د افغانستان د اساسي قانون د درې څلوېښتمې ۴۳ مادې مطابق تعلیم د ټولو افغان اتباعو حق دی او تر لسانس درجې پورې وړیا باید صورت ونیسي. پدې اساس دولت مکلف دی تر څو په هیواد کې د متوازن معارف د تعمیم لپاره پروګرامونه تهیه او عملي کړي. د دې اصل په اساس دولت پرته د هر ډول تبعیض او توپیر باید په ټول هیواد کې د متوازن معارف د پلی کولو لپاره عملي اقدام وکړي. له بله پلوه د اساسي قانون څلور څلوېښتمه ۴۴ ماده د نجونو تعلیم ته ځانګړي شویده. د دې مادې مطابق دولت مکلف دی تر څو د نجونو د ښوونې او روزنې په موخه موثره ښوونیز پروګرامونه د توازن د ایجاد په خاطر طرح او تطبیق کړي. همدارنګه دولت په نړیواله کچه هم ځینې معاهدې لاسلیک کړي دي، چې د هغې له مخې دولت مکلف دی تر څو د هیواد د ټولو ماشومانو(نجونو او هلکانو) لپاره د تعلیم زمینې برابرې کړي.
که څه هم په دې اخیرو کالونو کې د تېر په نسبت د نجونو د تعلیم په برخه کې د لیدلو وړ پرمختګونه را منځ ته شويدي؛ خو بیا هم ځینې چلنجونه او ستونزې لا تر اوسه شتون لري، کومې چې د دې باعث کیږي تر څو ډیرۍ شمېر يې له زده کړو بې برخې شي.
اوس راځو هغه ستونزو ته اشاره کوو چې د تعلیم په برخه کې افغان نجونې ور سره لاس او ګرایوان:
امنیت:
بد امنیتي د نجونو د تعلیم په برخه کې تر ټول غټه ستونزه ده، د افغانستا په ډیرۍ سیمو کې مسلح وسله وال ګروپونه چې د افغانستان د تعلیم او تربیې دښمنان دي د نجونو د تعلیم مخه نیسي او هغوی ته بیلابیل خنډونه جوړوي. په ډیری ځایونو کې داسې هم شویدي چې د نجونو په مخونو تیزاب شیندل شويدي، مسمومې شویدي، وهل شویدي، ښکنځل شویدي او حتی وژل شويدي؛ نو ځکه ډیرۍ کورنۍ د بد امنیتی له وجې دې ته نه حاضریږي چې خپلې لوڼه او خویندې مکتبونو ته ولیږي.
بله د اجتماعي امنیت ستونزه ده. اکثره مکتبونه د نجونو د شمولیت لپاره لازم امکانات نلري. د ودانیو نه شتون، د حفاظتي دیوالونو نه شتون چې دا په ځانګړي توګه په وروسته پاتې سیمو کې یوه لویه ستونزه ده. نو پدې اساس اکثره کورنۍ دې ته نه حاضریږي چې خپلې نجونې داسې مکتبونو ته ولیږي چې حفاظتي دیوالونه او ودانۍ نه لري.
بله دا چې په هیواد کې مو د قانون تطبیق ډیر کمزوری ده. ډیر زورواکي له قانون څخه سرغړونه کوي او قانون په خپله نفع څرخوي، چې دا زورواکي په ځینو مواردو کې نجونو ته آزار و اذیت ورکوي او د دې په لیدو سره نورې کورنۍ د دوی له ویرې نجونې مکتبونو ته له تګ څخه منع کوي.
د ځینو کمه تربیه ځوانانو له خوا په لارو کې د نجونو زورل د هغو د تعلیم په برخه کې یوه بله ستونزه ده.
جغرافیوي وضعیت:
دا چې افغانستان یو غرنۍ هیواد دی او زیاتره کورونه يې یو له بله په لرې فاصلو کې پراته دي؛ نو پدې اساس مکتبونه له کلو څخه په زیاته فاصله کې موقعیت لری، نجونې مجبورې دي چې دا فاصلې ووهي تر څو مکتب ته ورسیږي، له بله پلوه په دې اوږدو لارو کې کمزوری امنیت د دې باعث کې کیږي چې نجونې په ځینو مواردو کې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي چې دا یې يوه بله ستونزه بللی شو.
اقتصادي وضعیت:
افغانستان یو غریب هیواد دی چې وګړي يې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نشي پوره کولای. کوم براورد چې د NRVA له لورې په ۱۳۹۱ کال کې صورت نیولی، په ډاګه کوي چې د یوه کس عاید په کال کې ۶۴۰ امریکايي ډالره دی، مانا دا چې دلته اکثره وګړي د فقر د کرښې لاندې ژوند تیروي او ماشومان که هغه نجوني دي یا هلکان مجبور دي چې د کور لپاره حلاله نفقه پیدا کړي او کار وکړي. فقر د دې سبب کیږي چې د کورنۍ د خپلو اطفالو د مصارفو څخه عاجزې پاتې شي او بالاخره ماشومان يې له مکتب څخه محروم شي.
دیني او فرهنګي وضعیت یا د اسلام مقدس دین د احکامو او فرهنګي قواعدو څخه نا سمه انګیرنه:
چافغانستان یو اسلامي هیواد دی، چې کابو ۹۹ سلنه وګړي يې مسلمان دي. له بده مرغه دلته منبر او جومات د داسې کسانو په لاس کې دي چې خپله له دین او اسلامي احکامو سم خبر نه لري. دوی دیني احکام او فقهي اصول خلکو ته په ناسمه توګه تفسیروي او هغوی هم د خپلې کمې پوهې له وجې په پټو سترګو دا خبرې مني چې په پایله کې زموږ ټولنه له بد بختیو سره مخامخ کیږي، چې ښه مثال يې د اکثریت ملایانو له خوا د نجونو د تعلیم حراموالي بلل دي. په همدې توګه دیني مدارس او په هغه کې شته دیني علمأ(!) هم پدې باور دي چې نجونې باید له کوره د باندې د تعلیم په موخه ونه وزي؛ بلکې هغوی که تعلیم کوي، نو په کور د ننه دې يې وکړي چې دا خبره امکان نلري. دوی فتواوې ورکوي چې نجونې که له کوره بهر د زده کړو په موخه ولیدل شوې؛ نو په هره طریقه چې وي مخنیوی يې وکړئ، ځکه دوی وايي چې له دې څخه بیا اخلاقي فساد خوريږي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مقدس دین په نر او ښځه تعلیم فرض کړیدی، نه يې دي ویلي چې نر دې تعلیم وکړي او ښځه دې تعلیم نه کوي، نر دې ډاکتر شي ښځه دې ډاکتري نه لولي؛ بلکې ځکه يې روا بولي چې که زموږ ښځې ناروغې شي نارینه ډاکتر ته د ور وستو په صورت کې يې لا ډیره بې ستره کیږي په ځانګړي توګه د ولادت پر مهال؛ خو که ښځینه ډاکتره ولرو نو زموږ د ښځو ستر به تر ډیره خوندي وي. هغه شمېر ملایان چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم ناروا ګڼي یا خو له اسلام نه د دوی پوهاوی کم دی او یا دا چې د نورو استخبراتو ته کار کوي؛ ځکه هغوی نه پريږدي چې افغانستان دې د تعلیم له لحاظه په پښو ودریږي او د دې لارې دې له نورو سره سیالي وکړي.
له بله پلوه افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده او محدودوونکی فرهنګ لري، په لري پرتو سیمو کې چې اکثره خلک يې بې سواده دي، په ځنیو غلطو او پخوانیو دودونو باور لري او د هغوی افکار يې ور محدود کړيدي. په هغو سیمو کې زموږ فرهنګي قوانینو او قواعدو زموږ د نجونو په برخه کې ډیر زیات محدودیتونه وضع کړيدي. دا فرهنګي محدودیتونه په لومړي سر کې له فقهي او اخلاقي فرمانونو او احکامو څخه چې کوم غلط برداشت کیږي له هغې څخه سرچینه اخلي. چې دا بیا د دې سبب کیږي تر څو ښځې دې د څلورو دیوالونو په منځ کې ناستې وي یانې زموږ د فرهنګي اصولو له مخې ښځه یا د کور ده یا د ګور!
ښځه نشي کولای چې په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي، نشي کولای چې زده کړې وکړي او حتی له کوره بهر ووزي. پدې توګه په ښځو باندې د دودیز فرهنګ له مخې ډیرۍ محدودیتونه تحمیل شويدي. دوی مجبورې دي چې د سړیو څخه په مطلق ډول اطاعت وکړي او هغه تعصب چې د ښځو سره په افغانستان کې کیږي، نه پريښودل کیږي چې په ټولنیزه برخه کې خپله ونډه ثابته کړي. ښوونه او روزنه د ټولنیزو حضور یوه برخه ده او په عین حال کې په ټولنیزو برخو کې د هغوی د شتون لپاره سهولتونه رامنځته کوي. نو په همدې اساس زیاترو کورنیو د نجونو زده کړې په ابتدايي او ثانوي زده کړو پورې محدودې کړيدي.
د ښځینه ښوونکو کمښت:
یوه بله ستونزه چې زموږ د هیواد نجونې د زده کړو په برخه کې ور سره مخ دي هغه د ښځینه ښوونکو نه شتون دی، چې له دې وجې هم ډیری کورنۍ خپلې نجونې مکتبونو ته نه پریږدي او نجونې خپله هم د ځینو فرهنګي او دیني اصولو له مخې نه حاضریږي چې نارینه ښوونکو ته د زده کړو په موخه کیني. په ځانګړي توګه کله چې ثانوي یا لیسې دورې ته رسیږي، نو دلته ښځینه ښوونکو د نه شتون په اساس نارینه ښوونکو ته د زده کړو په موخه نه ورځي او په پای کې مجبوریږي چې مکتب پریږدي. دا ستونزه په لرو پرتو سیمو کې بیخي ډیره ده.
پایله:
په پایله کې ویلای شو چې د نجونو د تعلیم د مخنیوي لاملونه تر ډیره زموږ له ناپوهۍ سرچینه اخلي. که موږ د خپلو دیني احکامو او فقهي مسایلو خبراوی ولرو؛ نو موږ به هیڅکله د منیر د یوه ناپوه ملا چې یوازې د قرآن څو آیاتونه يې حفظ کړي وي، غلط نشو او موږ به هیڅکله د هغه پردي مزدور ملا په فتوا خپلې خویندې لوڼه له تعلیم نه منع نه کړو. دا موږ یو چې په نا اګاهانه توګه د خپل دښمن پروژې دلته تطبیقوو. موږ به هیڅکله پخوانیو ناوړه رواجونو ته تسلیم نشو کوم چې موږ ته د نجونو تعلیم بې غیرتي خو نارینه ډاکتر ته دخپلې خور، لور او ښځې ور وستل غیرت ګڼي.
وړاندیزونه:
- د عامه پوهاوي له لارې د خلکو ذهنونه روښانول تر څو د نجونو د تعلیم مخنیوی ونه کړي او په دې برخه کې د دیني علماوو څخه استفاده کول.
- په ټولیزه توګه د افغانانو د پوهې د سطحې لوړول، په ځانګړي توګه د نجونو او یا هلکانو د تعلیم په برخه کې د دیني او فقهي مسایلو سم تفسیرول.
- د ښځینه معلمانو استخدامول په ځانګړي توګه په لرې پرتو سیمو کې.
- د هغو ښځینه معلمینو لپاره چې د ښارونو څخه لرې پرتو سیمو ته استول کیږي، د تشویقي معاش تخصیصول او هغوی ته د اوسیدو لپاره په پرامنه سیمه کې کور ورکول.
- په هر لحاظ د نجونو مکتبونو تجهیزول او د هغې څخه د کلکو امنیتي تدابیرو نیول.
- د لارو په اوږدو کې همدا رنګه په داخل د مکتب کې د نجونو د امنیت تأمینول.
- په لرې پرتو سیمو کې د الحاقیو او څانګو جوړول.
- د غریبو نجونو لپاره د ځینو غذایي موادو او قرطاسیو ورکول.
- په کلیو کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په موخه د کلیوالي شوراوو را منځته کول.
- د کم تجربه ښځینه معلمانو لپاره د ظرفیت لوړلو پروګرامونو تر تیبول.
سیدشاه ګل ویاړ