د سیاسي، اسیرو طالبانو اعدام

۱۵/۳/۱۳۹۶،ل،ل
طالبانو داسې ناوړه کړنې د خپلې واکمنۍ او وروسته له هغې د اسلام د سپيڅلي دین په نوم ترسره کړي دي چې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې ساری نه لري، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال موږ ټول د دې شاهدان وو چې د اسلام له مقدس دین څخه یې سور اور جوړ کړی ؤ او وروسته له هغې چې امریکایانو هیواد اشغال کړ، دوی د یوه لنډمهالي دښمن(امریکا) پر خلاف د افغانستان تاریخي او پدري دښمن پاکستان غېږې ته پناه یوړه، هغه پاکستان ته چې په لومړي ګام کې یې یو شمېر لوړپوړي او ټیټ پوړي طالبان پر امریکایانو باندې په نغدو ډالرو خرڅ کړل، ځینې یې بندیان او په جېلونو کې مړه کړل او پاتې نور یې بې له دې چې په ځان پوه شي د پاکستان د آی، اس، آی د شیطاني ادارې لخوا د پاکستان د ګټو په خاطر، د وسلې او وسیلې په توګه د خپلې خاورې او افغان ولس پرضد استعمال کړل. او د طالبانو مشر ملامنصور خو یې په رڼا ورځ د امریکایانو په بې پیلوټه الوتکه باندې ووژلو.(جوزا ۱۳۹۵،ل،ل)
لکه څه ډول چې اشغالګرو امریکایانو زموږ بې ګناه او بې دفاع خلک وژلي دي(سره له دې چې امریکایان د عامو خلکو وژل خپله سهوه بولي او په ځینو پېښو کې یې د وژل شویو عامو خلکو څخه بښنه هم غوښتې ده)  همداسې طالبانو زموږ بې ګناه هیوادوال وژلي او دا لړۍ لا پسې روانه ده، طالبان د بې ګناه افغانانو هېڅ پروا نه لري، دوی د خپلو بدعاتو په لړۍ کې په مسجدونو، جنازو کې په لمانځه باندې ولاړ مسلمانان شهیدان کوي او په ویاړ سره، بې له دې چې د خدای تعالَی پروړاندې ځواب ویلو ته متوجه وي، مسوولیت یې پرغاړه اخلي.
دا چې امریکایان زموږ په هیواد کې هر څه کوي ملامت نه دي، ځکه چې دوی اشغالګر او نامسلمان دي، خو طالبان چې ځانونه د اسلام ټیکه داران بولي او داعشیانو ته خوارج وایي نو دوی ولې د همدغو خوارجو او یهودو نصاراوو په شان مسلمانان وژني؟، دا وجه ده چې ورځ تربلې د عامو خلکو کرکه د دوی پر وړاندې زیاتیږي، که طالبانو رښتیا هم د اسلام د سپیڅلي شریعت پر بنسټ جګړې کولی نو افغان ولس به د دوی په څنګ کې ولاړ وای، د امریکایي پوځیانو پر خلاف به یې لکه د انګریزانو پروړاندې چې په لومړي او دویمه جګړه کې ملي پاڅونونه کړی ؤ دا شان ملي پاڅون به یې کړی وای او په نړۍ کې به افغان اتل ولس یو بل تاریخ رامنځ ته کړی ؤ. خو له بده مرغه چې طالبانو د خپلو اتلو نیکونو د ریښتیني جهاد کړنلاره تعقیب نه کړه او  په اسلام کې د شړل شوي عربي ډلو ټپلو پر منحرفو لارو روان شول، دوی د القاعدې په مرسته په دین کې د ځانمرګو بریدونو (بدعت) رامنځ ته کړ، په مسجدونو، جنازو، فاتحو، زیارتونو، روغتونونو، ښوونځیو، ودونو، د خلکو په کورونو او نورو ټولګټو ودانیو باندې یې بریدونه وکړل، ښځې ماشومان، سپینږيري او په لمانځه باندې ولاړ عام او دولتي مسلمانان، حتی د پېغمبر(ع) وارثین (دیني عالمان) یې هم ووژل، چې دا ډول بریدونه د اسلام په تاریخ کې نه دي لیدل شوي او هغه طالبان چې اوس داعشیان شوي دي د پښتنو ښځې بیایي، داسې څوک شته چې ووایي په مذهبي، قومي او یا سیاسي جګړو کې د تاریخ په اوږدو کې پښتنو د پښتنو ښځې بیولي وي؟ لکه چې په نورو لیکنو کې موږ څو ځله یادونه کړي ده چې دا ډول بریدونه یوازې د اسرائیلو په تحریف شوي دین یهودیت؛ د بُت پرستانو په دینونو او ځینو نورو له اسلام څخه د وتلیو(خوارجو) مذهبي کړیو لخوا ترسره شوي دي، دا ډول بریدونه اسلامي نه دي او په اسلام کې کومه مخینه نه لري، طالبان، داعشیان او نور چې کوم غېراسلامي ظالمانه بریدونه کوي طبیعي ده چې پر وړاندې یې سخت غبرګونونه ښودل کیږي، نږدې درې کاله وړاندې هغه مهال چې داعش ډله، زموږ ګران هیواد ته نه وه رارسیدلې او په عراق کې یې په یزیدیانو باندې بریدونه وکړل، سړي یې ووژل او ښځې یې ترې بوتلې موږ په یوه لیکنه کې(که د عراق یزیدیه ډله د شېطان لمانځنه کوي، نو د داعش ډله د شېطان کړنې ترسره کوي) وړاندوینه کړي وه چې د داعش ډلې پر وړاندې به ټوله نړۍ پورته شي او لوی زیانونه به ورواړوي، چې همداسې وشول، چې اوس د داعش ډله مخ پرماتیدو او ورکیدو ده. الله تعالی د داسې ظالمانو په اړه ویلي دي:
﴿وَكَذَٰلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾
ژباړه: «او هم داسې مسلطوو موږ ځیني ظالمان پر ځینو (نورو) په سبب د هغو اعمالو چې دوی به کول.» (انعام، ۱۲۹)
لکه چې وایي:(هر عمل عکس العمل لري) همدا د طالبانو بې رحمو، داعش ډوله بریدونو، ولسمشر غني دوه ځله دې ته اړ کړ چې د طالبانو بندیان اعدام کړي، تېر کال ۱۳۹۵، د حمل په ۳۱، نیټه باندې چې طالبانو پُل محمودخان ته څېرمه د ملي امنیت پهلسم ریاست باندې برید وکړ،(۶۴) کسان یې ووژل او(۴۰۰) تنه عام وکړي ژوبل شول، ولسمشر اشرف غني یې په غبرګون کې شپږ تنه اسیر طالبان اعدام کړل، وړاندې له هغې چې په مرګ محکوم طالبانو اعدام شي پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو ډېرو کسانو، ولسمشرغني ته وړاندیزونه وکړل چې محکوم طالبان اعدام نه کړي چې له هغې جملې څخه موږ هم د غویي میاشتې په ۱۸نیټه ولسمشر اشرف غني ته د روهي ویبپاڼه له لارې( که په اعدام محکوم طالبان اعدام شي؟) تر سرلیک لاندې وړاندیز کړی ؤ تر څو اسیر طالبان اعدام نه شي خو له بده مرغه چې هغه شپږ تنه طالبان اعدام شول.
اوس بیا چې طالبانو د وزیر محمداکبرخان مېنې پر عامو خلکو باندې د (ټانکربم = د بمونو مور) برید وکړ او نږدې تر(۶۰۰) تنو پورې بې ګناه مسلمانان او لږ شمېر ملکي بهرنیان یې مړه او ژوبل کړل او هغه بې ګناه سپینږیري، ښځې او ماشومان چې ژوندي په خپلو کورونو کې ښخ شول:﴿وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ
ژباړه:«او کله چې له ژوندۍ ښخې کړي شوي جلکۍ څخه پوښتنه وشي، چې په کوم ګناه وژل شوي ده؟» (د تکویر سورت:۸)
په غبرګون کې ولسمشرغني د(۱۱) تنو اسیرو طالبانو د اعدام حکم توشیح کړ، ولسمشر او د وژل شویو کسانو وارثان حق لري له قاتلینو څخه بدل واخلي:
﴿وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنفَ بِالْأَنفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾
ژباړه:«په کتاب کې موږ پر هغوی دا حکم لیکلی ؤ چې د نفس په بدل کې نفس، د سترګې په بدل کې سترګه، د پوزې په بدل کې پوزه، د غوږ په بدل کې غوږ، د غاښ په بدل کې غاښ او د ټولو زخمونو لپاره برابره بدله ده، نو که څوک قصاص صدقه کړي، هغه د هغه لپاره کفاره ده او کوم خلک چې د الله د نازل کړي قانون سره سمه فېصله ونه کړي، هماغوی ظالمان دي.» (د مائدې سورت:۴۵)
لکه چې وړاندې وویل شول چې هر څوک حق لري د خپل بې ګناه وژل شوي شهید خپلوان غچ واخلي. په افغاني(پښتونولۍ) او اسلامي شرعیت کې قاتل باید ووژل شي، خو که بښنه وشي نو دا له غچ اخیستلو څخه ښه او لوی خېر دی. په قرآن کریم کي د قصاص حکم څو ځله راغلی دی خو موږ د پورته آیت په دې برخه باندې ﴿فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ﴾ ژباړه:«که څوک قصاص صدقه کړي، هغه د هغه لپاره کفاره ده» ټینګار کوو او له ولسمشر څخه یو ځل بیا غوښتنه کوو چې محکوم طالبان دې د طالبانو پخاطر نه، بلکه یوازې او یوازې د خدای تعالَی، د انساندوستۍ او افغان دوستۍ پخاطر وبخښل شي:
﴿وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ﴾
ژباړه:«البته څوک چې له صبر څخه کار واخلي او بښنه وکړي، نو دا ډېر د لوړې ارادې له چارو څخه ده.»(د شوری سورت: ۴۳)
وې مې څه دی چې نښان د ځوانمردۍ دی؟
وی یې عفوه په هنګام د استقالال
خوشال بابا
په اسلامي شریعت، د بشرحقوقو او د پښتنو په دودونو کې د اسیرانو(بې وسه کسانو) وژل ښایسته عمل نه دی، اسیران له لویې ناهیلۍ او مایوسۍ سره مخ وي، کله چې موږ د داعشیانو لخوا د اسیرانو د اعدام صحنې وینو خورا زورونکي دي، ولسمشر باید د طالبانو په شان(ټوله نړۍ د ګنډلو د ستنې له سلېم یا سوري کې ونه ګوري) ولسمشر باید د هیواد شالید(پسمنظر) او راتلونکي ته متوجه وي، د طالبانو اعدام به د ګټې پرځای زیان ولري، امنیتي حالت به لاپسې ګړکیچن شي او لاډېرې ستونځې به وزیږوي:(له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې)
د تېرو نږدې(۴۰) کلونو راپه دېخوا افغانانو، د خلقي پرچمي؛ کفر اسلام؛ تنظیمونو او نورو ډول، ډول خپل منځي جګړو کې په ملیونونو افغانان ووژل شول، خو په پای کې پایله دا شوه چې موږ وینو همغه د یو او بل د سر، سرسختي دښمنان د وروڼو په شان ګډ ژوند سره کوي، چې ښه بېلګه یې اوس د ښاغلي حکمتیار راتلل دي چې له حکومت سره یې سوله وکړه او له جګړې څخه یې لاس واخیست، کیدی شي همدا طالبان په راتلونکي کې سوله وکړي، نو که طالبانو سوله وکړه، بیا به ښاغلی ولسمشر په خپل کړي عمل باندې پیښمان وي.
ولسمشر دې د دې پر ځای، په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات او بدلونونه راولي، لکه چې پخپله یې ویلي دي له پاکستان سره دې ټولې ډیپلوماتیکې اړیکي پرې کړي ... . په پای کې طالبانو ته دعا کوو چې خدای دې تاسو ته هدایت وکړي، تاسو په دې ورانیو سره نه شی کولی واک ترلاسه کړی، که سل کاله نور هم وجګړیږی نتیجه به یې منفي وي، دا نړۍ او هغه دنیا مو مه تباه کوی، پخپلو تېرو ظلمونو باندې توبه وباسئ، د جګړې پر ځای له حکومت سره سوله وکړئ، که تاسو سوله وکړي بهرنیانو ته به دا پلمه چې په افغانستان کې جګړه ده له منځه ولاړه شي او له هیواد څخه به ولاړ شي، په دې باندې هر څوک پوهیږي چې له جګړې څخه سوله بهتره ده:﴿وَالصُّلْحُ خَيْرٌ﴾ (نساء: ۱۲۸)تاسو پوهېږې چې پېغمبر(ع) له کفارو سره هم سوله کړي ده، په دې اړه الله تعالَی په قرآن کې څو ځایه حکم کړی دی چې تاسو سوله وکړئ چې موږ یوازې د انفال سورت ۶۱، آیت شریف لیکو:
﴿وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾
ژباړه:«او[ای پېغمبره(ص)!] که دښمن د روغې جوړې خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تیار اوسه او پرالله توکل وکړه، په یقیني ډول هماغه د هر څه اوریدونکی او په هر څه پوهیدونکی دی.» (د انفال سورت: ۶۱، آیت) د حجرات سورت: ۹/۱۰ آیتونه هم د سولې په اړه دي.
پای