ځواني

په ونه ټیټ تور سړي قطار خلک تر نظر تیر کړل ځان یې په کي ونه لید کوچنۍ قهرجني سترګي یې راواړولې لکه ما، چي قصدأ دی نه وي پکي راوستلي ورو یې وویل:
ـ زه نه پکي ښکارم.
څنګ ته ولاړو خلکو ورباندي وخندل. له راغونډو خلکو څخه یوه په عمر پاخه کس پر خپله شناوۍ ږیره لاس تیر کړ په لوړ ږغ یې وویل:
ـ دصمد جان اکا دزوي دکوزدې غوړه دي نوشیجان کړه سترکي دي پټي سوې.
دلوی سرای په برنډه کي شور جوړ سو. راټولو کلیوالو په یوه خوله خندل په ونه ټيټ سړي ماته وکتل بیایې ټلیفون راته ونیوي. ما دکامرې سترګه دهغه په تور رنګ وهل سوې ږیره ور برابره کړه. ټيټ سړي د راټولو خلکو له منځه را ږغ کړل:
ـ سم مي پکي راوله.
څنګ ته ولاړ کس یې پر اوږه لاس وراړولی و ویل:
ـ سپین ږیري سوې خو له شوقه ونه لویدې.
ټیټ سړي په خندا ورغبرګه کړه:
ـ لا خو ځوان یم.
کلیوالو ټولو ورباندي وخندل ما عکس واخیست تور ټيټ سړي لومړی ځان ولید بیا یې له قهره ډکي سترګي راواړولې. په عکس کي ټولو خندلي ول. دچا سپین غاښونه ښکاریدل دچا خولې کږې راغلې وي. ټیټ سړي په توره رنګ سوې ږيره کي وازه خوله نیولې وه. دهغه مخکني وتلي غاښونه له ورایه ښکاریدل.
پای