
دواړو، اوسني او پخواني وزیرانو ته ځکه احترام لرم چې دواړه د وطن کدرونه او ښه شخصیتونه دي. البته په شخصیت کې هم فرق شته او الله تعالی ویلي چې خلق من تفاوت، ولي په اوسنۍ زمانه کې هغه څوک هیواد والوته د منلو وړ دی چې یوه اندازه یې د هغوی په درد خوړلي وي او دا اندازه خلق په افغانستان کې اوس ځکه ډیر شوي چې ملي شتمنیو ته وفاداره چارواکي اوس په دوربین کې هم نه تر سترګو کیږي وایې « په ړندو کې د یوې سترګې کس پادشاه وي».
چې خبره رانه بلې خواته کږه نشې، غواړم د هیواد والو پام د پوهنې د پخواني وزیر کړنو او د اوسنې وزیر تورونو ته راوګرځوم. زه دپوهنې وزارت یو ټیټ رتبه خو ماشاالله په هګی کې چوڼیدلی مامور یم. دپوهنې اوسنې وزیر صاحب په پخوانې هغه پسې سختې سپکې سپورې ادعاګانې کړي، یو ځای د خندا وړ ځکه بولم چې محترم داکتر صاحب!!! بلخي دا ټولې ادعاګانې د هغه بوټپاکانو په خولو کړی دي چې پخوانې وزیر صاحب ته به یې همیشه ویل چې بی تانه صیب دا وزارت پرمخ بیول د خوب لیدل دي صیب، او صیب ته ملایکه یې او... په همدې د پشی په تراویحو یې ځانو ته دندې پیدا کړیې او اوس هم لګیا دي چې ویې ساتي. د جناب محترم بلخي صاحب ټولې ادعاګانې د بی بنسټه او خالي د خولې خبرې دي. کله چې اوسنی هیت له جمهوری ریاست څخه راغی نو جناب بلخي صاحب ته یې کړل چې اسناد لري جناب صاحب په هغو غوړمارانو پسې زنګونه وهې او وایې چې «بیا او بیادرا او وخت چې میګفتین حال چې ګف است جواب بتې نه».
دخندا وړ ادعایې د 100 په شااو خوا کې د مکتبونو تنها د کاغز پرمخ دشتون او په عمل کې دنه شتون خبره ده. دا ادعا جناب صاحب داسې سټ کړی ده چې یوه ورځ دهغه 100 مکاتبو د ناتکمیلی مجلس وو او ویل کیدل چې دامکاتب ناتکمیله دي او باید چې بودیجه ورته پیدا او تکمیل شي یو ناڅاپه یو بوټ پاک په ورو او چاپلوسانه لحجه وویل چې «صیب این مکاتب تنها به روی کاغذ است» بس نو جناب بلخی صاحب ته هم انډیکټور سټ شو او دا اعلان یې وکړ. ماته د همدې ټولو مکتبونو لست او انځورونه په لاس راغلي دي او ټول مکتبونه دځمکې پرمخ شته چې تقریبا له30 زیات یې له 90٪ تر 100٪ تکمیل او له 60 زیات یې د استفادې وړدي چې په دې کې د روزګان، پکتیکا او نورستان مکاتب یې زیاتره د مخالفانو له لوری ړنګ شوي او د جوړ حالت او ړنګ حالت انځورونه یې شته چې په بیا ځل کې به له تاسو درنو هیواد والو سره شریک کړل شي.
د محترم او دزړه سر جناب وزیر صاحب بلخې د ادعاګانو د لست په خیټه کې یې یوه داسې عجیبه او غریبه بی منطقه ادعا سټ کړی ده چې د سواد زده کړې کوم شاګرد یې هم نه کوي. نوموړی په دې ادعا کې فرمایې چې که د شاګردانو تعداد 11 میلیون وي نو که هر شاګرد یو مور اویو پلار ولري نو دری کسان ځینې جوړیږي چې دا نفوس دافغانستان داوسنې نفوس څوبرابره کیګي. زه نه وایم چې په ښوونځیو کې د شاګردانو تعداد به 11 میلیونه وي زه د محترم منطق ته حیران یم وه هلکه: د یو وزیر په توګه تا GRM راپور لوستی چې حد اقل یوه افغانه کورنۍ څو ماشومان لري او څومره یې ترې مکتب ته ځي په هغه پسې یې دې هم بلا وي، آیا ته نه پوهیږي چې هر افغان ښځه او میړه تر پنځو زیات ماشومان زیږوي او بیا هم ګریس بند وي او لا لګیا وي!؟
وایې یوې بلا بلې ته ویل اوخ: جناب بلخي صاحب دا تورنه داسې وخت پورې کوي چې ده خپله هر ریاست ته خپل با صلاحیته نماینده په داسې توګه معرفي کړی چې له رسمې ریسانو څخه یې د مامورینو دمنفکی او مقرری خولۍ په سر کړې ده. د خدماتو محترم ریاست ته یې د محبوب الله صدیقي په نوم کس معرفي کړی او د جناب وزیر صاحب نوی اشپز ته یې 2000 ماډل ټوډي ور فرمایلې ده دا په داسې حال کې صورت نیسي چې د احمدې په نوم یې یو بل مشاور چې دده جناب خوریی دی او دی ځان د کابل بولي چې په اصل کې د بلخ دی د ایکویپ له ریاسته فوق العاده یوه 2000 کرولا ور تر ګوتو کړیده چې اصل کې د ده جناب قرارداد له جی پی ای نه 5000 امریکایې دالره بی له کومې امتحان او انټرویونه ټاکل شوی دی چې په اصل کې دا یو غیر قانونې او مردارکار دی چې د پخواني وزیر په وخت کې به هیڅوک دا کار ثابت نکړي. جناب عالیقدر د مصونیت ریاست ته د جان آغا عارفي په نوم کوم مټاویر (مشاویر) ور معرفي کړی دی او د نورو ټولو صلاحیتونو تر څنګ یې په رسمي مکاتبو کې هم خپل نوم درج کړی او امضاګانې کوي چې انشا الله ډیر زر به په خپله سزا ورسیږي... نوربیا