که داسې هی هوی و ما مړ در واخله

قیصه ډیره خوږه ده خو لږ بی ادبه ده نو ځکه یې دلته له لیکلو ډه ډه کوو، خو مطلب دا دی چې وایې یو کس ډیر بادونه خلاصول بل ورته ویلي وو که داسي هی هوی وو نو ما مړ درواخله.
د افغانستان داسلامی جمهوریت ولسمشره!
زه پوهیږم چې له ټاکل کیدو دې لږ وروسته زه او نور ډیر په خپله رایه پښیمانه وو او ویل مو چې ولې مو دې کس ته رایه ورکړه، خو فکر کوم په خپل فکر کې زما په شمول لږ څه غلط وو، ځکه چې تا د عمل په ډګر کې ډېر داسې څه وکړل چې د افغانستان د ولس تش خوبونه وو خو تا په عملې توګه ترسره کړل او اوس هم لګیا یې چې طرحې دې عملې شي. مثالونه یې دلته ځکه نه راوړم چې خلق یې په سترګو وینې او منلي یې دي. چې خبره راڅخه اوږده نه شې غواړم یو څو لنډې داسې ګیلې درته وکړم چې اراده دې ده چې دا ستونزې حل کړې او مناسبه د حل لاره ورته پیدا کړې، خو زه داسې وایم چې که دې ستونزو ته زر د حل لاره پیدا نه کړې شاید ته هم ترې په عزاب شې او کیدای شې اور یې ستا درلمنې هم در ورسیږې. زما په شمول زما ټول همفکران نه له دولته او نه هم ستا له مخالفو وسلوالو کومه ګټه وینې او نه یې ترې تر لاسه کوې، نو زما په اند مونږ به یوازې او یوازې منځ غړیتوب وکړو او کوښښ به وکړو چې د کړیدلې وطن د ځوریدلو او مظلومانو وګړو په ګټه په عادلانه توګه قضاوت وکړو او تر تاسویې خبره در ورسوو. چې بحث داسې نه شې رانه اوږد چې د ویلو حوصله یې ونه لرې اصل خبره مې درته د وردګو ولایت په خاصه توګه یې د څلورو ولسوالیو (جغتو، سید آباد، چک او دایمردادو) د امنیتې وضعیت په هکله کوله، او په لاندې توګه مشکلات ورکې دې که دې په وس پوره وې هیله ده اقدام کړې کنه نو لرې نه ده چې ستا تبۍ هم په څو لنډو ورځو کې درتوده کړي.
په وردګو کې طالبان د بل هر ولایت په پرتله بدل دي دلته، د طالبانو مشران ټول لوستې او اکثره یې له لوړو زده کړو فارغ دې چې ستاسو حکومت ورته تر 16 صنف زده کړې هم ورکړې دي دا چې ستاسو د لوړو زده کړو نصاب ولې خلق ملي ګټو ژمنتوب ته نه شي رابللی دا جدا بحث او پوښتنه ده. دلته مطلق د طالبانو تحریک هم نه چلیږي بلکه په نوم طالبان دي خو فعالیتونه یې ستا د استخباراتو او ستاد حکومت په پرتله ډیر پیاوړي دي د مثال په توګه تاسو په وردګو کې بانک نه لرې خو دوی یې د چک په ولسوالی د سیبه کې په سیمه کې بانک لري او پاکستانۍ کلدارې د دوی د جنګیالیو او نور ترمنځ تبادله کیږي. په وردګو ولایت کې د طالبانو تکتیکونه هم بدل دي د مثال په توګه که یو څوک وغواړې پر وړاندې یې غږ پورته کړي وار له واره د اربکي نوم ورپورې کوي او د وردګو له اربکیانو خو نو ستا د ښي مټ وزیر محترم حلیم فدایې چې ستاسو په خاصه پاملرنه او پیرزوینه اوس د لوګر والی دی ښه خبر دی. دلته طالبان سم دم حکومت چلوي د جغتو ولسوالی اړوند تر 1000 دوکانونو بازار یې بند کړی او مالیه یې هم 3000 پاکسانۍ کلدارې ترې ټوله کړې ده. دلته تنها د وردګو طالبان نه دې بلکه دلته د کندهار مشهور غله، د پنجاب متقاعد ډګروالان، د چیچنیا د استخباراتو کسان چې اوس اوس د د روسانو په مرسته دلته راغلي په ډیره میړانه او شجاعت ستاسو له عسکرو سره جهاد کوي.
ښاغلی ولسمشر دلته د طالبانو ظلمونه تر هغه حده وتلي چې یو انسان یې دې تحمل کړاي شي، دلته طالبان له ټولو خلقو د ځمکو، موټرو حتې غواګانو مالیات ټولوي، دلته طالبان ستا د حکومت په ملاتړو ځواکونو هغه وخت د ټوپک شپیلۍ چرړوي چې عام وګړي ډیر شي او ستا ړانده عسکرو ته نو بیه ټینګ شه چې عزر وکړي زاری وکړي چې د خدای په لحاظ مه کړه داسې نو عزر او زاری دې په مرګ ختمیږي چې کیدای شي له ډیرو به خبر شوی هم وي. دلته طالب د خلقو ناموسو نو ته په بده سترګه ګوري خو عام ولس یې سترګو ته هم نه شي کتلای. دلته چې د هر چا زوی، ورور، پلار، او ... په طالبانو کې فعالیت کوي نور ټول یې په سرو سترګو ګرزي او حتي ستاسو محترم مشاور هم کیدای شي. دلته هرڅوک مجبور دي چې طالب ته په ورین تندي ډوډی ورکړي کنه خیر یې نه شته. تر ټولو خو د رشخند خبره داده چې دټولو لوړپوړو طالب چارواکو کورنۍ په کابل کې اوسېږي او مزې کوي. په زرهاو او په لکهاوو داسې مثالونه شته چې دلت یې له ډاره نه شم لیکلای او هغه ډار به درته وروسته ووایم.
ښاغلی ولسمشر! د وردګو ولایت طالبان په کابل کې په خلاصو مټو ګرځي چې دا ولس یې ستا په ولسمشری نور هم بی باوره کړی دی، او وایې چې له دې ټولو سره خپله ولسمشر، حنیف اتمر او معصوم ستانکزی په مستقیمه توګه اړیکې لري چې ښه مثال یې د حقانې د ترهګرې شبکې د دریو مهمو غړو ( میرویس، آصف او لیس چې د سیدآباد ولسوالی د اونخې درې د موساخیلو دکلي اوسېدونکې دي) فعالیت دی چې د کابل په کوټسنګې د نګین آسیا په مارکیټ کې یې ښکلی اوطاقونه دی او فعالیت کوې دا په داسې حال کې ده چې آصف ستا په داخلې وزارت کې برحال پولیس او افسر دی خو تاسو سترګې ورباندې پټې کړی دی او هغوی په وردګو ولایت کې پریمانه نا امنې جوړه کړې ده او د حتې قومي تعصوبونو ته یې هم مخه کړې ده. ستاسو بزدلانه تصمیمونو د وردګو طالبان نور هم پیاوړي کړي دي تاسو ولې هغه کسان چې حقانې شبکې پورې تړلي نه اعداموی اوس طالبان وایې چې نور مو ډارکړی او هر هغه کار چې په وس مو پوره وی کوی یې داشرف غني پلار مو نه شي اعدامولای. تاسوخبریاست که نه! د وردګو ټول کدرونه یې په همدې کابل کې ترور کړل یاخو تاسوهم د عامو خلقو د دعوا مطابق ورسره لاس لری او لار مو ورسره یوه ده او یا مو په وردګو کادرونو زړه نه سوزې تاسو د دې وژنو مخه ولې نه شی نیولای؟
خبر مې اورې!؟ د وردګو ولایت حال تر هغه په ډیرې خرابې خواته روان دی چې ته یې فکر او تمه لري، دلته د طالب او حکومت په نوم شخصې بدۍ شروع شوې، د شهید انجنیر شیرولي موضوع هم نوره شخصې کیدو ته اوړي داځکه چې تاسو په غلط سړی لاس ایښی او که خدی ناخاسته څه بد څه پیښ شي نو لرې نه ده چې موضوع به له دولت نه شخص ته واوړي. په وردګو کې طالبان په بیه خلق ترور کوي هغوی ته ډیره سخته نه ده که وغواړي د ارګ په خوله کې یې هم ترور کولای شي خو مونږ (دا ولس) درته یادوم بیا دې ته حیران یو چې داتاسو ولې داسې کرار ناست یاست خو ریښتیا وایې ځمکه هغه سوزې چې اور پرې بل وي.
ولسمشره! اوس ته خبر یې که نه چې په وردګو کې ستا امر نه چلیږي او که حال همداسې روان وي نو د ولسمشری تر آخرې ورځې به دې امر ونه چلیږي، ته خبر ېې! چې ستا دمعلمانو څه حال دی قسم درته کړم نور نو ستا دنظام معلمان له طالبانو تر دوو سپږمو راغلی او د اولاد له پاره ډوډی نه لري، آیا تا دې له والې سره دهغوی د ستونزو په اړه غږیدلی یې هغوی خو دشمالي لنډغرانو غوندې نه دي چې بیرون ته راووزي او تاته سرخوږی جوړ کړي، هغوی ډیر پدر داره خلق دي خو له ستونزو یې ځان خبر کړه. هغو ته طالبانو عجیبه شرط ایښی ورته ویلي یې دي چې معاش له بانګه نه شی اخستی او یو کس د یو مکتب په سر باید په معاش پسې ولیږی چې کس ځی هم مونږ به په جریان کې وو او چی له ولایت نه یې حرکت راو کړ هم مونږ ته به خبر راکول کیږي خو که په لاره کې چا وشکولو او کنه مونږ یې مسولیت نه اخلو. آیا تا پوښتنه کړي چې دوی ولې دمعلمانو معاش له بانکه بند کړی دی د دوی اصلي هدف دا دی چې دوی تقریباْ د مکاتبو له 30 تر40 فیصدو پورې معلمان دي او نه شي کولای چې ولایت یا بل کوم ځای ته په معاش په سې ولاړ شي چې بیه ستا د حکومت د عسکرو ښکارنه شي. خو بهانې داسې کوي چې که تاسو په معاش په سې ولاړ شی نو دلته درسونه قضا کیږي او حال داچې دوی د مکاتبو سرسخت دوښمنان دي. آیا تاسو د دې معضلي له پاره کوم حل لري؟
ولسمشره!
دلته طالبان په خپل سر داسي نه دې قوي، ما مخکې وویل چې ټول حال له ډاره نه شم ویلای ځکه ستا دومره چاپلوس او ړانده چارواکې دي هسې نه چې آی پي مې لیک کړي او طالبانو ته مې په لاس ورکړي چې دا لیکنه ګواکې ما کړې ده او طالبان به خدای مه کړه څه ضرر راته ورسوي. دلته ستا دحکومت چارواکي آن دطالبانو ځینو مشرانو ته په ډالرو معاشونه ورکوي یو خو یې آن د میاشتې 800 امریکایې ډالر ورکوي که دالیکنه ولولي کیدای شي ځان وپیژنې. دلته ستا د وسلوال ځواک له پاره په روپیو اخستل شوې د کلکوف مرمی طالبانو ته په تحفو کې راځي. دلته ستا په شا او خواکې دا سې بزدله کسان هم شته چې د طالب ښځې ته د سروزرو ګوتمې ور وړي. دلته ستا ځینې چارواکي له خدایه دومره نه ډاریږي لکه له طالبه او ته هم لګیایې سرمایه ګزاري ورباندې کوې. دلته ستا تر زنې لاندې داسې چارواکې هم شته چې په یوځای دوه طالبان مسلح ستا مور خوړلو ځواکونو په ډیره سختۍ سره ونیول اما ده جناب یو چې خپل یې وو خوشی او بل یې د زندان د تورو تیارو میلمه کړ. دلته دطالبانو ساختماني شرکتونه دهغوی دورورانو او نورو خپلوانو په نمونو چلیږي او د ... په زور ستا له دولته پروژې هم باسي چې ښه بیلګه یې د ګردن مسجد دستر قاتل حامد ساختمانی شرکت دی چې په کندهار کې ښه په درز فعالیت کوي او ته یې د تړلو او یا بلک لیست کولو توان هم نه لرې. لنډه دا چې دلته هرڅه ستا له لاسه دي که دلته هرڅه پیښېږي مستقیم یې ته مسول یې، تا ته په کار ده چې له دې کارونو ځان خبر کړې که یې نه خبره ويې مونږ یې تر ویشه په تالا خوشحاله یو نور د خوښه خپله.