
استاد پخپل صنف کې ماشومانو ته وويل چي غواړم له تاسوسره لوبې وکړم استاد هغوی ته وويل چي سبا به هريو له کوره يو پلاستيکي تېلۍ . کڅوړه. له ځان سره راوړئ اوپه هغو کڅوړوکې چي له کومو خلګوڅخه ستاسو بد راځي دومره تعداد پټاټې واچوئ او دلته یې صنف ته راوړئ.
په سبا ماشومان له کڅوړو سره صنف ته راغلل دچا په کڅوړه کې به دوه ۲ دچا په هغه کې به درې ۳ اودچاپه کڅوړه کې به څلور۴ او پنځه ۵ پټاټې وي . استاد خپلوشاګردانوته وويل چي تر يوې اونۍ پورې به دغه کڅوړې سره له پټاټو درسره وي که تاسو هرچيره تلاست . ګرځيداست . دوي به درسره وي ورځې
همداسي تيرېدې خو ورو ورو ماشومانو ګيلې شروع کړې چي موږ دپټآټو له بوي څخه ډير په تکليف يو.خو وروسته له يوې اونۍ څخه لوبه پاي ته ورسېده ماشومانو دخوښۍ احساس وکړو. استاد له ماشومانوڅخه پوښتنه وکړه چي دا يوه اونۍ مو چي دپټاټو کڅوړي درسره ګرځولې نو څه احساس مو کاوو؟
ځينې ماشومانو خو ددې پټاټو له بدبوۍ څخه شکايت کړی وو
وروسته استاد ددې لوبې اصلي هدف داسي ورته توضیح. څرګند . کړو .
داښکاره خبره ده چي ډير وخت کيږي تاسودهغو خلګو کينې په زړه کښي لرئ چي تاسویې دوستان نه ګڼئ او هرځاي ته یې له خپل ځانه سره وړئ د نفرت او کينې بوۍ ستاسو زړه فاسدوي او تاسو هغه هرځاي ته له ځان سر ه وړئ حال داچي تاسو دپټاټو کڅوړې ديوې اونۍ دپاره ونه ساتلې نو ولې غواړئ چي دنفرت بد بوۍ دټول عمر دپاره په خپل زړه کښي وساتئ نو همېشه هڅه وکړئ چي له هیچا سره په زړه کښي کينه مه ساتئ بلکه دهغه وښوخويونو ته توجه وکړئ ترڅو په زړه کښې کينه هیڅ ځاي ونه نيسي.