تر زور کار لاندې کار کوي. سره له دی چې بېلابیل تعریفونه د نوي مریېتوب څخه لرو خو په( ۲۰۱۶ م) کال کې نړيزال سازمان مریېتوب ته «د حق او آزادي اخیستلو» تعریف وړکري. کله چې وګړي خپل اختیار له لاسه ورکوي،په اجبار،تاوتریخوالي او ګواښ د دوی آزادي د واکمنو خلکو له خوا اخیستل کېږي،نو خامخا دوی مریېان دي.په ټولنه کې ډېر بې وزله او ضعيف خلک د مريتوب قربانيان دي چي د قاچاقی ډلو په واسطه یوه ځای څخه بل ځای ته لېږدل او زور کارونو پرې ترسره کېږي.د مخ پر وړاندې هیوادونو ډېرې وګړي د بیوزلو څخه دي چې ستوزمنو کارونو ته مخه کوي.
د آسیا په ګوټ ګوټ کې ډېری ماشومان کارګر دي او ډېرې مریې نیونکۍ. ماشومان د مريې په ټوګه نيسي،ځکه چې په آسانۍ سره د څو ځلې تريخ چلند کولو سره هغوي تر واک لاندې راولي او مریېان د ډېر ویر څخه د تېښتې او نافرماني جرات نه شي کولي کله چي لوي هم شي نافرماني نشي کولاي.
سازمان ملل په ۱۶۷ هیوادونو کې د خلکو ژوند ارزیابی کړي او دې پايلې ته رسیدلي چې په دغه ۱۶۷ هیوادونو کې تفریبا ۴۶ میلیونه وګړي د مریېتوب قرباني شوي دي.چین د ډېرو مريې لرونکو هیوادونو په سر کې راغلي وروسته هند،پاکستان،بنګلادیش او ازبکستان ځاۍلري. په دې ۵ هیوادونو کې د نړۍ ۵۸سلنه مریېان ژوند کوي.دا ارزیابی په نورو هیوادونو کې د ناامنی او د هغو هیوادونو د بی توجهی له امله دا سروي نه ده تر سره شوي چي افغانستان هم یو د همدغو هیواونو څخه دی.
مریېتوب په افغانستان:
په افغانستان کې د ناامنی او نورو بېلابیلو ستونزو له امله د مریېان شمېر تر اوسه په رسمی توګه نه دي په داګه شوي،خو د ډیرو خلکو د ژوند په لیدو سره دا ويلي شو چي په افغانستان کې هم مریېان شته خو د دوی کره شمير ندي څرګند شوی.ډیري په دی آند دی چې په افغانستان کې ډیر مريېان شته چې ماشومان د مریېانو ډېري تعداد جوړوي.
ډېري ماشومان چې مریې دي هغوي د بېلابیلو سیمو څخه د بېلابیلو ډلو په واسطه تښتول کېږي او د هیواد په ګنه ګونو سیمو کې سوالګرو ډلو ټه سپاړل کېږي،او سوالګرې ډلې دا ماشومان د نشه ای ټوکو په ورکولو سره هغوي بی هوشه کوي او وروسته چادری والې سوالګرې ښځې د هغوي په واسطه د سړکونو په سر پیسي ټولوي.
ځیني نور ماشومان شته چې ستونزمن کارونه ترسره کوي،لکه څنګه چې د افغانستان بیوزلې کورنۍ د بیوزلې په خاطر خپل ماشومان د کښت په کارونو ګماري.دا بیوزلې کورنۍ ځان سره خپل ماشومان چې لس کلن،دولس کلن یا څوارلس کلن ماشومان دي د یوې ورځې، یوې اونۍ یا د یوې میاشتي په موده د کښت و کار لپاره اجاره
او په وړاندي یې ډېرې کمې پیسی تر لاسه کوي او دهغه پیسو په واسطه د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوي پوره کوي.
مریېتوب چي تر اوسه پورې شتون لري ،دا د دولتونو د اقتصادی ضعف له امله دی چې خلک د ډېري ناچاری له امله ځان مریې کوي، که دکار زمینه ټولو ته برابره شي شاید دا نظام په بشپړه توګه له منځه ولاړشي او ټول وګړي په نړۍ کې آزاد ژوند وکړي او د یو آزاد انسان په توګه ريښتينی ژوند وکړي او د یو ښه ژوند خاوند شي،د نورو کسانو په څېرد خپل هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. دا د دولتونو دنده ده چې ټولو ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو نور خلک د بیوزلۍ له امله مریې ونه ګرځي.
د هغي ورځې په هیله چي موږ تول انسانان په دې نړۍ کي آزاد او آرام ژوند ولرو.
لیکونکې: مرجیله بدخش