
په افغانستان کښى دبيلا بيل هيوادونو استحبارتي کړۍ دخپلو ګټو لپاره جګړه توده ساتي او نه غواړي چى جګړه پاى ته ورسوي ان تر دى پورى چى خپل اهداف ترلاسه نه کړي
1 - امريکه
امريکى په کال 2001 ميلادي کښى په افغانستان حمله وکړه او دطالبانو رژيم يى مات کړو په دى نوم چى طالبانو اسامه بن لادن ته يى پناه ورکړى ده او اسامه بن لادن دامريکه په وال ټريټ سينټر حملى کښى لاس لري. امريکه په افغانستان باندى ديو جوړ کړي پلان تر لاندى حمله وکړه او ده يى نړيوالو ته وښودله چى مونږ دتوريزم پر ضد جګړه پر مخ وړو هو توريزم ته امريکى خپله وده ورکړه.
چى کله يى په افغانستان حمله وکړه طالبان خپل کورونو ته ولاړل په افغانستان کښى دامريکى او نړيوالو په وړاندى چندان جنګ نه وو امريکيانو دپاکستان په واسطه طالبان يو ځلى بيا جګړى ته وهڅول او په افغانستان کښى جګړى ته يى زور ورکړو.امريکه دافغانستان ولس په دى نوم وغولو چى افغانانو پخوانى شوروي اتحاد يې مات کړى ډيره قرباني يې ورکړى ده نه مونږ افغانانو سره دحواښوږي په ډول ويجاړ افغانستان رغوو او يو دولت رامنځ ته کول غواړو.
امريکه دخپلى بقا په خاطر په افغانستان کښى يو داسى لاس پوسى کمزورى دولت يې رامنځ ته کړوچى تلى ځان ته حيران کړى اداري فساد په کښى اوچ ته راسيدلى قومي شخړى ديني شخړو ته ورځ تربلى لمن زياته وهل کيږي.ورځ تربلى په دولت باندى دجنګ ساحه زياتيږي په لوړه کچه په افغان ځواکونو باندى بريدونه کښيږي په عام ولس باندى ډير په وخشيانه ډول انتخاري بريدونه کول ده ټول دامريکى زيږدنال دي چى افغانانو ته يى ور په برخه کړي دي امريکه دداسى کارونو کولو تر شه په افغانستان کښى څه موخى لري؟
امريکه په افغانستان کښى ډيرى پټى او ښکاره موخى لري امريکه غواړي چى په افغانستان کښى اوږد مهاله فوځي اډى لاسته راوړي او دافغانستان دلارى خپل هم سيال هيواد روس چى ورځ تربلى دقوي کيدو په لور روان دى دهغى دزور دمخنوي لپاره امريکه دخپل ځان شتون په افغانستان کښى ډير اړين ګڼي چى دافغانستان دلاره دمرکزي اسيا هيوادونو کښى جنګ ته لمن اووهي لکه ښکاره مثال يى دافغانستان دجنوب او لويديځ نه وسله وال دافغانستان شمال ته نقلول دي لدى لپاره چى دافغانستان دشمال نه دمرکزي اسيا هيوادونو ته دجنګ لمن اووهي او روس ديو خطر سره مخ کړي. دويم هم سيال هيواد چين ورځ تربلى داقتصاد په ميدان کښى ډير په چټګ ډول پرمختک کونکښى دى امريکه نه غواړي چى چين دنړۍ تر ټولو قوي اقتصاد لرونکښى هيواد وي امريکه غواړي چى دافغانستان دلارى چين دګواښ سره مخ کړي لکه ښکاره مثال دچين اوياغور مسلمانان دي چى دچين دولت په ضد يې راپارولي دي.
همدغى مسلمانو سره چين دولت لاس او ګريوان دى وخت نا وخته په يو بل باندى خونړي بريدونه هم کوي امريکه ده يواځى لدى لپاره کوي چى چين په دى بريالى نشي چى داقتصاد په ميدان کښى پرمختګ وکړي.پاکستان او ايران تر خپل کنترول لاندى ساتل همدغى مواردو ته په کتو که چيرى امريکه په افغانستان کښى اوږد مهاله فوځي اډى ؛ دروس دزور مخنوي ؛ دچين داقتصاد دپرمختګ مخنوي ؛ دپاکستان او ايران تر خپل کنترول لاندى ساتل په همدغى مواردو کښى بر لاسى شي نه ښائي دامريکى دلاسه په افغانستان تش دتوريزم په نوم تپل شوى جګړى ته امريکه دپاى ټکى کيږدي.
2 - پاکستان
دافغانستان په جګړه کښى تر ټولو مهم رول لوبونکښى هيواد پاکستان او دافغان دولت دانتقعاد ګوته هم دپاکستان په لور ډيره نيول کيږي دافغانستان دولت تل په پاکستان ده انتقعادونه کوي چى وسله والو طالبانو ته په خپل هيواد کښى پناه وسله وال روزل او وسلى ورکوي هو پاکستان دولت تل دافغان دولت دغه ويناوى بى بنسټه بولي او بيرته په افغان دولت ده تور پورى کوي چى هغه طالبان چى دپاکستان دولت په ضد جنګيږي افغان دولت ورته په خپلى خاوره کښى ځى ورکړى دى.
دپاکستان دولت دافغان ضد وسله والو ته پنا ورکول وسله وال روزل وسله والو ته وسلى ورکولو تر شه څه پټى موخى لري؟
پاکستان غواړي چى افغانستان کښى تر خپل چپر لاندى يو کمزورى دولت رامنځ ته کړي او خپل شرطونه په افغان دولت اومني.دپاکستان دولت شرطونه ده دي چى افغان دولت باندى دډيورند کرښه رسمي کړي چى تلى ده کوښښ په وار وار کړى دى او هرځلى دناکامۍ سره مخ شوى دي دويم دپاکستان دولت غواړي چى دافغانستان دولت خپله بهرانۍ پاليسي دپاکستان په لاس کښى ورکړي چى پرته دپاکستان داجازى به بل هيواد سره خپلى اړيکى نه ټينګوي چى په حاص ډول يې اشاره هند ته ده دريم پاکستان غواړي افغان دولت سره يوى پريکړى ته ورسيږي چى په پاکستان باندى به هيڅ يو وخت کښى دخپلو سيندونو اوبه بندى نه کړي افغانستان ته دپاکستان هيڅ يو شرط دمنلو وړندى همدغه لاملونه دي چى پاکستان افغانستان په ارم ډول نه پريږدي که چيرى دافغانستان دولت د پاکستان دغه شرطونه په ځان اومنل نه ښائي دپاکستان په لاس دتورستانو دغى جګړى ته پاکستان دپاى ټکى کيږدي.
3 - ايران
په دى روستيو کښى په افغانستان کښى داسى راپورونه خپاره شول چى وسله والو طالبانو ايراني ساخت وسلى په جنګونو کښى کاروي ايران دافغانستان په جنوب او لوديځ ولايتونو کښى په فراخه کچه طالبانو سره اړيکى لرل طالبان روزل او هغوۍ ته وسلى ورکول دي لکه ښکاره مثال يى دطالبانو پخوانى قومندان ملا اختر محمد منصورايران ته تګ او دايراني چارواکو سره ليدل ښکاره په دى دلالت دى. چى بيرته دراستنيدو پر مهال دپاکستان په بلوچستان ايالت کښى دامريکه دبى پيلوټه طيارو لخوا ويشتل او په مرګ رسيدل وو.
ايران وسله وال طالبانو دهمايه کولو تر شه څه پټى موخى لري؟
ايران غواړي دوسلوالو ډلو په واسطه افغان دولت په جنګ کښى بوخت وساتي او کمزورې کړي لدى لپاره چى افغان دولت پدى برلاسى نشي چى دخپلو سيندونو اوبه په ايران بندى کړي ايران سره دمحمد ظاهر شاه ددولت پر مهال داوبه يو تړون لاسليک شوى وو چى دهغى تړون په اساس ايران د اوبو يو معلوم مقدار دافغانستان دى سيندونو څحه ترلاسه کولى شي هو له بده مرغه وس چى دافغانستان دولت په جنګونو کښى ښکيل او کمزورى دى نه دافغانستان دولت دمجبوريت څحه په په استفاده 70 فيصده زياتى اوبه دافغانستان له سيندونو څحه ايران ترلاسه کوي په افغانستان کښى دسلما بند دجوړيدو پر مهال ايرانيانو ډير خنډونه په لار کښى واچول هو بالاخر سلما بند جوړ شو پس دسلما بند ده جوړى دو نه ايران وسله والو ډلو ته زيات شمير پئيسى دسلمابند دويجاړولو لپاره اومنلى هو وسله وال پدى برلاسه نشو چى سلمابند تحريب کړي کو چيرى افغان دولت پخپلى خاورى کښى له بندونو دجوړولو څحه تير شي نه ښائي دايران دلورى په افغانستان تپل شوى جګړى ته ايران دپاى ټيکى کيږدي.
4 _ روس
په وسني وخت کښى دافغانستان دولت په روسيه ده نيوکى کوي چى ګواکى وسله والو طالبانو سره يى اړيکى ټينګى کړى او طالبانو ته وسلى ورکوي نه همدغى ټکو ته په کتو څه موده وړاندى دروس سفير په کابل کښى افغان دولت استجواب کړو دروسيه سفير دطالبانو سره خپلى اړيکى رد نکړى
بلکى ووائيل چى مونږ طالبانو سره له پخوا راهيسى اړيکى لرو لدى لپاره چى وکولى شو د وسله والو طالبانو په واسطه دسختدريځې ډلى داغيش مخنيوى وکړو او پدى ورستيو کښى په ماسکو کښى پاکستان چين او دروس غونډه چى په ظاهري ډول يى نړيوالو ته داسى ور وانګيرله چى مونږ دافغانستان سره دوسله والو دسولى او ثوبات لپاره غونډه کړى ده هو په باطن کښى دامريکى په وړاندى يو بلاک جوړول او په افغانستان کښى وسله والو طالبانو ده له تجهيزولو لپاره غونډه کړى وه.
روس دوسله والو طالبانو تر شه دريدل په افغانستان کښى څه موخى لري؟
دامريکه شتون په افغانستان کښى روس دځان لپاره خطر ګڼي روسان په دى ښه پوهيدلى دي چى سختدريځه ډله داغيش دامريکه يوه پروژه ده چى دروس په خلاف يى جوړا کړى ده لدى لپاره چى درسانو ته پرى خطر ورمتوجى کړي نه روس ته د داغيش نوم ښه فرصت په لاس ورغى چى طالبانو سره خپلى اړيکى له پراخه او په ښکاره ډول يى کړى
روسان غواړي چى وسلوالو طالبانو په مټه دامريکى تر چپر لاندى جوړ کړى شوي افغان دولت ته سقوط ورکړي لدى لپاره چى امريکايان له افغانستان څحه اووځي دويم ده چى له امريکايانو څحه بدله واښلي کومه چى امريکايانو ديرش کاله وړاندى په افغانستان کښى دمجاهيدونو په واسطه روسانوته ماتى ورکړى وه نه همدغى ټکو ته په کتو که چيرى له افغانستان څحه امريکايان اووځي نه ښائي وسلوالو ډلو سره دروس مرستى په ځى ودريږي نه روسان به هم په افغانستان کښى جنګ ته ده پاى ټکى کيږدي.
5 _ چين
چين چى دنړۍ داقتصاد په ميدان کښى ورځ تر بلى دپرمختګ په لور روان دى او امريکه دځان لپاره يو خنډ ګڼي نه چين نه غواړي چى امريکيان په افغانستان کښى داوږد مهال وخت لپاره پاتى شي لدى لپاره چى امريکيان پدى برلاسه نشي چى چين ته خنډونه په لار کښى واچوي نه همدغى مواردو ته په کتو چين وسله والى ډلى په افغانستان کښى همايه کوي چى دامريکيانو ښپى په افغانستان کښى سپکى کړي کو چيرى امريکيان له افغانستان څحه اووځي نه ښائي چين دوسله والو ډلو دهمايه کولو څحه لاس واخلي او چين دلاسه په افغانستان کښى جګړى ته دپاى ټکى کيږدي
ډير په درناښت شاه افغان ساپي