د ټلوالې(بي) پلان

د درې سیاسي احزابو نوې تجمع چې له هېواده بهر ترکیه کې یې صورت نېولی او رسنیو ورته د سیاسي وزن نوم ايښی، په کې( جنبش، جمعیت او وحدت) ګوندونه راټول شوي دي، ښکاره دوی غواړي چې د اپوزیسیون تر نامې لاندې پر شته حکومت فشارونه وارد او له ګواښ سره یې مخ کړي، دا حالت له ځانه سره بد زیری لري، دوی په اکتسابي ډول بدبینه دي او په لوی لاس غواړي حالت بحراني کړي. ځکه دوی همهاله په حکومت کې هم شامل دي، فعال او اساسي غړي یې دي، مهمې دندې لري؛ نو څنګه کېدلای شي چې په عیني وخت کې هم په حکومت کې غړیتوب لري او هم پر ځان نېوکې کوي؟.
ځکه د اپوزیسیون لپاره چې کوم تعریف شتون لري دا دی چې( اپوزیسیون له حکومته بهر یوه سیاسي ډله ده چې د حکومت پر چارو، کړنو، تعاملاتو د څار او تعقیب دنده مخې ته وړي او د حکومت له هغه کړنو سره همغږي او هم نظري وي چې د قانون احکام نقض او تر پښو لاندې نه کړي، د ملت په ګټه وي... او له هغه حرکتونو او تعاملاتو سره یې مخالف او منافي وي چې ملي منافع، عمومي مصالح، ځمکنۍ بشپړتیا، ارضي تمامیت او قانون ماتوونه په کې صورت نېسي) لنډا دا چې دوی حکومت او سیاسیون خپلو چارو ته متوجې کوي.
راځو د مثلث د ائتلاف یوې بلې نوې سیاسي اصطلاح ته چې دوی په خپلو خبرو کې کړې او توضیح کړې یې نه ده، هغه د (B) ۤۤپلان اصطلاح ده. د یادو ګوندونو د رهبرۍ شورا غړو، یا مشرانو ویلي چې که د اپوزیسیون له ادرسه ونه توانېدو چې خپلو موخو ته ورسیږو؛ نو دوهمه لاره زمونږ د بي پلان تطیق کول دي.
څه موده وړاندې دوی یوه بله هېښوونکې اصطلاح هم کارولي وه چې د بلخ والي عطامحمد نور ویلي و چې مونږ به خطرناک مدني حرکتونه پیل کړو، په مدنیت کې خطرناک حرکتونه په څه معنی، آیا په مدنیت کې خطرناک حرکتونه وجود لري؟ ښکاره ده چې ځواب، نه دی مدنیت خپله یو منزه کلېمه ده دلته یې په تعبیر او عمل کې په پلي کولو خبرې کوو، په عربي رېښې پسې یې نه ځو.
دلته د مدني ټولنو ایجاد، مدني حرکتونه ترسره کولو لپاره د مشروعیت او قانونیت اصل، یا جواز ورکول واضح دي، مثلاً د حق د غوښتنې، د عدالت د تامین، سولې او ټیکاؤ..... لپاره کېږي؛ خو په تاسف سره چې دلته یې د مشروعیت اصل په نظر کې نه نېول کېږي.
زما په فکر په بي پلان کې د روان حکومت چې په ډېرو قربانیو ورکولو جوړ شوی، له ګواښ سره مخ کول، ترینګلي او بحراني حالت رامنځته کول، خېمې وهل، ولس ته اذیت ورکول، د خلکو په ځورونه لاس پورې کول او حکومت له زخمې ګوتې نېول، داخلي شورشونه پراخول، وسله والو مخالفینو ته نوې جګړیزه فرصتونه په لاس ورکول، تخریبات او امنیتي وضعیت تر دې کچې خرابول چې بیا ځلي جبران یې د ناممکن تر پولو رسول او یا له مرګونو شېبو سره تړل.
پوښتنه دا ده چې دا هر څه ولې کېږي؟
لومړی باید دا خوا هم وڅېړل شي او ترې ځان خبرول مهم دي، چې د دري ګونو ګوندونو ائتلاف له هېواده ولې بهر صورت نېسي، ولې په کور دننه نه کېږي، ښکاره دا چې د پردي تر شا ځېنې پټ لوبغاړي شته چې دې لوبه کې به ځان ښکېلوي.
دا هر څه په دې پار کېږي چې د دوی په وینا ولسمشرغني ټول قدرت او واک تر انحصار لاندې راوستی، د ټلوالې ټول مخدومین او حکومتي غړي له صحنې وېستل کېږي، د دوی په باور دا تفرقات د شمال د مظبوتې کنګرې چې په کلونه ـــ کلونه خواریو او قربانۍ ورکولو جوړه شوې وه، دړې وړې شي او هر څوک خپله لاره ونېسي؛ اوس یې د بیا رغولو هڅې کوي.