په وينو لړلی سپی

يوه سړي دنامعلوم هدف له کبله خپل سپی دسيند غاړې ته بوتلو هلته یې دسپي په غاړه يوه لويه تيږه وروځړوله او سپی یې و اوبوته وروغورځاوه
سپي په خپلو نوکانو سره هغه ډبره له خپلې غاړې څخه خلاصه کړه او ورو ورو دسیند غاړې ته رانژدې کيدو هغه سړي دده پر لوري خپل لاس ور اوږد کړو کوم وخت چي یې لاس ته ورورسيدو پرسرباندې يی دچاقو يو سخت وار باندې وکړو په همدې وخت کښي یې خپله پښه هم وښويیده او په سيند کې ولوېد
سړي خلګوته ورنعرې کړې خو چا یې هم غږ وانه ورېده، اوبو به ننويست او بیا به یې بيرته راپورته کړو نژدې ووچي غرق شي ناببره يوچا دسيند 
غاړې ته راکش کړو، 
دا دده په وينو سور سپی وو