پیاله کښېږدئ!

پیاله کښېږدئ!
ژباړه: حبیب الله ذکي
استاد له ځان سره ټولګۍ ته د اوبو پیاله راوړې وه، درس یې د پیالې په پورته کولو پیل کړ، له زده کوونکو یې د پیالې د وزن په اړه داسې وپوښتل:
« څه فکر کوئ، دا پیاله به څومره وزن لري؟ »
د زده کوونکو ځوابونه بېلابېل وه: ۵۰ ګرامه – ۱۰۰ ګرامه – ۱۲۵ ګرامه او...
استاد زیاته کړه: حقیقت دا دی چي تر څو مو پیاله وزن کړې نه وي، د پیالې له وزنه نه خبرېږو. اما، پوښتنه دا ده چي که زه د څو دقیقو لپاره پیاله همداسې پورته ونیسم، څه به پېښ سي؟
«هیڅ» زده کوونکو ځواب ورکړ.
استاد: او که چیري دا پیاله د یوه ساعت لپاره پورته ونیسم ؟
له زده کوونکو یوه وویل: ښایي لاس به مو په درد سي.
استاد: او که دا کار د یوې ورځې لپاره تر سره کړم، نو بیا؟
« بل ځواب ورکړ: ښایي لاس مو د عضلاتو تر سخت فشار لاندې راسي. ښايي لاس مو بې حرکته او فلج سي. ممکن روغتون ته اړ سئ.»
زده کوونکي په دې سره ټول په خندا سوه او استاد په ډېري حوصله مندۍ وویل: ایا په دې سره د پیالې په وزن کې کوم بدلون راغی؟
زده کوونکو ځواب ورکړ «نه»
استاد یو ځل بیا وپوښتل: ښه نو ـ د لاس د درد او پر عضلاتو فشار ولي را منځ ته کیږي؟ څه باید وکړم چي له دې درد او فشاره ځان خلاص کړم؟
له زده کوونکو یوه وویل: «پیاله باید لاندي کښېږدئ.»
استاد: دقیقآ سم ځواب، ژوند کې ستونزې همدا ډول دي. که یې په اړه فکر او اندېښنه کوئ، په درد بدلېږې او که د اوږدې مودې لپاره یې په ذهن کې وساتئ، فلجوي مو او له پښو مو غورځوي.
په ژوند کې اړینه ده، چي د خپلو ستونزو په اړه فکر او تحلیل وکړو. مهمه دا ده، چي د هرې ورځې په پای کې وړاندې له دې چي د خوب بستر ته ولاړسو، خپلې ټولې ستونزې او اندېښنې مو کټ مټ د دغه پيالې په څېر لاندې کښېږدو.
له دې لارې به تاسو تازه، پیاوړي او اماده سئ او د ژوند په لاره کې هره ننګوونه او ستونزه به ډېر ښه سمبال کړای سئ.