یو شمېر پښتنو او بلوچانو ته د افغانستان د هویت کارت ورکول اړینه خبر ده

په دغه خبره فکر کول او دحل لاره میندل ضرورت او اړتیا ده!
جناب مشال خان ټکرچې اوس لندن کې دی دده جملو څخه دی.
د كوزې پښتونخوا له یوه پښتون څخه مې وپښتل چې د پاکستان پر ضد د پاکستان د افغان دښمنه او افغانستان دښمنه سیاست او کړونو مقابل کې ولې د دغه هېواد د عالي کمېشنرۍمخکې په اعتراضیه غون‌‌‌‌‌‌ډه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون نه کوې؟
ده راته وکتل او په خواشینې څېره اما حق به جانب څېره یې راته وویلې: زه لندن کې په پاکستاني اسنادو ژوند کوم او سبا به بیا همدې سفارت ته د اسنادو د تمدید لپاره ځم. ته راته د یو پښتون او د لوی، بشپړ افغانستان د مبارز په توګه افغانی اسناد راکولای شې؟
زما سره جواب نه وه او نه شته. وبښئ جواب شته او وه خو صلاحیت نه شته.
اضافه کول غواړم. چې دغه ستر انسان هماغه ورځ د قربانۍ په منلو په لندن کې د پاکستان د کمېشنرۍ ( سفارت) مخې ته راغی او حتی اعتراضیه وینا یې د پاکستان د حکومت په غندنه کې هم وکړه.
ددې ستر ملت قربانۍ او قهرمانان د بنو له قیامه تر دا ننه زیاتې دي
خو سوال دادی چې مونږ دې اتلانو ته څه كړي؟
ددې پوښتنې درست ځړاب اړین دی.
جناب مشال خان ټکر د سیمې ژوندی تاریخ او ستر مبارز، د قدر وړ شخصیت یو ددې نامي شخصیتونو څخه دی!
دی لكه دا يو شمېر قاقستان زندا باد نه مني او د ای اس ای د سیوري لاندې سیاست غندي!
زمونږ افتخار دی.
د لوی ، بشپړ افغانستان افتخار دی خو دغه ستر پښتون او اقغان چې کله افغانستان ته ځي باید د افغانستان ویزه واخلي!
دا د نورو انساني او عاطفوي جوانبو پرته یو هغه مستند او مشخص سند دی چې د افغان حاکمیت خپل بالقوه امکانات د دشمن مقابل کې بالفعل نه کړل او لګیا دې بې عمله پاکستان ضد اعتراض کوي.
دا حالت د افغان حاكميت ته د شرم خبر ده!
پای
30/06/2017