دا هماغه نجلۍ ده، له پنده ډکه کیسه

د روغتیا پال ( ډاکټر ) د کتنځي ( معاینه خانې ) دروازه بېدرېغه ووهل شوه، ډاکټر وویل: دروازه دې ماته کړه ! راځه دننه دروازه پرانیستل شوه، یوه نهه کلنه نجلۍ، چې ډېره زیاته اندېښمنه او پرېشانه وه، د ډاکټر په لور یې ور منډې کړې او وې ویل : ښاغلی ډاکټره ! مور مې ! مورمې ! په داسې حال کې چې ساه یې بندېدله دوام یې ورکړ : زارۍ درته کووم، له ماسره راشه، مور مې ډېره زیاته ناروغه ده . ډاکټر وویل : باید مور دې دلته راولې، زه د معاینې له پاره د چا کور ته نه ځم . نجلۍ وویل : خو ډاکټر صیب ! زه نه شم کولای، که تاسو را نه شئ، نو هغه مري، د دې خبرو په کولو سره، له سترګو څخه یې اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، د ډاکټر په زړه کې رحم پیدا شو او هوډ یې وکړ، چې له هغې سره لاړ شي . نجلۍ ډاکټر ته د کور په لور لارښوونه وکړه، چېرته چې ناروغه مور یې په بستره کې پرته وه . ډاکټر معاینه پیل کړه او وې کولای شول، چې د درملو په ورکړې سره یې تبه را ټیټه کړي او وې ژغوري . ښځې په ډېرې سختۍ خپلې سترګې پرانیستې او له ډاکټر څخه یې مننه وکړه، ډاکټر ورته وویل : باید له خپلې لور څخه مننه وکړې، که چېرې هغه نه وای، نو هرو مرو مړه کېدلې ! مور په ډېرې حیرانتیا وویل : ډاکټر صیب ! زما لور خو درې کاله مخکې له دې نړۍ څخه تللې ده او هغه انځور ته یې اشاره وکړه، کوم چې د تخت له پاسه ځړېدلی و، کله چې د ډاکټر سترګې په انځور باندې ولګېدې، نو پښې یې ورېږدېدلې او سستې شوې . دا هماغه نجلۍ ده، یوه کوچنۍ او ښکلې پرښته . 
مورې ! قدمونه دې زما په سترګو کېږده، تر څو سترګې مې جنت وویني .