ولې دملکي اونظامي ارګانونوترمنځ لازمه همغږي نشته !؟

په یوشمېرولایتونوکې ورځ تربلې امنیتي وضعیت خلک له اندېښنو سره مخ کړي . دا په دې مانا نه ده چې افغان پوځیان ، ( ملي اردو ، ملي پولیس ، ملي امنیت ... ) ارګانونه ضعیف دي ، او لازم پوځي تجهیزات نه لري ؛ بلکې د تېرو کابو دریو څلوروکالو په پرتله لس چنده تجهیز یا سمبال شوي ، درنې وسلې ورکړل شوي ، هوایي ځواک پیاوړی شوی ، د سرتیرو په تشکیل کې زیاتوالی راغلي ، ترځنګ یې د ملي پولیسو تشکیلو نه رامنځ ته شوي ، ولسي پاڅون کوونکي په ګڼو سیمووکې راپاڅیدلي ،سرحدي پولیس په پرمختللو درنو اوسپکو وسلو سمبال شوي ، په قطعو او جزو تامونوکې ځانګړې ډلې روزل شوي او داسې نور .... /
بل خوا ، د وسله والو مخالفینو واحده ډله په ډلګیو ویشل شوې ، د تیرو کلونو په پرتله  د یوې جبهې پرځای په دریو محازونو یا دریومخالفوډلوسره په جګړه بوخت دي ،لکه طالبان په خپلو کې د ښاغلي  ملارسول ډله  دښاغلي  ملا هبت الله له ډلې سره ، له دولت  او متحدینو سره او د داعش یا اسلامي دولت له نوې پیدا شوې ډلې سره !
د دغو اختلافاتو او خپلمنځي سیمه ییزو وسله والو نښتو سره سره بیا هم په دې توانیږي چې ، د هېوادپه ګڼشمېر سیموکې د ولسونو ورځنی ژوند وګواښي او دولتي حاکمیت ته په بېلابیلو برخو کې خنډونه رامنځ ته کړي . لامل یې څه دی ؟!
دچاروڅاروونکي په دولتي چوکاټ کې دریو مواردوته ګوته نیسي او وایي چې:
۱ - د ملکي او پوځي ارګانونو ترمنځ په چاروکې نه هم غږي او له سیمه ییزو چارواکو څخه پوځي ارګانونو او جزو تامونو د مشرانو نه اطاعت.
۲ – په ملي او رسمي چاروکې سیاسي ، ګوندي ، سمتي او آن مذهبي توپیرونو ته په ژمنتیا سلیقوي چلند کول.
۳ – او  ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ د ۵۰ – ۵۰  وېش له مخې په لوړو پُسټونو دنا اهله (غیرمسلکي ) کسانو ګمارنه  او پراهلو( مسلکي کدرونو) یې مسلط کول .په ملکي او پوځي یوشمېر اشخاصوکې ، پورته د  دریو ذکرشویو مواردو لیونۍ  پالنه د دې لامل شوې چې ، د هېواد په یو شمېر ولایتونوکې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خراب او د خلکو مال او سر له ګواښونو سره مخ شي . چې په سویلي  او یو شمېر شمالي ولایتونوکې امنیتي ناوړه وضعیت  يې ژوندۍ بېلګې دي . لومړی او دوهم موارد یې واضح دي ،خو د دریم په هکله به یې یو څه وضاحت وکړو . د پوځي حالاتو شنوونکي په دې اند دي چې ، د ملي وحدت دولت اوحکومت چې په راس کې یې ښاغلی محمد اشرف غني او ښاغلی عبدالله عبدالله واقع دي ، دوي لوړې دولتي چوکي یا پستونه په خپلوکې سره سم په نیمه ویشلي دي ، وزارتونه ، لویي ریاستونه ، ولایتونه ، معینیتونه او داسې نور ... دې وېش په نورو برخو کې هم د پام وړ منفي اغېز شیندلي ، خو په پوځي برخه کې یې دومره منفي اغېز درلودلې چې حتي په یو شمېر ستراتیژیکو ولایتونو کې یې دولتي حاکمیت له احتمالي خطر سره مخ کړی او ولس یې د یو کاواکه شلیدلي پاڼ پرسر درولی دی چې نه خو دولت ته لاس ورکولای شي او نه هم د دولت مخالف لوري ته .  والي د یو ولسمشر کس دي ، د قول اردو قوماندان دبل ولسمشر لاس ناستی دی ، قوماندان د پولیسو د یو ولسمشر او ولسوال د بل ولسمشر او همداسې یې تر کنډک مشراو مامور او مدیر پورې دا منفي لړۍ غزېدلې ، د یو او بل د حمایه کولو پرځای د یو بل د راپرځولو هڅې  ګړندۍ ښکاري! یوه ولسوالي چې د یو ولسمشر د پلویانو لخوا پکې حکومتي چارې سمبالیږي د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا تربرید او آن د سقوط حالت ته سره مخ کیږي  خو ، د پوځي قوتونو مشر چې د بل ولسمشر لاس ناستی کس دی ، حتیَ یو عسکر هم مرستې ته نه ورلیږي ... د پولیسو په پوسته برید کیږي ، د ملي اردو سرتیري یې ننداره کوي ، د ملي امنیت په مرکز برید کيږي د پولیسو سرتیري یې ننداره کوي ! د پولیسو او امنیت ملي سرتیروجنازې  د لوړو غرونو په سرونو کې د وحشي ځناور خوراک کیږي خو هوایی ځواک يې د جنازو د انتقال لپاره نه لیږل کیږي .... دولایت په کچه  نوبتي او حتي بېړنۍ  امنیتي غونډې جوړیږي خو د پوځی ارګانونو قوماندانان پکې ګډون نه کوي ، که کوي هم یو بریدمل یا هم کوم بل ټیټ پوړی صاحبمنصب ورولیږي . دا ځکه چې د ملي وحدت حکومت د وېش او کمپایني ډلګیو غړي په ولایتونوکې دوالیانو په توګه ټاکل شوي نه د ظرفیت اواهلیت له مخې ، ما نا دا چې ، جناب والي صاحب  کیڼ کېرس او شی ګېرس ترمنځ توپیر نه شي کولای ، د جم نظام او تیت نظام په تعریف نه پوهیږي ، خو د والي په چوکۍ ناست وي او د قول اردو ډګرجنرال ارکان رحرب ، د ملي پولیسو قوماندان چې د خپل عمر درې برخې یې په نظامي زده کړو او عملي ډګرکې خولې او وینې تویې کړي وي ، د ملي امنیت رییس چې خپل عمر به یې د وطن له پټو دښمنانو سره د ماهرانه مبارزې په تعقیب او پرمخ بیولو کې تېر کړی وي ، دنا اهله ( غیرمسلکي ) دکم عمر لرونکې او یا هم کاملاً بېسواده والي چې د ۵۰ /۵۰  و ېش په اساس والي ټاکل شوی ،  ولایت په کچه  د اعلی سرقوماندان په توګه  پردوی حاکم ګرځول شوی وي او دوی ته پوځي لارښوونې کوي... طبعاً پوځي جنرالانوته د  دوی خپله مسلکي وړتیا ، پوځي اتوریته د دې اجازه نه ورکوي چې د داسې نااهله (غیری مسلکي)  کس ترقوماندې اوهدایت لاندې ورځ  څه چې حتَی یو ساعت هم تیرکړي  ! بناً که په پوځي غونډوکې ګډون هم کوي خو د اوامروتطبیق یې پرزړه نه هواریږي ، یا خوپکې ناغیړي کوي آو یاخويې پروخت او دقیق ډول نه تر سره کوي .څوچې ملي پوځ ، ملي پولیس ، ملي امنیت واقعاً ملي نه شي ،  والیان صاحبان  د سیا سي ، پوځي او ولسي درایت او ړتیا له مخې ونه ټاکل شي ، او پوځي ارګانونه په ولایتونوکې د ماشومانو او نااهله (غیرنظامي) والیانو له سلطې خلاص نه کړي ، د دې احتمال شته چې نه یوازې  په پوځي او  امنیتي وضعیت کې به مثبت بدلونونه رامنځ ته نه شي ، بلکې ورځ تر بلې به دولتي حاکمیت په ولایتونوکې ضعیف او ولسي ملاتړ به له لاسه ورکړي . زما وړاندیزبه د یو افغان تبعه په توګه داوي چې ؛ په هېواد کې شرایط جنګي دي ، جنګي حالات هغوي  کابو یا کنټرولولی شي چې په جګړییزو تاکتیکونو پوهیږي ، کلونه کلونه یې لویې او وړې جګړې رهبري کړي وي ، بناً ولسمشرجمع  اجرایه رییس دواړه د هېواد ملي ګټوته په عمل کې د ژمنتیا له مخې دې په دې موافقه وکړي چې ، دهېواد ۳۴ ولایتونوته  تجربه لروونکي پوځي کادرونه چې په ولسپالنه کې هم مهارت او وړتیا ولري  د والیانو په توګه وګماري . او بارو شته  چې که  په هېواد کې  امنیت ډاډمن شو په سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزوبرخو کې د پرمختګ لپاره زمینه مساعدیږي . له امنیت پرته به موټولې برخې له ګواښ سره مخ وي .